يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - دوه شپېتم باب

د صيون خلاصون

۱د صيون د خاطره به زۀ غلے نۀ کښېنم، د يروشلم د خاطره به زۀ تر هغې پورې آرام نۀ کوم چې د هغې صداقت د سحر د رڼا په شان ونۀ ځليږى او د هغې خلاصون د مشعل په شان ونۀ ځليږى. ۲قومونه به ستا صداقت ووينى، او ټول بادشاهان به ستا شان او شوکت وګورى. او تا ته به يو نوے نوم درکړے شى، يو داسې نوم چې مالِک خُدائ به په خپله خولۀ درباندې اېښے وى. ۳نو تۀ به د مالِک خُدائ په لاس کښې د شاندار تاج په شان يې او د خپل خُدائ پاک په لاس کښې به د شاهى پټکى په شان يې. ۴تا ته به بيا هيڅکله ”پرېښودلے شوے ښار“ نوم نۀ شى اخستلے، او نۀ به ستا زمکې ته ”خوشے مُلک“ نوم اخستلے شى. ستا نوے نوم به ”د خُدائ پاک د خوشحالۍ ښار“ او ”د خُدائ پاک ناوې“ وى، ځکه چې مالِک خُدائ ستا نه خوشحال دے او ستا نه به خپله ناوې جوړه کړى. ۵لکه څنګه چې يو زلمے يوې پېغلې سره وادۀ کوى، نو داسې به ستا زامن تا سره لوظ وکړى. لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د خپلې ناوې سره خوشحاله وى، نو داسې خُدائ پاک به ستا نه خوشحاله وى. ۶اے يروشلمه، ستا په دېوالونو ما څوکيداران ودرولى دى، هغوئ به شپه او ورځ مسلسل دُعا کوى. تاسو چې څوک مالِک خُدائ ته دُعا کوئ هيڅ آرام مۀ کوئ. ۷او مۀ مالِک خُدائ آرام ته پرېږدئ ترڅو چې هغۀ يروشلم قائم کړى نۀ وى او د دُنيا دپاره يې د فخر باعث جوړ کړى نۀ وى. ۸مالِک خُدائ په خپل ښى لاس او زورَور مټ باندې قسم خوړلے دے او لوظ يې کړے دے چې، ”زۀ به بيا ستا غله ستا په دشمنانو نۀ خوروم، او نۀ به محنت سره جوړ شوى ستا مے د پردى مُلک خلقو باندې څښوم. ۹خو چا چې دا غله رېبلې وى نو هغوئ به دا خورى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى. او چا چې دا انګور راټول کړى وى نو هغوئ به په خپله د دې شراب د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې وڅښى.“ ۱۰بهر لاړ شئ، د ښار دروازو نه بهر لاړ شئ. او چې کوم خلق واپس راځى نو د هغوئ دپاره يو سړک جوړ کړئ. يو لوئ سړک تيار کړئ، د دې نه کاڼى لرې کړئ. يوه جنډا ولګوئ چې قومونو ته پته لګى. ۱۱ګورئ، مالِک خُدائ ټولې دُنيا ته دا اعلان کوى، ”د صيون لور ته ووايئ چې ګورئ، ستاسو خلاصون راتلونکے دے. ګورئ، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے، او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.“ ۱۲هغوئ ته به ”مقدس خلق“ او ”د مالِک خُدائ بچ کړے شوى خلق“ نوم اخستلے شى. او يروشلم ته به ”غوره کړے شوے ښار،“ ”هغه ښار چې پرېښودے شوے نۀ وى“ نوم اخستلے شى.