يوسفزئ
د تورات شريف درېم کِتاب

د ليويانو کِتاب - لسم باب

د دوو اِمامانو وژلے کېدل

۱نو د هارون زامنو ندب او ابيهُو، هر يو خپل مجمر واخستلو او ژوندى سکارۀ يې په کښې واچول، خوشبوئى يې ورباندې واچوله او دا يې مالِک خُدائ ته پېش کړل. خو دا اور خُدائ پاک ته قبول نۀ وو، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له د دې د پېش کولو حُکم نۀ وو ورکړے. ۲نو ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې هغوئ وسوزول او مړۀ شول. ۳بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو. ۴موسىٰ ميسائيل او الصفن، د عُزى‌اېل زامن راوغوښتل، عُزى‌اېل د هارون ترۀ وو او موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”دلته راشئ او د خپل ترۀ د زامنو مړى د مقدسې خېمې نه يوسئ او د کېمپ نه بهر يې کېږدئ.“ ۵نو هغوئ راغلل او مړى يې د جامو نه ونيول او د خېمو نه بهر يې يوړل، هم هغه شان چې څنګه موسىٰ حُکم ورکړے وو. ۶بيا موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو اِلى‌عزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”خپل وېښتۀ ببر مۀ ساتئ او نۀ چې خپلې جامې وشلوئ چې ښکاره کړئ چې په غم غمژن يئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. او مالِک خُدائ به ټول قوم ته په قهر شى. خو نورو بنى اِسرائيلو ته اجازت دے چې په دې غم غمژن شى کوم مرګ چې د مالِک خُدائ د اور په وجه شوے دے. ۷د مقدسې خېمې د دروازې د خولې نه مۀ ځئ ګنې مړۀ به شئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ په تېلو غوړ کړے شوى يئ.“ نو هغوئ هم هغه شان وکړل چې څنګه موسىٰ فرمائيلى وُو.

د اِمامانو دپاره اصُول

۸نو مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ۹”د ميو يا د شرابو څښلو نه پس تۀ او ستا زامن زما د حضور مقدسې خېمې ته مۀ راځئ، کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. دا قانون د همېشه دپاره دے چې ستاسو ټول اولاد به پرې عمل کوى. ۱۰تاسو خامخا د هغه څيزونو په مينځ کښې فرق کوئ څۀ چې د خُدائ پاک دى يا څۀ چې د عام استعمال دپاره دى او د هغه څيزونو په مينځ کښې چې کوم پاک دى او کوم ناپاک دى. ۱۱تاسو بنى اِسرائيلو ته هغه ټول قانون وښايئ کوم چې ما د موسىٰ په ذريعه درکړے دے.“ ۱۲موسىٰ هارون او د هغۀ دوه پاتې شوو زامنو، اِلى‌عزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”د غلې هغه نذرانه واخلئ کومه چې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه پاتې شوې ده، پتيره روټۍ د دې سره پخه کړئ او د قربان‌ګاه په خوا کښې يې وخورئ، ځکه چې دا نذرانه ډېره مقدسه ده. ۱۳دا په مقدس ځائ کښې وخورئ، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه کښې ستا او ستا د زامنو حِصه ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے دے. ۱۴خو تاسو او ستاسو خاندان هغه سينه او پتُون خوړلے شئ کوم چې د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې او خاص برخې په توګه پېش کيږى. دا تاسو په يو پاک ځائ کښې خوړلے شئ. دا نذرانې تاسو او ستاسو بچو له د بنى اِسرائيلو د سلامتۍ د نذرانو د برخې نه درکړے شوې دى چې ستاسو شى. ۱۵هغه پتُون او سينه به په هغه وخت راوړے شى چې کله وازګه په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى. دا برخې به همېشه دپاره ستاسو او ستاسو د بچو وى، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“ ۱۶موسىٰ د ګناه نذرانې د چېلى په حقله تپوس وکړو او خبر شو چې هغه خو سوزولے شوے دے. په دې باندې هغه اِلى‌عزر او اِتمر ته په قهر شو او پوښتنه يې وکړه چې، ۱۷”د ګناه نذرانه تاسو په مقدس ځائ کښې ولې ونۀ خوړله؟ دا ډېره مقدسه ده او دا مالِک خُدائ تاسو له د دې دپاره درکړې ده چې د کفارې ادا کولو په ذريعه د مالِک خُدائ په نظر کښې د قوم ګناهونه لرې شى. ۱۸چې د دې وينه مقدسې خېمې ته وړلے شوې نۀ وې، نو تاسو له په کار وُو چې هغه قربانى مو هلته خوړلے، چې څنګه ما حُکم درکړے وو.“ ۱۹هارون په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ ما د ګناه نذرانه خوړلې وے، نو مالِک خُدائ به قبوله کړې وے څۀ؟ خلقو نن په خپله د ګناه نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړه او هغوئ خپله سوزېدونکې نذرانه هم راوړه، خو بيا هم دا مصيبتونه ما ته راپېښ شول.“ ۲۰چې کله موسىٰ دا واورېدل، نو د هغۀ تسلى وشوه.