يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل دوېم کِتاب - شپږم باب

د لوظ صندوق يروشلم ته راوړل

۱داؤد يو ځل بيا د بنى اِسرائيلو ښۀ فوجيان راغونډ کړل چې ټول دېرش زره سړى وُو، ۲او هغوئ يې په يهوداه کښې بعله ته بوتلل، چې د هغه ځائ نه د خُدائ پاک د لوظ صندوق راوړى چې دا صندوق د ربُ الافواج په نوم ياديږى، چې هغه د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې اوسيږى. ۳هغوئ دا په غرۀ باندې د ابينداب د کور نه واخستو او په يوه نوې ګاډۍ باندې يې کېښودو. د ابينداب زامنو عُزه او اخيو ګاډۍ روانه کړې وه، ۴اخيو ورسره مخکښې روان وو. ۵داؤد او ټول بنى اِسرائيليان ګډېدل او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره يې حمد‌و‌ثناء وئيله. هغوئ بينجو، رباب، تمبل، چمټې او د ساز لوښى غږول. ۶کله چې هغوئ د نکون درمند ته راغلل، نو غوَيى په غورزېدو شو او عُزه وروړاندې شو او د لوظ صندوق يې قابو کړو. ۷مالِک خُدائ، خُدائ پاک سمدستى عُزه ته په قهر شو او وې وژلو ځکه چې هغۀ په بې‌ادبۍ سره د لوظ صندوق له لاس وروړے وو. عُزه د لوظ صندوق په خوا کښې مړ شو، ۸نو تر ننه پورې د هغه ځائ نوم فارص‌عُزه دے. داؤد سخت خفه وو ځکه چې مالِک خُدائ په غصه کښې عُزه له سزا ورکړې وه. ۹داؤد د مالِک خُدائ نه ويرېدو او وې فرمائيل، ”زۀ اوس د لوظ صندوق ځان سره واپس څنګه يوسم؟“ ۱۰نو هغۀ دا فېصله وکړه چې هغه به دا د ځان سره يروشلم ته نۀ وړى، نو هغه د لارې نه واوړېدو او صندوق يې د عوبيد ادوم کور ته يوړو، چې هغه د جات د ښار وو. ۱۱هغه درې مياشتې هلته پروت وو او مالِک خُدائ عوبيد ادوم او د هغۀ خاندان له برکت ورکړو. ۱۲داؤد بادشاه خبر شو چې مالِک خُدائ د لوظ صندوق په وجه د عوبيد ادوم خاندان او د هغۀ هر څۀ له برکت ورکړے دے، نو هغۀ د عوبيد ادوم د کور نه د لوظ صندوق واخستلو چې د يو لوئ جشن سره يې يروشلم ته يوسى. ۱۳کومو سړو چې د لوظ صندوق وړلو هغه يو شپږ قدمه تلى وُو، داؤد هغوئ ودرول او په دې دوران کښې هغۀ مالِک خُدائ ته د يو غوَيى او د يو څورب سخى قربانى پېش کړه. ۱۴داؤد صِرف د لټې يو پېش بند اغوستے وو او د خپل ټول طاقت سره د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېدو. ۱۵نو هغۀ او ټولو بنى اِسرائيلو د چغو او د بيګل د آوازونو سره د لوظ صندوق يروشلم ته يوړو. ۱۶کله چې د لوظ صندوق ښار ته راروان وو، نو د ساؤل لور ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په وړاندې ګډيږى او ټوپونه وهى، نو هغې ته هغه سپک ښکاره شو. ۱۷هغوئ د مالِک خُدائ صندوق راوړو او په خېمه کښې يې په خپل ځائ باندې کېښودو چې داؤد ورله جوړ کړے وو. بيا هغۀ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. ۱۸کله چې هغۀ قربانۍ پېش کول ختم کړل نو هغۀ د ربُ الافواج په نوم باندې خلقو له برکت ورکړو ۱۹او په ټولو باندې يې خوراک تقسيم کړو. هغۀ د بنى اِسرائيلو هر يو سړى او ښځې له يوه يوه غټه ډوډۍ، څۀ کجورې او څۀ کشمش ورکړل. بيا هر يو کس کور ته لاړو. ۲۰کله چې داؤد خپل کور ته لاړو چې خپل خاندان له مبارکى ورکړى، نو ميکل مِلاوېدو دپاره ورله راووتله. هغې ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو بادشاه خو نن د ځان ښۀ درناوے کړے دے. هغۀ د خپلو درباريانو د وينځو په مخکښې د ليونى په شان خپل ځان بې‌پردې کړے دے.“ ۲۱داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ د مالِک خُدائ په مخکښې ګډېږم، چې هغۀ ستا د پلار او د هغۀ د خاندان په ځائ زۀ خوښ کړم او د خپلو بنى اِسرائيلو مشر يې جوړ کړم. نو ځکه زۀ به د مالِک خُدائ د درناوى دپاره ګډېږم، ۲۲او زۀ به خپل ځان نور هم سپکوم. ستا خيال به دا وى چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو د دې وينځو په خيال کښې به زۀ دروند يم.“ ۲۳نو د ساؤل د لور ميکل، تر مرګه پورې بچى نۀ وُو.