يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ اول کِتاب - څوارلسم باب

په يروشلم کښې د حضرت داؤد کارنامې

۱د صور بادشاه حيرام داؤد له پېغام وړُونکى ولېږل، هغۀ ورله د دِيار د لرګو سره د کاڼو، ګِلکارانو او ترکاڼانو بندوبست وکړو چې يو محل جوړ کړى. ۲نو داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړے دے او د خپلو خلقو په خاطر يې د هغۀ بادشاهۍ له برکت ورکړے دے. ۳هلته په يروشلم کښې داؤد نورې ښځې وادۀ کړې او نور زامن او لوڼه يې پېدا شوې. ۴د هغۀ دا بچى په يروشلم کښې پېدا شوى وُو: سموع، سوباب، ناتن، سليمان، ۵اِبحار، اليسوع، الفالط، ۶نجه، نفج، يفيع، ۷اليسمع، بعليدع او اليفلط.

په فلستيانو باندې فتح

۸کله چې فلستيان خبر شول چې هغه د بنى اِسرائيل په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ شوے دے، نو د هغوئ ټول لښکر د هغۀ د نيولو دپاره لاړو. او داؤد د هغوئ سره جنګ له روان شو. ۹فلستيان د رفائيم وادۍ ته رسېدلى وُو او لوټ مار يې شروع کړو. ۱۰داؤد د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”ما له په فلستيانو باندې حمله کول په کار دى څۀ؟ تۀ به ما له فتح راکړې؟“ مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”آو، حمله پرې وکړه. زۀ به تا له فتح درکړم.“ ۱۱نو داؤد په بعل‌پراضيم کښې په هغوئ باندې حمله وکړه او شکست يې ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”خُدائ پاک زۀ د سېلاب په شان استعمال کړے يم چې د دشمن لښکر په مخه يوسم.“ نو په دې وجه د هغه ځائ نوم بعل‌پراضيم دے. ۱۲کله چې فلستيان تښتېدل، نو هغوئ خپل بُتان د ځان نه وروستو پرېښودل او داؤد حُکم وکړو چې دا دې وسوزولے شى. ۱۳خو لږ وخت پس فلستيان وادۍ ته راواپس شول او لوټ مار يې شروع کړو. ۱۴داؤد يو ځل بيا د خُدائ پاک سره مشوره وکړه او خُدائ پاک جواب ورکړو، ”په هغوئ باندې د دې ځائ نه حمله مۀ کوه، خو ورله راتاو شه او د بل طرف نه ورباندې د حملې کولو تيارے وکړه، چرته چې د تُوت ونې دى. ۱۵کله چې د ونو په سرونو د تګ آواز واورې، نو بيا حمله وکړه، زۀ به ستاسو نه مخکښې د دې دپاره روان يم چې د فلستيانو لښکر له شکست ورکړم.“ ۱۶نو داؤد هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو او هغه د جبعون نه تر جزر پورې په فلستيانو پسې وو. ۱۷د داؤد شُهرت په هر ځائ کښې خور شو او مالِک خُدائ ټول قومونه د هغۀ نه يرول.