يوسفزئ
تاریخى

د بادشاهانو اول کِتاب - اتلسم باب

حضرت الياس او د بعل پېغمبران

۱نو څۀ موده وروستو، د اوچ کالۍ په درېم کال، د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، ”لاړ شه او د اخى‌اب بادشاه په مخکښې حاضر شه، نو زۀ به په زمکه باران راولېږم.“ ۲نو الياس روان شو. په سامريه کښې قحط ډېر زيات سخت وو، ۳نو اخى‌اب بادشاه عبدياه راوغوښتو چې هغه يې د محل مشر وو. او عبدياه د مالِک خُدائ ښۀ تابعدار وو، ۴او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو. ۵اخى‌اب عبدياه ته ووئيل، ”راځه چې په ټول مُلک کښې وګرځو او چينې او وادۍ وګورو، کېدے شى چې څۀ واښۀ پېدا شى او قچرې او آسونه پرې ژوندى وساتلے شُو نو زمونږ ټول ځناور به نۀ مړۀ کيږى. ۶نو زۀ به دېخوا لاړ شم او تۀ اخوا لاړ شه.“ او هغوئ دواړه په بېلو بېلو طرفونو روان شول. ۷کله چې عبدياه په لاره روان وو، نو ناڅاپه هغه د الياس سره مِلاو شو. هغه يې وپېژندو، د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”زما نېکه الياسه. دا په رښتيا تۀ يې؟“ ۸هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ يم، لاړ شه او خپل نېک يعنې بادشاه ته ووايه چې الياس دلته دے.“ ۹عبدياه ورته ووئيل، ”ما څۀ بد کړى دى چې تۀ مې اخى‌اب بادشاه ته حواله کوې چې هغه مې ووژنى؟ ۱۰زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخى‌اب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے. ۱۱او اوس تۀ ما ته وائې چې لاړ شم او خپل نېک ته ووايم چې الياس دلته دے؟ ۱۲خو چې څنګه زۀ لاړ شم نو د مالِک خُدائ روح به تا يو نامعلوم ځائ ته يوسى. بيا چې زۀ اخى‌اب ته ووايم چې تۀ دلته يې او هغه تا پېدا نۀ کړى، نو هغه به ما ووژنى، باوجود د دې چې زۀ د هلکوالى راسې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے يم. ۱۳زما نېکه، تا ته پته نشته څۀ چې کله ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل نو ما د هغوئ سل پېغمبران په دوو غارونو کښې پنځوس پنځوس پټ کړل او د خوراک او د اوبو بندوبست مې ورله وکړو؟ ۱۴نو تۀ ما له څنګه حُکم راکوې چې لاړ شم او بادشاه ته ووايم چې تۀ دلته يې؟ هغه به ما ووژنى.“ ۱۵الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى ربُ الافواج په نوم لوظ کوم د کوم چې زۀ خِدمت کوم چې زۀ به خپل ځان نن بادشاه ته پېش کړم.“ ۱۶نو عبدياه اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې ووئيل چې الياس راغلے دے. نو اخى‌اب د الياس سره مِلاوېدو له روان شو. ۱۷کله چې اخى‌اب هغه وليدو، نو اخى‌اب ورته ووئيل، ”د اِسرائيل د مُلک شريره، دا په رښتيا تۀ يې.“ ۱۸الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ شرير نۀ يم، بلکې تۀ او ستا د پلار خاندان شرير دے. تۀ د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى کوې او د بعل د بُتانو عبادت کوې. ۱۹اوس ټول اِسرائيل له حُکم ورکړه چې د کرمل په غر ما سره مِلاو شى. هغه څلور نيم سوه د بعل پېغمبران او څلور سوه د اشيرې بُت پېغمبران هم ورسره راوله چا چې د مَلِکه ايزبل نه خوراکونه کول.“ ۲۰نو اخى‌اب ټول اِسرائيليان او د بعل پېغمبران راغونډ کړل چې د کرمل په غر مِلاو شى. ۲۱الياس د خلقو په مخکښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې به تاسو په دوو عقيدو کښې ګډ وډ يئ؟ کۀ مالِک خُدائ، خُدائ پاک وى، نو هغۀ پسې روان شئ، خو کۀ بعل خُدائ وى، نو هغۀ پسې روان شئ.“ خو خلقو هيڅ هم ونۀ وئيل. ۲۲بيا الياس وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ په پېغمبرانو کښې صرف زۀ پاتې يم، خو د بعل پېغمبران څلور نيم سوه سړى دى. ۲۳دوه غوَيان راولئ، وړومبے دې د بعل پېغمبران خوښ کړى، حلال دې کړى، ټوټې ټوټې دې کړى او په لرګو باندې دې کېږدى، خو اور دې نۀ بلوى. او زۀ به د هغه بل غوَيى سره هم دغه شان وکړم. ۲۴نو تاسو خپل خُدائ ته سوال وکړئ او زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم او چې په جواب کښې کوم يو خُدائ اور راولېږى، نو هغه رښتونے خُدائ پاک دے.“ خلقو چغې کړې چې، ”تۀ ټيک وائې.“ ۲۵بيا الياس د بعل پېغمبرانو ته وفرمائيل، ”تاسو ډېر يئ نو ځکه، اول تاسو يو غوَيے بوځئ او تيار يې کړئ او خپل خُدائ ته سوال وکړئ، خو په لرګو اور مۀ بلوئ.“ ۲۶چې کوم غوَيے ورله راوستلے شوے وو نو هغوئ هغه بوتلو، تيار يې کړو او د سحر نه تر غرمې پورې يې بعل ته سوال کولو. هغوئ چغې وهلې، ”بعله، مونږ ته څۀ ووايه.“ خو هيڅ جواب نۀ راتلو. او چې کومه قربان‌ګاه يې جوړه کړې وه د هغې نه ګېرچاپېره ګډېدل. ۲۷د غرمې په وخت الياس ورپورې ټوقې شروع کړې، ”ښۀ په زوره چغې وهئ، ځکه چې هغه خُدائ دے. کېدے شى چې هغه د ورځې خوبونه وينى، يا په متيازو ناست وى، يا په سفر تلے وى. يا اودۀ وى، راويښ يې کړئ.“ ۲۸نو پېغمبرانو چغې نورې هم تېزې کړې او د خپل رسم په مطابق يې په چاکوانو او په نېزو خپل ځانونه دومره غوڅ کړل، چې په وينه لت پت شول. ۲۹هغوئ ټول مازيګر تر ماښامه پورې چغې وهلې او ګډې وډې يې وئيلې، خو څۀ جواب رانۀ غلو او هيڅ آواز وانۀ ورېدلے شو. ۳۰بيا الياس خلقو ته وفرمائيل، ”ما له نزدې راشئ.“ او هغوئ ټول ترې نه راغونډ شول. الياس د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه مرمت کول شروع کړل کومه چې راغورزولے شوې وه. ۳۱هغۀ د يعقوب د دولسو زامنو د قبيلو دپاره يو يو کاڼے واخستلو. يعقوب هغه څوک وو چې مالِک خُدائ د اِسرائيل نوم ورکړے وو. ۳۲د دې کاڼو سره هغۀ د مالِک خُدائ د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړه کړه. هغۀ د دې نه ګېرچاپېره يوه کنده وکنستله، دومره لويه چې تقريباً څوارلس ليټره اوبۀ په کښې راتلې. ۳۳بيا هغۀ لرګى په قربان‌ګاه باندې کېښودل، غوَيے يې ټوټې ټوټې کړو او په لرګو يې کېښودو. هغۀ وفرمائيل، ”دا څلور منګى د اوبو نه ډک کړئ او په نذرانه او لرګو باندې يې واچوئ.“ نو هغوئ هم داسې وکړل، ۳۴او هغۀ وفرمائيل، ”دا بيا وکړئ،“ نو هغوئ بيا داسې وکړل. هغۀ بيا وفرمائيل چې داسې يو ځل بيا وکړئ، نو هغوئ په درېم ځل هم داسې وکړل. ۳۵اوبۀ د قربان‌ګاه نه لاندې ګېرچاپېره وبهېدې او هغه کنده يې ډکه کړه. ۳۶د مازيګر نذرانې په وخت کښې الياس پېغمبر قربان‌ګاه ته نزدې شو او سوال يې وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدايه پاکه، نن دا ثابِته کړه چې تۀ د اِسرائيل خُدائ پاک يې او زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او دا هر څۀ ما ستا په حُکم کړى دى. ۳۷مالِکه خُدايه، زما سوال واوره، زما سوال واوره، نو چې دې خلقو ته پته ولګى چې تۀ، مالِک خُدائ، خُدائ پاک يې او تۀ د هغوئ زړونه ځان ته بيا را اړوې.“ ۳۸نو مالِک خُدائ اور نازل کړو او دې اور نذرانه، لرګى او کاڼى وسوزول، زمکه يې اوچه کړه او په هغه کنده کښې يې اوبۀ اوچې کړې. ۳۹کله چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ پړمخې په زمکې پرېوتل او وې وئيل، ”مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، صِرف مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے.“ ۴۰الياس حُکم وکړو، ”د بعل پېغمبران ونيسئ، چې يو هم درنه ونۀ تښتى.“ خلقو هغه ټول ونيول او الياس هغوئ لاندې قيسون سيند ته بوتلل او وې وژل.

د اوچ کالۍ ختمېدل

۴۱بيا الياس اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”اوس لاړ شه او خوراک څښاک وکړه. زۀ د يو دروند باران شور اورم چې راروان دے.“ ۴۲کله چې اخى‌اب د خوراک او څښاک دپاره لاړو، نو الياس د کرمل غرۀ سر ته وختلو، هلته هغه ټيټ شو او سر يې په زمکه ولګولو. ۴۳هغۀ خپل نوکر ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د سمندر طرف ته وګوره.“ نوکر لاړو او بيا راغلو او وې وئيل، ”ما خو هيڅ هم ونۀ ليدل.“ الياس اووۀ ځل هغۀ ته وفرمائيل چې لاړ شه او وګوره. ۴۴په اوؤم ځل هغه راواپس شو او وې وئيل، ”ما يوه وړه وريځ وليده چې د سړى د لاس برابره وه او د سمندر نه راروانه وه.“ الياس خپل نوکر له حُکم ورکړو، چې، ”اخى‌اب بادشاه له لاړ شه او هغۀ ته ووايه چې جنګى ګاډۍ تياره کړى، په کښې سور شى او کور ته زر راواپس شى ګنې باران به يې رايسار کړى.“ ۴۵په لږ وخت کښې آسمان په تکه توره وريځ باندې پټ شو، هوا راغله او ورسره دروند باران هم شروع شو. اخى‌اب په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يزرعيل ته واپس روان شو. ۴۶د مالِک خُدائ طاقت په الياس باندې راغلو، هغۀ خپله چُوغه په ملا پورې وتړله او تر يزرعيل پورې يې د اخى‌اب نه وړاندې منډې وهلې.