يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - يوولسم باب

۱مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوى، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى. ۲کله چې په انسان کښې غرور راشى نو په هغۀ رسوائى راشى، خو د عاجزۍ سره حِکمت راځى. ۳د صادقانو ايماندارى د هغوئ لارښودنه کوى، خو بې‌ايمانه په خپلې بې‌ايمانۍ تباه دى. ۴د عدالت په ورځ به مال دولت په کار نۀ راځى، خو صداقت به ستاسو ژوند بچ کړى. ۵د صادقانو صداقت د هغوئ لار سموى، خو بدعمله به د خپلې بدعملۍ لاندې راګېر شى. ۶د صادقانو صداقت هغوئ بچ کوى، خو بې‌ايمانه خپل لالچ کښې ګېر شى. ۷کله چې يو بدعمله مرى، د هغۀ اُميد ختم شى. هر څومره اُميدونه چې هغه د خپل مال د طاقت نه لرى هغه پناه شى. ۸صادق سړے د تکليفونو نه خلاص وى، او دا تکليفونه د هغوئ په ځائ په بدعمله خلقو باندې راځى. ۹په خپلو خبرو سره کافر خپل ګاونډيان تباه کوى، خو صادق به د خپل عِلم په ذريعه بچ شى. ۱۰کله چې صادقان برکتى شى نو ټول ښار په هغوئ خوشحالى کوى، او کله چې بدعمله هلاک شى نو د خوشحالۍ چغې راوچتې شى. ۱۱د صادقانو د برکت په وجه ښار آباديږى، خو د بدعمله په خبرو هغه تباه کيږى. ۱۲هغه څوک چې کم عقل وى نو خپل ګاونډى ته سپک ګورى، خو هوښيار او پوهه سړے خپله ژبه قابو کښې ساتى. ۱۳غېبت کوونکے د نورو راز خوروى، خو قابل اعتماد کس راز پټ ساتى. ۱۴خو بغېر د رهنمايۍ نه په يو قوم باندې زوال راځى، خو ډېر مشوره ورکوونکى کاميابى يقينى کوى. ۱۵کۀ چرې څوک د يو ناپېژندګلو کس ضمانت وکړى نو په يقين سره به دا کس تاوانى شى، او کۀ څوک چا ته د ضمانت لاس ورنۀ کړى نو هغه به بچ پاتې شى. ۱۶يوه رحمدله ښځه عزت او احترام ګټى، خو بې‌رحمه سړى مال دولت ګټى. ۱۷يو رحمدله کس خپل ځان ته فائده ورکوى، خو ظالم سړے خپل ځان په تکليفونو کښې راګېروى. ۱۸بدکاره سړے په دوکه مال ګټى، خو هغوئ څوک چې د صداقت کرونده کوى نو حقيقى اجر به ومومى. ۱۹رښتينے صادق سړے به ژوندے پاتې شى، خو هغوئ څوک چې شرارت کوى نو خپل مرګ ته روان دى. ۲۰مالِک خُدائ د هغوئ نه نفرت کوى د چا زړونه چې کاږۀ وى، خو هغه د هغوئ سره مينه کوى د چا چال چلن چې بې‌داغه وى. ۲۱په دې يقين وکړئ، چې بدکاران به بې‌سزا پاتې نۀ شى، خو هغوئ څوک چې صادقان دى هغوئ به آزاد وى. ۲۲د تميز نه بغېر يوه ښُکلې ښځه داسې وى لکه د سرو زرو نتکۍ چې د خنزير په پوزه وى. ۲۳د نېکانو اُميدونه په ښۀ څيزونو سره سر ته رسيږى، خو د بدکارانو اُميد صرف د غضب په طرف وى. ۲۴يو کس چې سخاوت کوى، نو نور هم مالداره کيږى، خو يو بل کس چې کنجوس وى نو نور به هم غريب شى. ۲۵يو سخى سړے به مالداره شى، او يو کس چې نور تازه کوى نو په خپله به هم تازه شى. ۲۶خلق د هغه چا نه نفرت کوى څوک چې د ګرانۍ دپاره غله ذخيره کوى، خو د هغه چا خير غواړى څوک يې چې خرڅوى. ۲۷کۀ چرې تۀ خير غواړې نو تۀ به خير ومومې، خو شر هغه چا ته ورسيږى څوک يې چې لټون کوى. ۲۸څوک چې په خپل دولت باندې اعتبار کوى نو هغه به پرېوځى، خو صادقان به د شنو پاڼو په شان تازه وى. ۲۹څوک چې د خپل خاندان دپاره مصيبت پېدا کوى نو په ميراث کښې به ورته هوا پاتې شى، او کم عقل به د هوښيار نوکر وى. ۳۰د صداقت مېوه د ژوندون ونه ده، خو هوښيار سړے زړونه ګټى. ۳۱کۀ چرې صادقانو ته په زمکه د دوئ د کردار اجر ملاويږى، نو د بدعمله او ګناهګارانو به څۀ حال وى؟