يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - اوولسم باب

سنت د لوظ يوه نښه

۱ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بې‌عېبه اوسه. ۲زۀ تا سره دا لوظ کوم چې ډېر اولاد به درکړم.“ ۳ابرام مخ په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه او خُدائ پاک وفرمائيل چې، ۴”ګوره، زۀ تا سره دا لوظ کوم، زۀ دا لوظ کوم چې تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې. ۵نور به تا ته ابرام نۀ شى وئيلے، ستا نوم اِبراهيم شو، ځکه چې زۀ تا د ډېرو قومونو پلار جوړوم. ۶زۀ به تا ډېر زيات آباد کړم، او ستا نه به قومونه جوړ کړم او ستا په اولاد کښې به بادشاهان وى. ۷زما به تا او ستا د اولاد سره دا لوظ وى، دا به په راتلونکو نسلونو کښې يو نۀ ختمېدونکے لوظ وى. زۀ به ستا او ستا د اولاد خُدائ پاک يم. ۸زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“ ۹خُدائ پاک اِبراهيم ته وفرمائيل، ”تۀ به زما سره دا لوظ پوره کوې، ستا او ستا د اولاد د راتلونکو نسلونو سره به دا لوظ وى. ۱۰خو په دې شرط سره چې تۀ او ستا د اولاد هر يو نر به خامخا سنت کيږى. ۱۱‏-۱۲د نن نه پس به تاسو هر يو نر ماشوم سنت کوئ چې هغه د اتو ورځو شى، ورسره هغه نوکران چې ستاسو په کور کښې پېدا وى او هغه هم چې د بل مُلک نه راوستلے شوى دى. د دې نه به دا معلوميږى چې زما او ستا په مينځ کښې لوظ شته. ۱۳هر يو به خامخا سنت کيږى، دا به په بدن يوه نښه وى چې پته لګى چې تا سره زما لوظ نۀ ختمېدونکے دے. ۱۴خو چې کوم نر سنت شوے نۀ وى هغه به زما د خلقو نه بېل وى، ځکه چې هغۀ زما لوظ مات کړے دے.“ ۱۵خُدائ پاک اِبراهيم ته وفرمائيل، ”تۀ نور خپلې ښځې ته سارۍ مۀ وايه، د نن نه پس د هغې نوم ساره شو. ۱۶زۀ به هغې له برکت ورکړم او د هغې نه به ستا يو زوئ پېدا شى. زۀ به هغې له برکت ورکړم او هغه به د قومونو مور شى او د هغې په اولاد کښې به بادشاهان وى.“ ۱۷اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“ ۱۸اِبراهيم خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”کاش چې تۀ اِسمٰعيل زما وارث کړې.“ ۱۹خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نه. ستا د خپلې ښځې ساره نه به يو زوئ پېدا شى او د هغۀ نوم اِسحاق کېږده. د هغۀ او د هغۀ د اولاد سره به همېشه دپاره زما لوظ وى. کوم چې يو نۀ ختمېدونکے لوظ دے. ۲۰ما ستا د اِسمٰعيل دپاره سوال اورېدلے دے، نو هغۀ له به هم برکت ورکړم او هغۀ له به ډېر بچى او ډېر اولاد ورکړم. هغه به د دولسو بادشاهانو پلار وى او زۀ به د هغۀ د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم. ۲۱خو زما به ستا د زوئ اِسحاق سره لوظ وى، چې هغه به تقريباً بل کال په دې ورځو کښې د ساره نه پېدا کيږى.“ ۲۲چې کله خُدائ پاک د اِبراهيم سره خبرې تر سره کړې، نو ترې نه لاړو. ۲۳هم په هغه ورځ اِبراهيم اِسمٰعيل او په کور کښې چې څومره نران پېدا شوى وُو هغه ټول يې سنت کړل، سره د هغه نوکرانو چې د هغۀ په کور کښې پېدا شوى وُو او هغه يې هم سنت کړل چې د بل مُلک نه راوستلے شوى وُو لکه څنګه چې خُدائ پاک هغۀ ته فرمائيلى وُو. ۲۴اِبراهيم د يو کم سلو کالو وو چې هغه سنت شو، ۲۵او د هغۀ زوئ اِسمٰعيل د ديارلسو کالو وو. ۲۶دوئ دواړه په يوه ورځ سنت شول، ۲۷او ورسره د اِبراهيم ټول نوکران هم سنت شول.