يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - دېرشم باب

د مِصر بې‌فائدې معاهدې

۱مالِک خُدائ فرمائيلى دى، ”اے باغيانو بچو په تاسو افسوس. ځکه چې تاسو په هغه منصوبو باندې کار کوئ چې کومې زما نۀ دى، او زما د مرضۍ خِلاف معاهدې کوئ او تاسو ګناهونو پسې ګناهونه کوئ. ۲تاسو زما د مشورې نه بغېر د مدد دپاره مِصر ته لاړئ. تاسو غوښتل چې مِصريان مو بچ کړى، نو په دې وجه تاسو د مِصر په فِرعون باندې يقين وکړو. ۳خو په فِرعون باندې اعتماد سره به تاسو رسوا شئ او په هغۀ باندې بهروسۍ سره به تاسو بې‌عزته شئ. ۴اګر چې د هغۀ آفسران ضُعن کښې دى او د هغۀ سفيران حنيس ته رسېدلى دى، ۵هغه ټول چې په هغۀ بهروسه کوى هغوئ به وشرميږى. او هغه به ستاسو مدد نۀ کوى بلکې په ځائ د دې به ستاسو بې‌عزتى وکړى.“ ۶د جنوبى صحرا د ځناورو په حقله د خُدائ پاک پېغام دا دے، هغه سفيران به په داسې خطرناک مُلک کښې سفر کوى، چرته چې ازمرى اوسيږى او چرته چې تور ماران او نور زهرژن ماران دى. هغوئ د يو داسې قوم دپاره خپل خرونه او اوښان د قيمتى تُحفو نه بار کړى دى څوک چې د دوئ هيڅ مدد نۀ شى کولے. ۷د مِصر نه چې کوم مدد ملاويږى نو هغه بې‌فائدې دے. نو ځکه ما په مِصر باندې يو بل نوم ”بې‌ضرره اژدها“ اېښے دے.

نافرمانه خلق

۸اوس لاړ شه او دا الفاظ په يو کِتاب کښې وليکه. چې دا د راروانو وختونو دپاره د تل دپاره يوه ګواهى شى. ۹ځکه چې دا قوم سرکش دے او دا همېشه دروغ وائى او د مالِک خُدائ تعليمات منلو ته تيار نۀ دى. ۱۰هغوئ رويا کتونکو ته وائى چې، ”تاسو روياګانې مۀ وينئ،“ پېغمبرانو ته وائى، ”مونږ ته د هغه څۀ په حقله خبرې مۀ کوئ چې څۀ حقيقت وى. مونږ ته د خوند خبرې کوئ، خېر دے کۀ هغه دروغ هم وى. ۱۱زمونږ د لارې نه اخوا شئ او زمونږ مخه مۀ نيسئ. مونږ ستاسو د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات په حقله اورېدل نۀ غواړُو.“ ۱۲ځکه خو د بنى اِسرائيلو مقدس ذات داسې فرمائى، ”زۀ چې څۀ درته وايم نو تاسو هغه رد کړئ او د ظلم زياتى او دوکې نه کار اخلئ. ۱۳دا ګناه به ستاسو دپاره د يو داسې اوچت دېوال په شان وى چې چاودے او کوږوالے پکښې راغلے وى او دېوال کينوى او بيا سمدستى يو درز سره زمکې ته راګزار شى. ۱۴دا ټوټې ټوټې شى د خټې د هغه لوښى په شان چې ټکړې ټکړې کړے شوى وى او د هغې يوه ټوټه به هم دومره نۀ وى چې په هغې کښې بل سکارۀ راواخستلے شى، يا په کښې د ډيګۍ نه اوبۀ راوويستلے شى.“ ۱۵قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ. ۱۶خو ستاسو منصوبه دا ده چې په تېزو آسونو باندې سوارۀ شئ او د خپل دشمن نه وتښتئ. تاسو صحيح يئ، ځکه چې تاسو به تښتئ. ستاسو خيال دا دے چې ستاسو آسونه ښۀ تېزه منډه وهلے شى، خو چې څوک درپسې وى نو هغوئ به ستاسو نه تېز وى. ۱۷کۀ ستاسو د دشمن يو فوجى دهمکى درکړى نو ستاسو زر کسان به منډې وهى، او کۀ پينځۀ سپاهيان دهمکى درکړى نو دا به ستاسو ټولو زغلولو دپاره کافى وى. او کۀ په آخر کښې څوک پاتې شى نو هغوئ به د غرۀ په سر باندې د جنډې د يو لرګى په شان يواځې وى. ۱۸خو مالِک خُدائ بيا هم په دې انتظار کښې دے چې په تاسو باندې رحم وکړى. هغه په تاسو باندې د رحم کولو دپاره تيار دے ځکه چې هغه وفادار خُدائ پاک دے. بختور دى هغوئ چې د هغۀ د مدد په انتظار کښې وى.

د خُدائ پاک خپلو خلقو له برکت ورکول

۱۹اے د يروشلم خلقو تاسو به نور نۀ ژاړئ. کله چې تاسو هغۀ ته د مدد دپاره فرياد وکړئ، نو هغه به خامخا په تاسو رحم وکړى او چې څنګه ستاسو دُعاګانې واورى نو جواب به درکړى. ۲۰اګر چې مالِک خُدائ به تاسو ته د تنګ لاس روټۍ او د تکليف اوبۀ درکړى، خو هغه به په خپله ستاسو اُستاذ وى او تاسو ته به نور د هغۀ د لټولو ضرورت نۀ پېښيږى. ۲۱کۀ تاسو د لارې نه ښى يا ګس طرف ته واوړئ، نو د وروستو نه به ستاسو لار ښودنه کيږى چې، ”دا لاره صحيح ده، په دې روان شئ.“ تاسو به په خپلو غوږونو دا اورئ. ۲۲نو بيا به تاسو خپل هغه بُتان چې په سرو زرو پټ وى او هغه بُتان چې په سپينو زرو پټ وى هغه به واخلئ او وايئ به چې، ”دا څۀ ګند دے.“ او بهر په ډيران به يې ګزار کړئ. ۲۳کله چې تاسو تخم وکَرئ، نو مالِک خُدائ به د دې شين کېدو دپاره باران راولېږى او د دې نه به تاسو ته ښۀ او زيات پېداوار مِلاو شى او ستاسو د څاروو دپاره به د څرن ښۀ ډېره زمکه وى. ۲۴کوم غوَيى او خرونه چې ستاسو په پټو کښې يوې کوى نو هغه به هم هغه خوراک کوى چې چج او درې غاښۍ سره صفا شوے وى. ۲۵په هغه ورځ کله چې ستاسو د دشمن قلعې قبضه شى او د هغوئ خلق ووژلے شى، نو د هر غرۀ نه او د هرې غونډۍ نه به د اوبو وَلې رابهيږى. ۲۶سپوږمۍ به د نمر په شان ځليږى او نمر به په اووۀ چنده زيات روښانه شى، دا به داسې وى لکه چې د اوو ورځو رڼا يو ځائ شى. دا به په هغه وخت کښې وشى کله چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو د هغه زخمونو مرهم پټۍ وکړى او هغه زخمونه ورله روغ کړى چې کوم زخمونه هغۀ ورکړى دى.

د خُدائ پاک اسور له سزا ورکول

۲۷وګورئ د مالِک خُدائ نوم د لرې ځائ نه راروان دے. هغه لوئ غضب او رُعب داب سره رانزدې کيږى. د هغۀ شونډې د غصې نه ريږدى، او د هغۀ وينا لکه د اور هر څۀ ايرې ايرې کوى. ۲۸د هغۀ ساه لکه د سېلاب په شان ده چې هر څۀ تر مرۍ مرۍ ډوبوى. هغه به مغروره قومونه د تباهۍ دپاره چاڼ کړى. هغه به دوئ قابو کړى او د بربادۍ په طرف به يې يوسى. ۲۹خو اے د خُدائ پاک خلقو، تاسو به خوشحاله يئ او داسې سندرې به وايئ لکه څنګه سندرې چې د مقدس اختر په شپه وئيلے شى. تاسو به د هغه خلقو په شان خوشحاله يئ کوم چې د مالِک خُدائ کور ته د شپېلۍ د ساز سره روان وى، چې هغه د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوونکے دے. ۳۰مالِک خُدائ به په هر يو کس باندې خپل پُرجلاله آواز واورى او د خپلې غصې زور به ورته وښائى. هلته به د اور لمبې، تندر، ږلۍ او دروند باران وى. ۳۱کله چې اسوريان د مالِک خُدائ آواز واورى او د هغۀ د سزا پته ورته ولګى نو هغوئ به ويريږى. ۳۲کله چې مالِک خُدائ هغوئ بار بار ووهى، نو د هغۀ خلق به هر ځلې د منګى او بينجو ساز ورسره غږوى. خُدائ پاک به پخپله د اسوريانو خِلاف جنګ کوى. ۳۳ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.