يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - درې دېرشم باب

د مالِک خُدائ د سينا غرۀ نه د تلو حُکم ورکول

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ او دا خلق چې تا د مِصر د مُلک نه راوويستل، د دې ځائ نه لاړ شئ او هغه زمکې ته لاړ شئ د کومې چې ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او د هغوئ اولاد له د ورکولو لوظ کړے دے. ۲زۀ به ستاسو نه مخکښې يوه فرښته ولېږم او زۀ به کنعانيان، اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وشړم. ۳تاسو هغه زرخېزې زمکې له ورروان شئ. خو زۀ به په خپله تاسو سره نۀ ځم، ځکه چې تاسو ضدى خلق يئ او کېدے شى چې زۀ تاسو په لاره کښې تباه کړم.“ ۴چې کله خلقو دا واورېدل، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه او هغوئ نور کالى اچول بند کړل. ۵ځکه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې هغوئ ته ووايه چې، ”تاسو ضدى خلق يئ. کۀ زۀ د لږ وخت دپاره هم ستاسو سره تلے وے، نو ما به تاسو تباه کړى وئ. اوس خپل کالى لرې کړئ، نو زۀ به فېصله وکړم چې ستاسو سره څۀ چل وکړم.“ ۶چې کله اِسرائيليان د سينا غرۀ نه لاړل، نو هغوئ نور کالى اچول بس کړل.

د مالِک خُدائ د حضور خېمه

۷چې کله به هم بنى اِسرائيلو خېمې ودرولې، نو موسىٰ به مقدسه خېمه وړله او د خېمو د ځائ نه لږه لرې به يې ودروله. او هغې ته به يې ”د مالِک خُدائ د حضور خېمه“ نوم اخستلو او چې چا به هم د مالِک خُدائ رضا معلومول غوښتل نو هغه به ورتللو. ۸چې کله به هم موسىٰ هلته تللو، نو خلق به پاڅېدل او د خپلو خېمو په خولۀ کښې ودرېدل او موسىٰ ته به يې تر هغې پورې کتل چې ورننه به وتلو. ۹څنګه چې به موسىٰ دننه تلو نو د وريځې ستن به لاندې راتله او د خېمې د دروازې په خولۀ کښې به ودرېدله او مالِک خُدائ به د وريځې نه د موسىٰ سره خبرې کولې. ۱۰چې څنګه به خلقو د خېمې د دروازې په خولۀ کښې د وريځې ستن وليدله، نو هر يو کس به پاڅېدلو او د خپلې خپلې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې سجده کوله. ۱۱مالِک خُدائ به د موسىٰ سره مخامخ خبرې کولې، لکه چې يو کس يې د خپل ملګرى سره کوى. بيا به موسىٰ خېمو ته واپس راتلو. خو هغه زلمے، د نون زوئ، يشوَع چې د هغۀ مددګار وو، هغه به په خېمه کښې ايسارېدلو.

د حضرت موسىٰ د مالِک خُدائ سره خبرې کول

۱۲موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”ګوره، تا ما ته فرمائيلى دى چې دا خلق به هغه زمکې ته بوځم، خو تا ما ته دا ونۀ فرمائيل چې زما سره به تۀ څوک لېږې. تا ما ته فرمائيلى دى چې تا زۀ ښۀ پېژنم او ستا نه رضا يم. ۱۳اوس زۀ تا ته سوال کوم، تۀ ما ته خپلې ارادې وښايه چې زۀ ستا خِدمت وکړم او تا رضا کړم. دا هم ياد ساته چې تا دا قوم خپل خلق ګڼلى دى.“ ۱۴مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“ ۱۵موسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ مونږ سره نۀ ځې، نو مونږ د دې ځائ نه مۀ بوځه. ۱۶چې تۀ مونږ سره نۀ ځې نو چا ته به څنګه پته ولګى چې تۀ د خپلو خلقو او زما نه رضا يې؟ تۀ چې مونږ سره يې، نو چې د زمکې په مخ څومره خلق دى د هغوئ نه به مونږ بل شان شُو.“ ۱۷مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به هم هغه شان وکړم لکه چې تا څنګه وئيلى دى، ځکه چې تا زۀ ښۀ پېژنم او زۀ ستا نه رضا يم.“ ۱۸بيا موسىٰ وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې زۀ ستا د حضور جلال ووينم.“ ۱۹مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما شان او شوکت به ستا په مخکښې تېر شى او ستا په مخکښې به زۀ خپل مقدس نوم واخلم کوم چې مالِک خُدائ دے. زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم. ۲۰تۀ به زما ديدار ونۀ کړې، ځکه چې دا نۀ شى کېدے چې څوک ما وګورى او ژوندى پاتې شى، ۲۱خو ګوره، زما سره نزدې يو ځائ دے، تۀ هلته په يو ګټ باندې ودرېدے شې. ۲۲کله چې زما د حضور جلال هلته تېريږى، نو زۀ به تا د ګټ په يو غټ چاود کښې واچوم او زۀ به تا په خپل لاس سره تر هغې پورې پټ کړم چې تېر شم. ۲۳بيا به زۀ خپل لاس لرې کړم او تۀ به زما شا ووينې خو زما مخ به نۀ ليدلے کيږى.“