يوسفزی

زبور شريف

پوهه او شاعرى

واورئ
Pause
Sorry, no results.
Please try another keyword
  • نو هغه بختور دے او بختور به وى

    څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،

    په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،

    د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.

  • قومونه ولې په قهر شول

    او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟

    د دُنيا بادشاهان راپورته شول

    او حاکمان د مالِک خُدائ خلاف

    او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.

  • اے مالِکه خُدايه څومره ډېر دى دشمنان زما،

    څومره ډېر را‎پاڅېدلى دى خلاف زما.

    ډېر زما په حقله داسې وائى،

    ”هغه به خُدائ پاک نۀ بچ کوى.“

  • نو اوره زما سوال کله چې تا ته په ژړا يم،

    تۀ چې وائې زما په حقله خُدايه، زۀ چې بې‌ګناه يم.

    زما مشکل آسان کړه، مهربان شه سوال مې اوره.

  • اے مالِکه خُدايه زما خبرو ته غوږ شه،

    زما اسويلو ته توجو وکړه.

    زما د ژړا آواز د مدد دپاره واوره،

    زۀ تا ته سوال کومه زما خُدايه، زما بادشاه.

  • اے مالِکه خُدايه ما مۀ رټه په خپله غصه کښې

    ما ته قهر مۀ کوه زما په سمولو کښې.

    رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه،

    شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه.

  • اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، تۀ زما پناه يې،

    د هغه خلقو نه ما خلاص کړه او ما بچ کړه څوک چې راپسې دى،

  • اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه،

    ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم ‎‎دے،

    پاس په آسمانونو کښې ‎دې خپل جلال جوړ کړے دے.

  • زۀ به د خپل ټول زړۀ نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم،

    زۀ به ستا ټول عجيبه کارونه بيان کړم.

  • اے مالِکه خُدايه، تۀ زما نه ولې لرې ودرېږې؟

    په وخت د مصيبت کښې تۀ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟

  • زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم.

    تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،

  • اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مددګار شه،

    په تېزۍ سره پناه کيږى ستا نېک بنيادمان،

    ستا وفاداران دى د دې زمکې نه روان.

  • اے مالِکه خُدايه، تر کومه به تۀ ما هېروې؟

    تر ابده پورې

    تر کومه به تۀ بل خوا ته ګورې؟

  • ”نشته دے خُدائ،“ په خپل زړۀ کښې وائى کم عقلان،

    دوئ دى فاسدان ښۀ عمل يې نشته يو هم داسې نشته چې وى نېکان.

  • څوک مالِکه خُدايه ستا مقدس کور کښې عبادت ته داخلېدے شى؟

    ستا په مقدس غر څوک ستا حضور کښې اوسېدے شى؟

  • اے پاکه خُدايه، ما وساته په خپل امان،

    پناه مې راوړه تا ته او شه مې نګهبان.

    ما ووئيل مالِک خُدائ ته، ”تۀ زما مالِک يې،

    زما دغه ټول برکتونه او ښېګړې له تا نه دى.“

  • اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره،

    زما د مدد کولو فريادونه واوره.

    زما دُعا ته ورکړه پاملرنه،

    په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.

  • اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.

    مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما،

    زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے.

  • آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى،

    خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.

  • په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى،

    د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى.

  • مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى.

    ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى.

  • اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟

    تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟

  • مالِک خُدائ دے شپون زما،

    نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.

  • دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى،

    دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.

  • زما مالِکه خُدايه، زۀ دُعا غواړم له تا،

    اے زما پاکه خُدايه، زۀ توکل کوم په تا.

    ما شرمنده کېدو نه بچ کړه،

    مۀ پرېږده چې دشمنان کامياب شى په ما.

  • اے مالِکه خُدايه، زما د بې‌ګناهۍ په حقله تاسو فېصله وکړئ،

    ځکه چې ما تل نېکى کړې ده،

    ما په مالِک خُدائ بې‌شکه باور کړے دے.

  • مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا

    نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟

    او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه

    نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟

  • زۀ تا ته زارى کومه، اے مالِکه خُدايه زما حفاظت کوونکيه،

    خپل غوږونه دې په ما مۀ کڼوه.

    کۀ چرې تۀ پاتې شې خاموشه،

    زۀ به هم د هغه چا په شان شم چې روان وى قبرستان ته.

  • اے د آسمان مخلوقه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

    د مالِک خُدائ د جلال او د طاقت ثناء صِفت وکړئ.

  • اے مالِکه خُدايه ستا ثناء صِفت بيانوم، ځکه چې تا زۀ بچ کړم،

    زۀ دې د دشمنانو د مسخرو نۀ کړم.

  • اے مالِکه خُدايه، زۀ تا له د پناه دپاره راغلے يم،

    ما بچ کړه چې زۀ ونۀ شرمېږم.

    په خپل عدالت کښې دې ما له خلاصون راکړه.

  • نو څومره بختور هغه کس دے

    د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى

    او څوک چې په خپل ژوند کښې ټګى نۀ کړى.

  • اے صادقانو، مالِک خُدائ ته د خوشحالۍ سندرې ووايئ،

    دا د صادقانو دپاره ښۀ دى چې د هغۀ ثناء ووائى.

  • هر وخت به زۀ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم،

    زۀ به په خپله ژبه ټول عمر د هغۀ ثناء صِفت کوم.

    په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى،

    بې‌وسه خلق دې خوشحالى کوى.

  • اے مالِکه خُدايه، د هغوئ مخالفت وکړه، څوک چې زما مخالفت کوى،

    هغوئ سره جنګ وکړه څوک چې زما خلاف جنګ کوى.

  • د ګناه وهم بدکارو ته په زړۀ کښې لمسون کوى.

    هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.

  • د بدکارانو په حقله ځان مۀ پرېشانوه،

    او د ګناهګارانو کارونو ته نيت مۀ بدوه.

    ځکه دوئ به اوچ شى د واښو په شان،

    او شى به مړاوى د بوټو شنو په شان.

  • اے مالِکه خُدايه، په خپل قهر کښې ما مۀ رټه

    تۀ په خپله غصه کښې سزا ما ته مۀ راکوه.

  • ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم

    نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم،

    ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى

    زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“

  • په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو،

    او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو.

    هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم،

    او د لمدو خټو نه يې راوويستم.

  • بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى،

    کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.

  • څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى،

    داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى.

  • اے پاکه خُدايه، ما بې‌ګناه وګرځوه،

    د بې‌ايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه،

    خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.

  • اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى،

    زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى،

    کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه

    يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.

  • زړۀ کښې مې وګرځېدله څۀ ښکلې شان خبره

    د بادشاه په حقله زۀ وايم ښۀ غوندې سندره،

    د ماهر ليکوال په شان قلم دے زما ژبه.

  • خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے،

    په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.

    نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى،

  • اے ټولو خلقو لاسونه ووهئ،

    او د خوشحالۍ سرود په اوچت آواز سره ووايئ.

  • مالِک خُدائ لوئ دے، او د ثناء صِفت لائق دے،

    زمونږ د خُدائ په ښار، يعنې مقدس غر کښې.

  • اے قومونو تاسو ټول دا واورئ،

    څوک چې په دُنيا کښې اوسېږئ ما ته غوږ ونيسئ،

    خاصو او عامو، مالدارو او غريبانو واورئ،

  • قادر مطلق خُدائ، مالِک خُدائ د زمکې خلقو ته حُکم وکړو،

    او د مشرق نه تر مغرب پورې د زمکې خلق يې راوغوښتل

  • د خپل رحم په مطابق دې په ما مهربان شه خُدايه،

    او د خپلې ازلى مينې په وجه دې په ما رحم وکړه،

    د خپل لوئ رحم په مطابق دې زما ګناهونه ختم کړه.

  • تۀ ولې په خپلو بدو فخر کوې زورَوره؟

    ولې تۀ خبر نۀ يې چې د خُدائ مينه وى د تل دپاره؟

  • کم عقلان په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“

    دوئ په بدو اخته شول او بدعمله دى،

    تر دې چې يو هم نشته چې نېک وى.

  • په خپل نوم سره دې ما ته خلاصون راکړه خُدايه،

    په خپل قدرت سره دې زما بې‌ګناهى ثابته کړه.

  • اے پاکه خُدايه، واوره سوال زما،

    ځان مۀ غلے کوه په سوال زارۍ زما.

  • اے پاکه خُدايه، په ما رحم وکړه، خلق راپسې شوى دى،

    ټوله ورځ دشمنان په ما باندې سختې حملې کوى.

  • رحم په ما وکړه، پاکه خُدايه، رحم غواړم،

    او تا له درځمه او زۀ ستا نه امان غواړم.

    ستا د وزرو په سورى کښې پناه غواړم

    ترڅو چې خطرناک طوفان تير شى.

  • بادشاهانو تاسو کله هم په رښتيا ښې فېصلې کړې دى څۀ؟

    تاسو د خلقو عدالت په اِنصاف کوئ څۀ؟

  • ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، پاکه خُدايه،

    څوک چې زما خلاف حملې کوى ما د هغوئ نه بچ کړه.

  • تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه.

    مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه.

  • اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره،

    او زما دُعا ته غوږ ونيسه.

  • زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى،

    ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے.

  • اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې.

    د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم،

    روح او زما ځان ستا تږے دے،

    لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.

  • اے پاکه خُدايه، زما آواز تۀ واوره،

    زما ژوند د دشمنانو د يرې نه وساته.

  • په صيون کښې، پاکه خُدايه، تۀ د ثناء صِفت لائق يې.

    منښتې به هم تا ته وړاندې کيږى

  • اے د ټولې دُنيا خلقو خوشحالى وکړئ.

    خُدائ پاک ته د خوشحالۍ نعرې ووهئ.

  • خُدائ پاک دې په مونږ مهربانه شى او مونږ ته دې برکت راکړى،

    او په مونږ دې د خپل مخ نُور وځلوى.

    او په ټوله دُنيا کښې دې ستا لارې وپېژندلے شى،

    ستا د خلاصون نه دې ټول قومونه خبر شى.

  • اے پاکه خُدايه، ما بچ کړه،

    ځکه چې سېلاب مې تر مرۍ رارسېدلے دے.

  • اے پاکه خُدايه، ما بچ کړه،

    ځکه چې سېلاب مې تر مرۍ رارسېدلے دے.

  • پاکه خُدايه، ما ته خلاصون راکړه،

    مالِکه خُدايه، زر راشه، او زما مدد وکړه.

    هغوئ څوک چې زما د مړ کولو کوشش کوى،

    هغوئ دې شرمنده او سرګردانه شى،

  • زما مالِکه خُدايه ستا پناه له راغلے يم،

    ما مۀ پرېږده چې په شرم وشرمېږم،

  • اے خُدايه پاکه، د اِنصاف دپاره بادشاه له همت ورکړه،

    او د بادشاه زوئ له صداقت ورکړه.

  • خُدائ پاک بې‌شکه د بنى اِسرائيلو سره ښۀ دے،

    او د چا زړونه چې صفا وى د هغوئ سره ښۀ دے.

  • اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟

    ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟

  • مونږ پاکه خُدايه ستا شُکر کوُو،

    مونږ شُکر کوُو چې ستا نوم نزدې دے،

    او خلق ستا د عجيبه کارونو په حقله خبرې کوى.

واورئ
Pause
Sorry, no results.
Please try another keyword
  • خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے،

    د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے.

  • ما د مدد دپاره خُدائ پاک ته ژړا وکړه،

    ما ژړا وکړه خُدائ پاک ته چې زما واوره.

  • اے زما خلقو زما تعليم ته غوږ ونيسئ،

    زما د خولې خبرو ته غوږ ونيسئ.

  • اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے،

    هغوئ ستا د مقدس کور بې‌حرمتى وکړه

    او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے.

  • اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره،

    تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه،

    تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه

  • خُدائ پاک ته د خوشحالۍ حمدونه ووايئ څوک چې زمونږ زور دے،

    د يعقوب پاک خُدائ ته سندرې ووايئ

  • خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے،

    او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى

    ”ترڅو پورې به تاسو په بې‌اِنصافۍ سره فېصلې کوئ،

    ترڅو پورې به تاسو د بدکارو طرفدارے کوئ؟

    ،

  • پاکه خُدايه چپ مۀ پاتې کېږه،

    پاکه خُدايه مۀ غلے کېږه مۀ چپ کېږه.

  • ستا د اوسېدو ځائ څومره ښکلے دے،

    اے مالِکه ربُ الافواجه خُدايه،

  • اے مالِکه خُدايه، تا خپل برکت په خپل مُلک باندې وکړو،

    او تا دوباره د يعقوب خوش قسمتى بحال کړه.

  • اے مالِکه خُدايه، سوال مې واوره، او قبول يې کړه،

    ځکه چې زۀ غريب او حاجتمند يم.

  • هغۀ د ښار بنياد په مقدس غر باندې لګولے دے.

  • اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکى پاکه خُدايه،

    شپه او ورځ ستا په وړاندې ژړا کوم.

  • زۀ به د تل دپاره د مالِک خُدائ د ابدى مينې سندرې وايم،

    او ستا د وفادارۍ په حقله به وړو او زړو ته ووايم.

  • اے مالِکه او پاکه خُدايه، تۀ همېشه زمونږ د اوسېدو ځائ يې،

    نسل در نسله پورې يې.

  • هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى،

    هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.

  • دا ښۀ خبره ده چې ستا ثناء صِفت وکړُو مالِکه خُدايه،

    او په حمدونو کښې ستا د نوم ستائينه وکړُو خُدائ تعالىٰ.

  • مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده،

    او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده.

  • اے مالِکه خُدايه، بدله اخستونکى، پاکه خُدايه،

    بدله اخستونکى پاکه خُدايه خپل جلال دې وځلوه.

  • راځئ، چې مالِک خُدائ ته حمد و ثناء ووايو،

    راځئ چې د خوشحالۍ نعرې زمونږ د خلاصون ګټ ته ووايو.

  • مالِک خُدائ ته يوه نوې سندره ووايئ،

    اے ټولې دُنيا مالِک خُدائ ته سرود ووايئ.

  • مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى،

    او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى.

  • سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ،

    ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى،

    د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.

  • مالِک خُدائ بادشاه دے،

    د دُنيا قومونه دې په لړزان شى.

    هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے،

    نو زمکه دې په لړزېدو شى.

  • اے د دُنيا خلقو، د خوشحالۍ نعرې مالِک خُدائ ته ووهئ،

  • زۀ به ستا د مينې او اِنصاف سرود ووايم،

    او زۀ به تا ته مالِک خُدايه د ثناء سرود ووايم.

  • اے مالِکه خُدايه، سوال قبول کړه زما،

    تا ته دې سوال زارى درورسيږى زما.

  • اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه،

    اے زما ټول ځانه، د مالِک خُدائ د مقدس نوم ثناء ووايه.

  • اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.

    اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه،

    تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.

  • د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، او د هغۀ نوم واخلئ،

    کوم کارونه چې هغۀ کړى دى قومونه ترې خبر کړئ.

  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ

    ځکه چې هغه ښۀ دے، د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ.

    د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.

  • د مالِک خُدائ شُکر کوئ، ځکه چې هغه ډېر ښۀ دے،

    او د هغۀ مينه تر ابده ‎پاتې کيږى.

  • اے مالِکه خُدايه، زما زړۀ په تا مضبوط دے،

    زۀ به په خپل ټول ځان سره ستا حمد او سرود وايم.

  • اے پاکه خُدايه، د چا چې زۀ ثناء صِفت کوم،

    تۀ خاموشه مۀ پاتې کېږه،

  • مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه

    ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“

  • د خُدائ ثناء ووايئ.

    زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم،

    کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم.

  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى،

    بختور دى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى،

    او څوک چې د هغۀ په حُکمونو په عمل کولو ډېر خوشحاله وى.

  • مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.

    اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

    او د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ.

  • کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه بهر راووتل،

    او د يعقوب خاندان چې د پردى مُلک نه راووتل،

  • مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى،

    ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.

  • د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده،

    هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده.

  • اے ټولو قومونو د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

    اے ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيان کړئ.

  • د مالِک خُدائ شُکر وباسئ ځکه چې هغه ښۀ دے،

    د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.

  • بختور دى هغوئ د چا کارونه چې بې‌داغه وى

    څوک چې د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق چليږى.

  • ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى.

    چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟

  • ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى.

    چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟

  • ما به د هغوئ سره خوشحالى کوله

    چا چې به ما ته وئيل، ”راځئ چې د مالِک خُدائ کور ته ځو.“

  • ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى،

    تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے.

  • کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے،

    نو بنى اِسرائيل دې داسې وائى

  • هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى،

    کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.

  • کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل،

    مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى.

  • ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى،

    د هغې د جوړونکى محنت بې‌کاره دے.

    ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى،

    د هغې چوکيداران بې‌کاره ولاړ وى.

  • بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى،

    او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى.

  • ”هغوئ د ماشوموالى نه په ما باندې ډېر زياتے کړے دے،“

    بنى اِسرائيل پرېږده چې داسې ووائى.

  • اے مالِکه خُدايه، لاندې د ژورې نه تا ته ژړا کومه،

  • زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه،

    زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم،

    او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.

  • اے مالِکه خُدايه داؤد ياد ساته

    او ټول هغه کړاونه کوم چې هغۀ وزغمل ياد ساته.

  • څومره ښۀ او د مزې خبره ده

    کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.

  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ اے د مالِک خُدائ ټولو خِدمتګارانو،

    څوک چې د شپې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوئ.

  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

    د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ،

    اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو تاسو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،

  • د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے.

    د هغۀ مينه ابدى ده.

  • نو مونږ د بابل د سيند په غاړه کښېناستلو او ومو ژړل،

    هرکله چې صيون مونږ ته به راپه ياد شو.

  • زۀ به د زړۀ د اخلاصه، ستا ثناء صِفت وکړم، اے مالِکه خُدايه،

    او د نورو معبودانو په وړاندې به زۀ ستا د شُکر ګزارۍ سندرې ووايم.

  • اے مالِکه خُدايه، تا زۀ معلوم کړے يم

    او تۀ ما پېژنې.

  • اے مالِکه خُدايه، د بدکارانو نه ما بچ کړه،

    او د ظالمانو انسانانو نه ما وساته،

  • اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال زارى کومه ما له زر راشه،

    زما آواز اوره کله چې زۀ درته سوال کوم.

  • زۀ په زوره مالِک خُدائ ته ‎ژړا کوم،

    او ما د رحم دپاره مالِک خُدائ ته آواز وکړو.

  • اے مالِکه خُدايه، زما دُعا واوره،

    زما ژړا ته د رحم دپاره غوږ ونيسه،

    په خپله وفادارۍ او صداقت سره دې زما مدد دپاره راشه.

  • مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې زما ګټ دے،

    څوک چې زما لاسونه د جنګ دپاره تياروى،

    او زما ګوتې د جنګ دپاره تياروى.

  • اے زما پاکه خُدايه، بادشاه، زۀ به ستا لوئى بيانوم،

    او زۀ به د تل دپاره ستا د نوم ثناء صِفت کوم.

  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.

    د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه، اے زما ځانه.

  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.

    دا څومره ښه ده چې مونږ د خپل خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو،

    او څومره د خوښې خبره ده چې مونږ د هغۀ ثناء وکړُو.

  • د آسمانونو نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ،

    د هغۀ ثناء صِفت په اوچتو آسمانونو کښې وکړئ.

  • د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ.

    مالِک خُدائ ته يو نوے سرود ووايئ،

    د هغۀ ثناء صِفت د هغۀ د مؤمنانو په ډله کښې بيان کړئ.

  • د مالِک خُدائ ثناء ووايئ.

    د هغۀ په مقدس ځائ کښې د هغۀ ثناء ووايئ،

    د هغۀ په زورَور آسمان کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.