يوسفزئ
انجیل

لوقا - يوويشتم باب

د کونډې ښځې شکرانه

۱عيسىٰ چې پاس وکتل نو وې ليدل چې مالداره خلق د خُدائ د کور په خزانه کښې خپلې شکرانې اچوى. ۲او هغۀ يوه غريبه کونډه وليدله چې دوه د تانبې سيکې يې ورواچولې. ۳هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د دې نورو ټولو نه زياتې واچولې. ۴ځکه چې دې نورو چې په شکرانې کښې څۀ هم واچول هغوئ د مال د زياتوالى په سبب واچول خو د هغې سره چې د خپلې ګزارې نه هم کم وُو، هغه ټولې يې واچولې“

د خُدائ پاک د کور د بربادېدو په حقله پېشګوئې

۵ځينې خلقو د خُدائ د کور او د هغې د ښکلو کاڼو او په ورکړے شوو نذرانو چې ښائسته کړے شوى وُو، د هغۀ په حقله خبرې کولې. عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ۶”دا څيزونه چې تاسو وينئ، داسې وخت راتلونکے دے چې په دې کښې به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“

د تکليفونو او کړاونو نښې

۷هغوئ عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، دا هر څۀ به کله پېښيږى؟ او د دې د رانزدې کېدو نښې به څۀ وى؟“ ۸عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”خيال کوئ چې څوک مو بې‌لارې نۀ کړى ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ عيسىٰ يم، او وخت نزدې راغلے دے خو هغۀ پسې مۀ ځئ. ۹او کله چې تاسو د جنګونو او الې ګولې خبر واورئ نو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور اول کيږى خو لا به آخر وخت نۀ وى.“ ۱۰بيا هغۀ دا وفرمائيل، ”قومونه به د قومونو په خلاف وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ مخالفت کوى. ۱۱لوئې لوئې زلزلې او قحطونه، وباګانې به ځائ په ځائ راځى او په آسمان کښې به هيبتناکې او لوئې نښې ښکاره کيږى. ۱۲خو د دې هر څۀ کېدو نه مخکښې به هغوئ تاسو ونيسى او تاسو به وزوروى. تاسو به عبادتخانو ته حواله کېږئ او بندى‌خانو ته به اچولے کېږئ. تاسو به د بادشاهانو او حاکمانو په وړاندې زما د نوم په سبب راوستلے شئ. ۱۳نو دا به ستاسو دپاره د ګواهۍ موقع وګرځى. ۱۴خو ياد ساتئ چې د مخکښې نه د خپلې صفائى په حقله د جواب ورکولو فکر مۀ کوئ، ۱۵ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى. ۱۶تر دې چې ستاسو مور پلار، وروڼه، ستاسو خاندان او دوستان به هم تاسو حواله کړى، په تاسو کښې به ځينې مړۀ کړے شى، ۱۷او زما د نوم په وجه به ټول ستاسو نه نفرت کوى. ۱۸خو ستاسو د سر يو وېښتۀ قدرې به هم ضائع نۀ شى، ۱۹د خپل صبر په وجه به تاسو ژوندون وګټئ.

د يروشلم د بربادېدو په حقله پېشګوئې

۲۰خو کله چې تاسو دا ووينئ چې د يروشلم نه فوجونه راچاپېر شوى دى نو تاسو پوهه شئ چې د هغې بربادى رانزدې شوې ده. ۲۱نو بيا هغه څوک چې په يهوديه کښې دى، غرونو ته دې وتښتى. او څوک چې په ښار کښې وى، هغوئ دې د ښار نه بهر وځى او څوک چې د ښار نه بهر په کلو کښې وى هغوئ دې ښار ته نۀ ځى. ۲۲ځکه چې په هم دې وخت کښې به خُدائ پاک خپل بدل اخلى او څۀ چې ليکلے شوى دى، هغه ټول به پوره شى. ۲۳افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه وخت کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. ځکه چې په زمکه به ډېر لوئ مصيبت شروع وى او په دې خلقو به لوئ غضب نازل وى. ۲۴هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېر‌يهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.

د اِبن آدم راتلل

۲۵په نمر، سپوږمۍ او په ستورو کښې به خاص نښې ښکاره شى. د سمندر د شور او چپو نه به په زمکه ټول قومونه پرېشانه وى. ۲۶په خلقو کښې به په زمکه د پېښېدونکو واقعاتو د يرې له کبله ساه پاتې نۀ وى ځکه چې آسمانى طاقتونه به لړزولے شوى وى. ۲۷بيا به هغوئ دا ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په ډېر شان او شوکت سره راروان وى. ۲۸کله چې دا هر څۀ پېښېدل شروع شى نو پاڅئ او بره وګورئ ځکه چې ستاسو خلاصون نزدې دے.“

د اينځر د ونې سبق

۲۹بيا عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال تير کړو چې، ”د اينځر ونې ته وګورئ يا ټولو ونو ته. ۳۰کله چې دا غوټۍ وسپړى نو تاسو به په خپله وينئ او پوهه به شئ چې اوړے رانزدې شوے دے. ۳۱هم دغه شان چې تاسو دا هر څۀ په کېدو ووينئ نو پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى نزدې ده. ۳۲زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى. ۳۳زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.

د بېدار اوسېدلو تاکيد

۳۴خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى. ۳۵ځکه چې هغه ورځ په هر چا راتلونکى ده څوک چې په دې دُنيا کښې اوسيږى. ۳۶خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“ ۳۷عيسىٰ دا ورځې د خُدائ په کور کښې په تعليم ورکولو تېرولې او بيا به هغه د شپې تېرولو دپاره د زيتُونو غرۀ ته تلو. ۳۸او سحر وختى به ټول خلق د خُدائ کور ته راټولېدل چې د هغۀ خبرې واورى.