يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او يو دېرشم زبور

د حضرت داؤد يروشلم ته د ختلو سرود

۱زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه،

زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم،

او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.

۲خو ما خپل روح په آرام او خاموش کړو،

لکه څنګه چې د غېږې ماشوم د خپلې مور سره په آرام وى.

نو دغه شان زما روح به په ما کښې په آرام وى.

۳اے بنى اِسرائيلو په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ

د اوس نه تر ابده پورې.