يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - اتلسم باب

د يترو حضرت موسىٰ سره مِلاوېدل

۱د موسىٰ سخر يترو، څوک چې د ميديان اِمام وو، هغۀ د هغه هر څۀ په حقله واورېدل چې خُدائ پاک د موسىٰ او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو او چې مالِک خُدائ هغوئ څنګه د مِصر نه راويستلى وُو. ۲نو يترو موسىٰ له راغلو، د موسىٰ ښځه صفوره يې هم د ځان سره راوستله، کومه چې موسىٰ د خپلې سخرانې کره پرېښې وه، ۳او ورسره د هغې دوه زامن جيرسوم او اِلى‌عزر هم وُو. موسىٰ فرمائيلى وُو، ”زۀ په پردى مُلک کښې مسافر يم.“ نو ځکه هغۀ په يو زوئ جيرسوم نوم کېښودو. ۴هغۀ دا هم فرمائيلى وُو، ”زما د پلار خُدائ پاک زما مل وو او زۀ يې د مِصر د فِرعون نه بچ کړم چې هغۀ زۀ وژلم.“ نو ځکه هغۀ په بل زوئ اِلى‌عزر نوم کېښودو. ۵يترو د موسىٰ د ښځې او د هغې د دوو زامنو سره بيابان ته راغلو چرته چې موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته نزدې اوسېدو. ۶هغۀ موسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”زۀ ستا د ښځې او د دوو زامنو سره درروان يم،“ ۷نو موسىٰ هغۀ سره مِلاوېدو دپاره بهر لاړو، د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او ښُکل يې کړو. هغوئ د يو بل د خېر خېريت پوښتنه وکړه او بيا د موسىٰ خېمې ته دننه راغلل. ۸موسىٰ يترو ته هغه هر څۀ وفرمائيل کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو په خاطر په فِرعون او د مِصر په خلقو کړى وُو. هغۀ ته يې د هغه تکليفونو په حقله هم وفرمائيل کوم چې په لاره کښې دوئ ته پېښ شوى وُو او دا هم چې مالِک خُدائ دوئ څنګه بچ کړى وُو. ۹چې کله يترو دا هر څۀ واورېدل، نو هغه ډېر خوشحاله شو ۱۰او وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې هغۀ تاسو د فِرعون او د مِصر د خلقو نه بچ کړئ. د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې هغۀ خپل خلق د غلامۍ نه بچ کړل. ۱۱اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“ ۱۲بيا يترو يوه پوره سوزېدونکې قربانى پېش کړه او ورسره يې نورې قربانۍ هم راوړلې چې د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کړى، هارون او د بنى اِسرائيلو نور ټول مشران د يترو سره د خُدائ پاک حضور ته لاړل، چې د عبادت په شکل کښې د قربانۍ دغه روټۍ وخورى.

د قاضيانو مقرر کېدل

۱۳په بله ورځ موسىٰ د خلقو لانجې فېصله کولو ته کښېناستو او د سحر نه تر ماښامه پورې خلق ترې نه راتاو وُو. ۱۴چې کله يترو هغه هر څۀ وليدل کوم چې موسىٰ کول، نو هغۀ ترې تپوس وکړو، ”دا څۀ دى چې تۀ يې د خلقو دپاره کوې؟ تۀ دا کار يواځې ولې کوې، چې د سحر نه تر ماښامه پورې خلق د مشورې دپاره درنه راتاو وى؟“ ۱۵موسىٰ خپل سخر ته وفرمائيل، ”زۀ به خامخا داسې کوم ځکه چې خلق د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره ما له راځى. ۱۶چې کله د دوو کسانو په مينځ کښې لانجه وى، نو هغوئ ما له راشى او زۀ بيا دا ګورم چې کوم يو په حقه دے او کوم په ناحقه دے او زۀ دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه او شريعت ښايم.“ ۱۷يترو ورته ووئيل، ”تۀ دا کار په صحيح طريقه نۀ کوې. ۱۸تۀ او دا خلق به ځانونه ستړى کړئ. دا کار ستا دپاره ډېر مشکل دے، تۀ دا کار يواځې نۀ شې کولے. ۱۹زما خبره واوره زۀ به تا له يوه ښۀ مشوره درکړم او خُدائ پاک به ستا مل وى. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې تۀ د خلقو لانجې راوړې او د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کوې. ۲۰تۀ به دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه او شريعت ښائې او تۀ به دوئ ته د ژوند د تېرولو طريقه او هغه څۀ ښائې چې دوئ به يې کوى. ۲۱د دې نه علاوه، تۀ يو څو قابل کسان هم خوښ کړه او هغوئ په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو باندې مشران مقرر کړه. هغوئ دې داسې سړى وى چې د خُدائ پاک نه يريږى، چې اعتبارى وى او رشوت خوارۀ نۀ وى. ۲۲هغوئ دې همېشه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کوى. هغوئ به ټولې سختې لانجې تا له راوړى، خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کوى، نو ستا دپاره به آسانى جوړه شى او بوج به درنه کم شى. ۲۳کۀ تۀ هم هغه شان کوې چې څنګه خُدائ پاک حُکم درکړے دے، نو تۀ به دومره زيات ستړے کېږې هم نه او ټول خلق به په خېر سره خپل خپل کور ته ځى.“ ۲۴موسىٰ د يترو مشوره ومنله ۲۵نو هغۀ د ټولو بنى اِسرائيلو نه قابل خلق خوښ کړل. او هغوئ يې په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو مشران مقرر کړل. ۲۶هغوئ به په پخه توګه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کولو، هغوئ به ټولې سختې لانجې موسىٰ له راوړې خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کولې. ۲۷بيا موسىٰ يترو رُخصت کړو او يترو خپل مُلک ته واپس لاړو.