يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - دوه دېرشم باب

د اُردن نمرخاتۀ طرف ته قبيلې

۱د روبين او جاد قبيلې سره ډېر څاروى وُو. کله چې هغوئ وليدل چې د يعزير او جِلعاد زمکه د څاروو دپاره ښۀ وه، ۲نو هغوئ موسىٰ، اِلى‌عزر او د قوم نورو مشرانو له لاړل او ورته يې ووئيل، ۳‏-۴”مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو په کوم مُلک نيولو کښې مدد کړے وو په هغې کښې دا ښارونه وُو، عطاروت، ديبون، يعزير، نمراه، حسبون، اِلى‌عالى، سبام، نبو او بعون. دا زمکه د څاروو دپاره ښۀ ده او مونږ سره ډېر څاروى دى. ۵کۀ ستاسو خوښه وى نو مونږ له دا زمکه راکړئ چې زمونږ ميراث شى، ځکه چې مونږ ستاسو خِدمتګاران يُو او مونږ مۀ مجبوروئ چې لاړ شُو او د اُردن سيند نه پورې غاړه اوسيږو.“ ۶موسىٰ ورته وفرمائيل، ”ستاسو وروڼه اِسرائيليان جنګ له روان دى او تاسو دلته ايسارېږئ څۀ؟ ۷تاسو د بنى اِسرائيلو زړونه ولې راماتوئ چې د اُردن سيند نه پورې وځى او هغه مُلک ته ننوځى چې کوم مالِک خُدائ ورکړے دے؟ ۸دغه شان ستاسو پلار نيکۀ هم کړى وُو کله چې ما هغوئ د قادِس برنيع نه ولېږل چې هغه مُلک وګورى. ۹هغوئ د اسکال وادۍ پورې لاړل او هغه مُلک يې وليدو، خو چې کله هغوئ راواپس شول، نو هغوئ د بنى اِسرائيلو اراده بدله کړه چې هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو. ۱۰مالِک خُدائ په هغه ورځ په قهر وو او يو لوظ يې وکړو، ۱۱”دوئ زما په لاره روان نۀ دى، نو زۀ قسم کوم چې کوم خلق د مِصر نه راوتلى دى هغه يو سړے به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى چې د کوم مُلک لوظ ما د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره کړے وو. ۱۲خو صرف د يفُنه زوئ کالب قنزى او د نون زوئ يشوَع د زړۀ د اخلاصه په مالِک خُدائ پسې روان وُو.“ ۱۳مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر وو او څلوېښت کاله يې په بيابان کښې سرګردانه کړى وُو تر دې پورې چې هغه ټول نسل مړ شو چا چې مالِک خُدائ نارضا کړے وو. ۱۴او اوس تاسو د خپل پلار نيکۀ په ځائ يو نوې بد‌کاره نسل راغلى يئ چې د مالِک خُدائ سخت قهر په بنى اِسرائيلو باندې بيا راولئ. ۱۵د روبين او جاد خلقو کۀ تاسو د هغۀ د لارې نه واوړئ، نو هغه به يو ځل بيا دا ټول خلق په بيابان کښې پرېږدى او تاسو به د هغوئ د تباهۍ ذمه وار يئ.“ ۱۶هغوئ موسىٰ ته نزدې ورغلل او ورته يې ووئيل، ”اول، مونږ له اجازت راکړه چې دلته د خپلو ګډو دپاره شپول جوړ کړُو او د خپلو ښځو او ماشومانو دپاره ښارونه جوړ کړُو. ۱۷بيا به مونږ دې ته تيار يُو چې د خپلو بنى اِسرائيلو سره جنګ له لاړ شُو او حمله وکړُو تر دې پورې چې هغه مُلک ته يې بوځُو چې کوم به د هغوئ وى. نو په هغه دوران کښې به زمونږ ښځې او ماشومان په هغه پَخو ښارونو کښې اوسيږى، دا ښارونه به د هغه مُلک د خلقو نه د حِفاظت دپاره وى. ۱۸مونږ به تر هغه وخت پورې خپلو کورونو ته نۀ راواپس کيږُو چې نورو ټولو بنى اِسرائيلو ته هغه مُلک په ميراث کښې حواله شوے نۀ وى. ۱۹مونږ به د اُردن هغه غاړې نه د هغوئ هيڅ جائيداد هم نۀ اخلو، ځکه چې مونږ ته خپله حِصه دلته د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده.“ ۲۰موسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تاسو هم دغه شان کوئ چې څنګه وايئ، نو دلته د مالِک خُدائ په حضور کښې د جنګ دپاره تلو ته تيار شئ. ۲۱ستاسو د جنګ ټول سړى به د اُردن نه پورې وځى او د مالِک خُدائ د حُکم لاندې به زمونږ په دشمن حمله وکړى ترڅو چې مالِک خُدائ هغوئ له شکست ورکړى ۲۲او هغه مُلک ونيسى. بيا تاسو راواپس کېدے شئ، ځکه چې تاسو به د مالِک خُدائ او د خپلو بنى اِسرائيلو سره ذمه وارى پوره کړې وى. نو بيا د مالِک خُدائ په نظر کښې دا مُلک ستاسو دے. ۲۳خو کۀ تاسو خپله وعده پوره نۀ کړه، نو زۀ تاسو خبروم چې تاسو به د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړئ. چې دا غلطى ونۀ کړئ، ګنې تاسو ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى. ۲۴خپل ښارونه جوړ کړئ او د خپلو ګډو دپاره شپول جوړ کړئ، خو چې کومه وعده مو کړې وى هم هغه شان وکړئ.“ ۲۵د جاد او د روبين سړو ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه تۀ حُکم کوې. ۲۶زمونږ ښځې او ماشومان او زمونږ څاروى او ګډې به دلته د جِلعاد په ښار کښې پاتې شى. ۲۷خو د مالِک خُدائ د حُکم لاندې مونږ ټول تيار يُو چې جنګ له لاړ شُو. مونږ به د اُردن نه پورې واوړُو او جنګ به وکړُو، هم هغه شان چې څنګه تا وفرمائيل.“ ۲۸نو موسىٰ اِلى‌عزر، يشوَع او د بنى اِسرائيلو نورو مشرانو له دا حُکم ورکړو، ۲۹”کۀ د جاد او روبين سړى د اُردن نه پورې وځى چې هغوئ د مالِک خُدائ په حُکم باندې جنګ ته تيار دى او کۀ د هغوئ په مدد سره هغه مُلک فتح کړى، نو بيا هغوئ له د جِلعاد زمکه په ميراث کښې ورکړئ. ۳۰خو کۀ هغوئ د اُردن نه پورې نۀ وځى او ستاسو سره جنګ له لاړ شى، نو هغوئ ته به د زمکې خپله حِصه د کنعان په مُلک کښې ملاويږى، لکه څنګه چې تاسو ته ملاويږى.“ ۳۱د جاد او روبين کسانو ورته ووئيل، ”صاحِبه، مونږ به هم هغه شان وکړُو چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے. ۳۲د هغۀ د حُکم لاندې به مونږ د کنعان مُلک ته ورواوړُو او جنګ له به لاړ شُو، خو زمونږ ميراث به د اُردن هم دې غاړې ته وى.“ ۳۳نو موسىٰ د جاد او روبين او د منسى نيمې قبيلې ته د امورى بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج ټوله علاقه په حواله کړه، چې په کښې ښارونه او ګېرچاپېره مُلک هم وو. ۳۴د جاد قبيلې د ديبون، عطاروت او د عروعير پاخۀ ښارونه بيا جوړ کړل. ۳۵ورسره د عطروت، شوفان، يعزير، يګبها، ۳۶د بيت‌نِمره او د بيت‌هاران ښارونه هم جوړ کړل. د هغې ګېرچاپېره يې دېوالونه جوړ کړل او د خپلو رمو د ساتلو دپاره يې ځايونه هم جوړ کړل. ۳۷د روبين قبيلې دا ښارونه بيا جوړ کړل، حسبون، اِلى‌عالى، قِريَتائم، ۳۸نبو، بعل معون، (دا نومونه وروستو بدل کړے شول) او سبماه. هغوئ چې کوم ښارونه بيا جوړ کړل نو نوى نومونه ورباندې کېښودل. ۳۹د منسى زوئ مکير قبيلې د جِلعاد په مُلک حمله وکړه او هغه يې ونيولو او هلته چې کوم اموريان وُو هغه يې ترې نه وشړل. ۴۰نو موسىٰ د مکير قبيلې له جِلعاد ورکړو او هغوئ هلته اوسېدل. ۴۱د منسى قبيلې، يائير حمله وکړه او څۀ کلى يې ونيول او د ”يائير کلى“ نوم يې ورباندې کېښودو. ۴۲نوبح حمله وکړه او د قنات ښار او د دې کلى يې ونيول او خپل نوم ”نوبح“ يې پرې کېښودو.