يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - اوويشتم باب

په کاڼو د خُدائ پاک ليکلے قانون

۱بيا موسىٰ او د بنى اِسرائيلو مشرانو خلقو ته وفرمائيل، ”نن چې زۀ کوم اصُول درته ښايم هغه ټول ومنئ. ۲په کومه ورځ چې تاسو د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هلته لوئ لوئ کاڼى ودروئ او لېو يې کړئ، ۳او په هغې باندې دا ټول قانون او خبرې وليکئ. کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې پئ او شات په کښې ډېر تېر وى، چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک ستاسو سره د هغې وعده کړې ده، ۴او چې تاسو د اُردن بلې غاړې ته واوړئ، نو د عيبال په غرۀ باندې دا کاڼى ودروئ، لکه څنګه چې نن زۀ تاسو له حُکم درکوم او هغه کاڼى لېو کړئ. ۵هلته د کاڼو يوه داسې قربان‌ګاه جوړه کړئ چې د هغې په جوړولو کښې د اوسپنې هيڅ آوزار استعمال نۀ شى، ۶ځکه چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دپاره هره قربان‌ګاه جوړَوئ نو هغه دې د داسې کاڼو نه جوړولے شى چې کټ کړے شوى نۀ وى. هلته به تاسو سوزېدونکې قربانۍ پېش کوئ، ۷او هلته به تاسو قربانى کوئ او خپلې د سلامتۍ نذرانې به خورئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې به شُکر وباسئ. ۸په کومو کاڼو باندې چې لېو شوے وى په هغې باندې د خُدائ پاک د قانون هره يوه خبره صفا صفا وليکئ.“ ۹بيا موسىٰ او د ليوى قبيلې اِمامانو ټولو بنى اِسرائيلو ته ووئيل، ”اے د بنى اِسرائيلو خلقو، خاموش شئ او غوږ ونيسئ. نن تاسو د خپل خُدائ پاک د مالِک خُدائ خپل خلق شوئ، ۱۰نو د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه او قانون پوره کوئ چې نن يې زۀ درکوم.“

د نافرمانۍ لعنتونه

۱۱بيا هم په هغه ورځ موسىٰ د بنى اِسرائيلو خلقو ته وفرمائيل، ۱۲”د اُردن سيند نه د اوړېدو نه پس به دغه قبيلې د ګِرزيم په غرۀ ودريږى، يعنې د شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، يوسف او بنيامين قبيلې. او دوئ به په خلقو د برکتونو اِعلان کوى. ۱۳نو دغه قبيلې يعنې د روبين، جاد، آشر، زبولون، دان او نفتالى د عيبال په غرۀ ودريږى. او په خلقو به لعنت وائى ۱۴ليويان به دا خبرې په اوچت آواز سره وکړى،

۱۵د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د کاڼى، لرګى، يا د ويلې کړے شوے څۀ څيز نه بُت جوړ کړى او په پټه د هغې عبادت کوى، مالِک خُدائ د بُت پرستۍ نه نفرت کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۱۶د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل مور پلار بې‌عزتى کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۱۷د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د ګاونډى د زمکې د حد پوله خوځوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۱۸د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې يو ړوند کس بې‌لارې کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۱۹د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې هغه مسافر، يتيمان او کونډې د خپلو حقُونو نه محرومه کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۰د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل پلار د ښځې سره زنا کوى، او د خپل پلار بې‌عزتى کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۱د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د ځناور سره حرامکارى کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۲د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپلې سکه يا ناسکه خور سره زنا کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۳د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپلې خواښې سره زنا کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۴د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې په پټه باندې قتل کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۵د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د يو بې‌ګناه کس د قتل پېسې اخلى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۶د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خُدائ پاک په ټولو لارښودنو او قانون باندې عمل نۀ کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.