يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او اتۀ څلوېښتم زبور

د مالِک خُدائ ثناء صِفت کول

۱د آسمانونو نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

د هغۀ ثناء صِفت په اوچتو آسمانونو کښې وکړئ.

۲د هغۀ ټولو فرښتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

ټولو آسمانى مخلوقاتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۳اے نمر او سپوږمۍ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

ټولو ځلېدونکو ستورو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۴اوچتو آسمانونو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

په آسمان کښې بره اوبو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

۵هغوئ ټول دې د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړى،

ځکه چې د هغۀ په حُکم دوئ پېدا شوى دى.

۶او هغوئ يې د تل دپاره په خپل ځايونو مقرر کړې دى،

او هغۀ ورته قانون مقرر کړو چې هيڅکله نۀ ختميږى.

۷د زمکې نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

اے د لويو سمندرونو مخلوقه او د ټولو سمندرونو لاندې بېخ کښې چې اوسېږئ.

۸برېښنا او ږلۍ، واورو او وريځو،

طوفانى بادونو چې تاسو د هغۀ حُکم منئ.

۹تاسو غرونو او ټولو غونډو،

مېوه دارو ونو او ټولو ديارونو.

۱۰ځنګلى ځناورو او ټولو څاروو،

ښوئېدونکې مخلوقه، او د هوا مارغانو،

۱۱د زمکې بادشاهانو او ټولو قومونو،

تاسو ټولو شهزادګانو او د دُنيا بادشاهانو،

۱۲اے ټولو ځوانانو او پېغلو،

بوډاګانو او ماشومانو.

۱۳ټول دې د مالِک خُدائ د نوم لوئى بيانوى،

ځکه چې صرف د هغۀ نوم لوئ دے،

او د هغۀ شان او شوکت په زمکې آسمانونو باندې دے.

۱۴هغۀ خپل قوم دپاره د فخر ښکر پورته کړے دے،

ترڅو د هغۀ ټول نېک او مقدس خلق د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى،

يعنې بنى اِسرائيل چې هغۀ ته نزدې دى.

د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.