يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او شپږ څلوېښتم زبور

د مالِک خُدائ ابدى وفادارى

۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.

د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه، اے زما ځانه.

۲زۀ به په خپل ټول ژوند کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم،

او ترڅو چې زۀ ژوندے يم د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوم.

۳او په شهزادګانو توکل مۀ کوئ،

په فانى انسان توکل مۀ کوئ څوک چې خلاصون نۀ شى ورکولے.

۴کله چې ترې روح وځى نو خاورو سره خاورې شى،

او په هم هغه ورځ يې ټولې منصوبې خرابې شى.

۵بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى،

او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.

۶ځکه چې هغۀ آسمانونه او زمکه، سمندر او څۀ چې په کښې دى پېدا کړى دى

او هغه تل وفادار دے.

۷هغه په خپله د مظلومانو مقدمه چلوى،

او اوږى ته خوراک ورکوى.

مالِک خُدائ قېديان آزادوى.

۸مالِک خُدائ ړندو ته نظر ورکوى.

او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى،

مالِک خُدائ د صادقانو سره مينه کوى.

۹مالِک خُدائ د مسافرو خيال ساتى،

او يتيمانو او کونډو ته خوراک ورکوى،

خو هغه د بدعملو منصوبې او طريقې خرابوى.

۱۰مالِک خُدائ د تل دپاره بادشاهت کوى،

د ټولو نسلونو دپاره اے صيونه.

د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.