يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - دوويشتم باب

۱کۀ تاسو وګورئ چې ستاسو د اِسرائيلى ورور غوا يا ګډې لار غلطه کړې وى، نو هغه هم داسې مۀ پرېږدئ، او خپل مالِک له يې واپس ورولئ. ۲خو کۀ د دې مالِک لرې اوسيږى يا کۀ تاسو ته پته نۀ وى چې دا د چا ده، نو د ځان سره يې خپل کور ته بوځئ. کله يې چې مالِک لټولو له راشى، نو هغۀ له يې ورکړئ. ۳کله چې تاسو خر، د کپړې ټُکړه، يا بل څۀ ومومئ چې ستاسو د اِسرائيلى ورور نه ورک شوې وى نو تاسو هم دغه شان کوئ. د چا سره مدد کولو نه لاس مۀ نيسئ. ۴کۀ ستاسو د اِسرائيلى ورور خر يا غوا په لاره کښې غورزېدلې وى، نو هغه هم داسې مۀ پرېږدئ، د هغه ځناور په پاڅولو کښې د هغۀ مدد وکړئ. ۵ښځې دې د سړو جامې نۀ اچوى او سړى دې د ښځو جامې نۀ اغوندى، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه خلقو نه کرکه کوى څوک چې داسې کارونه کوى. ۶کۀ چرې تاسو په يوه ونه کښې يا په زمکه باندې د مارغانو جاله ووينئ چې مرغۍ په هګو باندې يا د خپلو بچو سره ناسته وى، نو تاسو به دا مرغۍ نۀ رانيسئ. ۷تاسو د مرغو هغه واړۀ بچى رانيولے شئ، خو مرغۍ به يې پرېږدئ چې لاړه شى، نو تاسو به يو اوږد او خوشحاله ژوند تېر کړئ. ۸کله چې تاسو يو نوے کور جوړ کړئ، نو ګورئ چې د چت د غاړې نه ګېرچاپېره يو پړده‌وال ورله جوړ کړئ. کۀ څوک ترې نه راوغورزيږى او مړ شى نو ذمه وارى به يې ستاسو په غاړه نۀ وى. ۹کۀ په يو پټى کښې انګور وکَرئ نو بل څۀ فصل ورسره مۀ کَرئ ګنې دواړه به نۀ شئ خوړلے. ۱۰غوَيے او خر تاسو په يو جغ کښې د يوې کولو دپاره مۀ اچوئ. ۱۱داسې جامې مۀ اغوندئ چې په يو ځائ د تاو شوې وړۍ او د کتان نه جوړې وى. ۱۲د خپلو جامو په څلورو ګوټونو پورې د مزو زونډى وګنډئ.

بدنامه شوې ناوې

۱۳کۀ يو سړے يوه ښځه وادۀ کړى او ورسره څملى او وروستو يې هغه خوښه نۀ شى، ۱۴او د هغې خِلاف داسې دروغ ووائى چې ما وادۀ کړه خو چې کله ورسره څملاستم نو ما ته پته ولګېده چې هغه زما نه مخکښې د بل سړى سره ملاسته وه. ۱۵کۀ داسې وشى، نو د جينۍ مور او پلار دې د ښار مشرانو له د جرګې په وخت دا ثبوت راوړى چې هغه جينۍ هيڅکله هم د يو سړى سره نۀ وه ملاسته. ۱۶د هغې پلار به مشرانو ته ووائى، ”ما خپله لور دې سړى له ورکړه چې وادۀ يې کړى، خو اوس د هغۀ خوښه نۀ ده. ۱۷هغه د دې خِلاف دا دروغ وائى چې کله ما ورسره وادۀ وکړو نو هغه د مخکښې نه د بل سړى سره ملاسته وه خو ثبوت دا دے چې زما لور صفا وه، د وادۀ د کټ په څادر باندې تاسو د وينې دا داغونه وګورئ.“ ۱۸نو د ښار مشران به د هغې خاوند بوځى او سزا به ورکړى. ۱۹هغوئ دې هغه سل د سپينو زرو سيکې جرمانه هم کړى او پېسې دې د ښځې پلار له ورکړى، ځکه چې هغه سړى يوه اِسرائيلۍ ښځه رسوا کړې ده. د دې نه علاوه، هغه به يې ښځه هم وى او چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى هغې له طلاق نۀ شى ورکولے. ۲۰خو کۀ دا خبره رښتيا وى او دا ثبوت نۀ وى چې هغه پېغله پاتې شوې وه، ۲۱نو هغوئ به يې د هغې د پلار د کور دروازې خولې ته بوځى، او د ښار سړى به يې هلته سنګسار کړى چې مړه شى. هغې ستاسو خلقو په مينځ کښې يو د شرم نه ډک کار کړے دے چې د وادۀ نه مخکښې د بل سړى سره څملاستله، چې هغه لا د پلار په کور کښې وه. نو تاسو به په دې طريقې سره د خپل مينځ نه دا بدکارى ختمه کړئ. ۲۲کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره په زنا کولو ونيولے شى، نو هغوئ دواړه به وژلے شى، نو چې تاسو د اِسرائيل مُلک د دې بدکارۍ نه خلاص کړئ. ۲۳کۀ په يو ښار کښې يو سړے د داسې ښځې سره په زنا پورې ونيولے شى چې د هغې کوژدن د بل چا سره شوې وى، ۲۴نو تاسو هغوئ د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړۀ شى. ښځه دې ځکه مړه شى چې هغې د مدد دپاره چغې نۀ دى وهلې، اګر چې هغه په ښار کښې وه، کېدے شى چې هلته د هغې چغې اورېدلے شوې وے. او سړے دې ځکه مړ شى چې هغۀ د يوې داسې ښځې سره زنا کړې ده چې هغه کوژدن شوې وه. نو داسې به تاسو د دې ګند نه ځان خلاص کړئ. ۲۵فرض کړئ چې يو سړے په پټو کښې د يوې داسې ښځې بې‌عزتى وکړى چې د هغې کوژدن د بل چا سره شوې وى. نو صِرف هغه سړے به وژلے شى، ۲۶ښځې ته به هيڅ نۀ شى وئيلے، ځکه هغې داسې ګناه نۀ ده کړې چې د مرګ حقداره شى. دا هم هغه شان معامِله ده چې يو سړے په بل سړى باندې حمله وکړى او مړ يې کړى. ۲۷هغه سړى په پټو کښې د هغه کوژدن شوې ښځې سره په زبردستۍ زنا وکړه، اګر چې هغې د مدد چغې وهلې وې، خو هيڅ څوک هم نۀ وُو. ۲۸کۀ يو سړے د يوې داسې جينۍ سره په زبردستۍ زنا وکړى چې هغه کوژدن شوې نۀ وى، ۲۹نو هغه به د هغې پلار له پنځوس د سپينو زرو سيکې حق مهر ورکړى او هغه به يې ښځه شى، ځکه چې هغۀ په زور باندې د هغې سره زنا کړې ده. چې تر کومې پورې ژوندے وى نو هغې له طلاق نۀ شى ورکولے. ۳۰يو سړے دې هم د خپل پلار بې‌عزتى نۀ کوى چې د خپل پلار د ښځو نه د يوې سره څملى.