يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل دوېم کِتاب - اتلسم باب

د ابى‌سلوم شکست او وژلے کېدل

۱داؤد بادشاه خپل ټول سړى راغونډ کړل او د زرو او سلو کسانو په ډلو کښې يې تقسيم کړل او په دوئ باندې يې د مشرۍ دپاره آفسران مقرر کړل. ۲بيا يې هغوئ په درېو ډلو کښې ولېږل، چې د هرې يوې قبيلې خپل مشر وو، يوآب او د يوآب ورور ابيشے او د جات اِتے وو. او بادشاه خپلو سړو ته وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تاسو سره ځم.“ ۳خو هغوئ ورته ووئيل، ”تۀ به مونږ سره نۀ ځې، کۀ زمونږ باقى ټول کسان واپس شى او وتښتى نو په دشمن به څۀ فرق پرې نۀ وځى، يا کۀ زمونږ نيم کسان هم ووژلے شى، خو تۀ زمونږ د لسو زرو نه ښۀ يې. ښۀ به دا وى چې تۀ په ښار کښې ايسار شې او مونږ له مدد رالېږې.“ ۴بادشاه ورته وفرمائيل، ”څۀ چې تاسو ته ښۀ ښکارى نو زۀ به هم هغه شان کوم.“ نو چې کله د هغۀ سړى د زرګونو او سلګونو په ډلو کښې روان وُو نو هغه د ښار د دروازې په خوا کښې ايسار شو. ۵هغۀ يوآب، ابيشى او اِتى له دا حُکم ورکړو، ”زما د خاطره ابى‌سلوم ته نقصان مۀ رسوئ.“ او چې داؤد دا حُکم خپلو آفسرانو له ورکولو نو ټولو فوجيانو واورېدو. ۶د داؤد لښکر مېدان ته لاړو او د اِفرائيم په ځنګل کښې يې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړو. ۷بنى اِسرائيلو د داؤد د سړو نه شکست وخوړو، او دا دومره سخت شکست وو چې په هغه ورځ شل زره سړى ووژلے شول. ۸جنګ په ټول مُلک کښې خور شو او چې په جنګ کښې څومره سړى مړۀ وُو نو د هغې نه زيات په ځنګل کښې مړۀ شول. ۹ابى‌سلوم ناڅاپه د داؤد يو څو سړو سره مِلاو شو. ابى‌سلوم په يو قچر باندې سور وو او قچر د څېړۍ يوې لوئې ونې لاندې ننوتلو، نو د ابى‌سلوم سر په څانګو کښې ونښتو. قچر منډه کړه او ابى‌سلوم په هوا کښې ترې نه ځوړند پاتې شو. ۱۰د داؤد يو سړى هغه وليدو او يوآب يې خبر کړو، ”صاحِبه، ما ابى‌سلوم وليدو چې د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو.“ ۱۱يوآب ورته ووئيل، ”تا چې هغه وليدو نو هغه دې هم هلته ولې نۀ وژلو؟ نو ما به تا له په خپل لاس د سپينو زرو لس سيکې او يو فوجى کمربند درکړے وے.“ ۱۲خو هغه سړى ورته ووئيل، ”کۀ تا ما له زر د سپينو زرو سيکې هم راکړے وے، نو ما به د بادشاه د زوئ خِلاف لاس نۀ وو اوچت کړے. مونږ ټولو اورېدلى دى چې بادشاه تا، ابيشى او اِتى له حُکم درکړے دے چې زما په خاطر ابى‌سلوم زلمى ته نقصان مۀ رسوئ. ۱۳خو کۀ ما د بادشاه نافرمانى کړے وے او ابى‌سلوم مې وژلے وے، نو بادشاه به د دې نه خبر شوے وے، هغه د هر څۀ نه خبريږى او تا به زۀ نۀ وے بچ کړے.“ ۱۴يوآب ووئيل، ”زۀ تا سره نور وخت نۀ ضائع کوم.“ هغۀ درې نېزې واخستلې او د ابى‌سلوم په سينه کښې يې ننويستلې چې هغه لا ژوندے وو او د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو، ۱۵بيا د يوآب لس فوجيان ابى‌سلوم ته رانزدې شول او هغه يې مړ کړو. ۱۶نو يوآب حُکم وکړو چې د جنګ د ودرېدو دپاره دې شپېلۍ وغږولے شى او د هغۀ فوجيان په بنى اِسرائيلو پسې تلو نه راواپس شول. ۱۷هغوئ د ابى‌سلوم لاش واخستلو او په ځنګل کښې يې په يوه ډُوبه کنده کښې وغورزولو او د کاڼو په يو ډېرى باندې يې پټ کړو. ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته وتښتېدل. ۱۸ابى‌سلوم په خپل ژوند کښې د خپل ځان دپاره په شاهى وادۍ کښې يو يادګار جوړ کړے وو، ځکه چې د هغۀ زامن نۀ وُو چې د هغۀ نوم ژوندے پاتې شى. نو په دې باندې يې خپل نوم کېښودو او تر نن ورځې پورې دا د ابى‌سلوم په يادګار مشهور دے.

د حضرت داؤد د ابى‌سلوم د مرګ نه خبرېدل

۱۹بيا د صدوق زوئ اخيمعض يوآب ته ووئيل، ”ما پرېږده چې د دې زېرى سره بادشاه له ورمنډه کړم چې مالِک خُدائ هغه د خپلو دشمنانو نه بچ کړے دے.“ ۲۰يوآب ووئيل، ”نه، نن به تۀ پېغام نۀ وړې بله ورځ به يې يوسې، ځکه چې د بادشاه زوئ مړ دے.“ ۲۱بيا هغۀ خپل د ايتهوپيا غلام ته ووئيل، ”لاړ شه تا چې څۀ ليدلى وى هغه بادشاه ته ووايه.“ غلام ټيټ شو او منډه يې کړه. ۲۲اخيمعض ورته بيا بيا وئيل، ”چې څۀ کيږى نو هغه به کيږى خو ما پرېږده چې خبر يوسم.“ يوآب ترې نه تپوس وکړو، ”زما زويه، تۀ داسې ولې کوې؟ تا ته به د دې هيڅ فائده مِلاو نۀ شى.“ ۲۳اخيمعض بيا ووئيل، ”چې څۀ هم کيږى زۀ تلل غواړم.“ يوآب ورته ووئيل، ”نو بيا لاړ شه.“ نو اخيمعض لاندې د اُردن په مېدان کښې په سړک باندې منډه کړه او زر د غلام نه مخکښې تېر شو. ۲۴داؤد ښار ته د ننوتو او بهر ته راوتو دروازو په مينځ کښې ناست وو. محافظ د دېوال سر ته وختلو او د دروازې په خولۀ کښې په چت باندې ودرېدو، هغۀ بهر وکتل او وې وليدل چې يو سړے يواځې منډې راوهى. ۲۵هغۀ لاندې آواز وکړو او بادشاه يې خبر کړو او بادشاه وفرمائيل، ”کۀ هغه يواځې وى، نو هغۀ به يو زېرے راروان کړے وى.“ هغه منډه وهونکے نور هم رانزدې کېدو. ۲۶محافظ يو بل سړے وليدو چې يواځې يې منډې وهلې او هغۀ لاندې د دروازې محافظ ته آواز وکړو، ”ګوره، يو بل سړے هم منډې راوهى.“ بادشاه ورته وفرمائيل، ”هغۀ هم زېرے راروان کړے دے.“ ۲۷محافظ ووئيل، ”هغه وړومبے سړے داسې منډې وهى لکه چې اخيمعض وى.“ بادشاه ورته وفرمائيل، ”هغه ښۀ سړے دے او هغه به يو ښۀ زېرے راوړى.“ ۲۸اخيمعض بادشاه ته آواز وکړو، د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شو او وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، بادشاه سلامت. هغۀ تا له په هغه سړو باندې فتح درکړې ده چا چې ستا خِلاف بغاوت کړے وو.“ ۲۹بادشاه تپوس وکړو، ”ولې هغه زلمے ابى‌سلوم بچ دے؟“ اخيمعض ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، کله چې ستا آفسر يوآب زۀ ولېږلم، نو ما د خلقو يوه لويه ګڼه وليده، خو ما ته پته ونۀ لګېده چې دا د څۀ ګڼه وه.“ ۳۰بادشاه ورته وفرمائيل، ”هلته ودرېږه.“ نو هغه لاړو او هلته ودرېدو. ۳۱بيا هغه د ايتهوپيا غلام راورسېدو او بادشاه ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، ستا دپاره ما سره يو زېرے دے، مالِک خُدائ تا له نن په هغه ټولو باندې فتح درکړې ده چا چې ستا خِلاف بغاوت کړے دے.“ ۳۲بادشاه تپوس وکړو، ”هغه زلمے ابى‌سلوم بچ دے څۀ؟“ غلام ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې په هغۀ باندې څۀ شوى دى چې هغه ستا په ټولو دشمنانو او په هغوئ باندې شوى وے چا چې د بادشاه خِلاف بغاوت کړے دے.“ ۳۳بادشاه ډېر غمژن شو. د ښار په دروازه بره کوټې ته وختلو او ژړل يې او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما بچيه، زما زويه، ابى‌سلومه، ابى‌سلومه، زما زويه. کاش چې ستا په ځائ زۀ مړ وے، زما زويه. ابى‌سلومه، زما زويه.“