يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو کم اويايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د نيلوفر د ګل د ساز په مطابق، چې حضرت داؤد ليکلے وو

د مدد غوښتلو دپاره دُعا

۱اے پاکه خُدايه، ما بچ کړه،

ځکه چې سېلاب مې تر مرۍ رارسېدلے دے.

۲زما د پښو دپاره کلکه زمکه نشته خټو کښې ډوبېږم

په ژورو اوبو کښې سېلاب راګېر کړے يم ډوبېږم.

۳مرۍ مې وُچه شوه په چغو ستړے شوم،

خُدائ ته په انتظار کولو مې نظر کم شو.

۴څوک چې ما نه نفرت کوى زما د سر وېښتو نه زيات دى.

هغوئ بې‌سببه ما سره دشمنى کوى او چې ما ختمول غواړى ډېر دى.

هغوئ رانه هغه څۀ واپس غواړى چې مې پټ کړى نۀ دى.

۵اے پاکه خُدايه، تا ته پته ده چې زۀ څومره بې‌وقوفه يم،

او ستا نه پټ نۀ دى زما ګناهونه.

۶اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه څوک چې په تا باندې توکل کوى،

هغوئ دې زما په وجه شرمنده نۀ شى څوک چې ستا لټون کوى.

اے د بنى اِسرائيل خُدايه، هغوئ دې زما په وجه شرمنده نۀ شى.

۷ستا دپاره ما د خلقو سپکاوے برداشت کړو

او د شرم په وجه ما خپل سر ښکته کړو.

۸تر دې چې خپلو وروڼو راته د پردو نظر وکړو،

او زۀ په خپلو وروڼو کښې پردے شوم.

۹ستا د کور غېرت دپاره زۀ وسوزېدم،

څوک چې تا سپکوى د هغوئ سپکوالے زۀ برداشت کوم.

۱۰کله چې زۀ ژاړم او روژه ونيسم،

نو دوئ په ما پورې خندا کوى.

۱۱کله چې زۀ د ټاټ جامې واچوم

نو دوئ په ما پورې خندا کوى.

۱۲په لارو کوڅو کښې ما پورې ټوقې کوى،

شرابيان مې په بې‌عزتۍ سره په سندرو کښې يادوى.

۱۳خو مالِکه خُدايه، په مناسب وخت کښې دې زما دُعا واوره،

په خپله لويه مينه کښې دې زما د خلاصون سوال قبول کړه.

۱۴ما په خټو کښې د ډوبېدو نه بچ کړه،

څوک چې رانه نفرت کوى د هغوئ نه ما بچ کړه،

او د ژورو اوبو نه مې رابهر کړه.

۱۵زما د سر دپاسه سېلاب تېرېدو ته مۀ پرېږده،

په اوبو کښې ډوبېدو ته مې مۀ پرېږده،

او لحد ته غورزېدو ته مې مۀ پرېږده.

۱۶اے مالِکه خُدايه، د خپلې ابدى مينې په نېکۍ کښې دې زما سوال قبول کړه،

او په خپله لويه مهربانۍ کښې دې ما ته خپل مخ راواړوه.

۱۷د خپل بنده نه دې مخ مۀ پټوه،

په سختۍ کښې راګېر يمه دُعا مې زر قبوله کړه.

۱۸ما له نزدې راشه او په قيمت مې واخله،

ما د خپلو دشمنانو د لاس نه خلاص کړه.

۱۹تا ته پته ده چې زۀ څومره بې‌عزته شوم او څومره وشرمولے شوم،

زما ټول دشمنان ستا په وړاندې دى.

۲۰ډېرې بې‌عزتۍ مې زړۀ مات کړے دے نااُميده يم،

څوک نۀ وُو چې په ما يې رحم کړے وے، يو هم نۀ وو،

څوک نۀ وُو چې ما له يې تسلى راکړے وے، يو هم نۀ وو.

۲۱د روټۍ په ځائ يې زهر راله راکړل،

د اوبو په ځائ سرکه يې راله راکړه.

۲۲د هغوئ دسترخوان دې د هغوئ دپاره جال او دام شى،

او د هغوئ مال دولت دې ورته دام وګرځى.

۲۳سترګې يې ړندې کړه چې هغوئ ونۀ وينى،

او د هغوئ ملاګانې دې د تل دپاره ټيټې شى.

۲۴تۀ دې خپل قهر په هغوئ نازل کړه،

او ستا هيبتناکه غصه دې هغوئ راګېر کړى.

۲۵د هغوئ کورونه دې وران شى،

د هغوئ په خېمو کښې دې د اوسېدو هيڅ څوک پاتې نۀ شى.

۲۶چا له چې تا سزا ورکړه په هغوئ ظلم کوى،

او ورله په زخمونو باندې مالګې دوړه وى.

۲۷هغوئ سره د ټولو ګناهونو ذره ذره حساب وکړه،

او په خپل خلاصون کښې ورته برخه مۀ ورکوه.

۲۸د هغوئ نومونه دې د ژوندون د کِتاب نه لرې شى،

د صادقانو په شمېر کښې دې حساب نۀ شى.

۲۹په درد کښې يم او په ما باندې سختى ده،

اے پاکه خُدايه، په خپل خلاصون دې ما بچ کړه.

۳۰زۀ به د خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړم،

په شُکر ګزارۍ سره به د هغۀ عزت وکړم.

۳۱دا به مالِک خُدائ د غوَيى د قربانۍ نه زيات خوشحاله کړى،

د دې نه زيات چې پوره غوَيے ورته د ښکرونو او سومونو سره وړاندې کړى.

۳۲مظلومان چې دا ووينى نو ډېر به خوشحاله شى،

څوک چې د خُدائ پاک لټون کوى نو هغوئ به هم ډاډه شى.

۳۳ځکه چې د مظلومانو ژړا مالِک خُدائ په خپله اورى،

او هغه کله هم خپل قېديان نۀ هېروى.

۳۴اے زمکې او آسمانه د خُدائ ثناء ووايئ،

سمندرونو او هر څۀ چې په کښې ګرځى.

۳۵خُدائ به صيون بچ کړى او دوباره به د يهوداه ښارونه آباد کړى،

نو خلق به هغه ځائ کښې اوسيږى او دوئ ته به يې په ميراث کښې ورکړى.

۳۶د هغۀ د خِدمتګارانو اولاد ته به يې ميراث کښې ورکړى،

هغوئ به په کښې اوسيږى څوک چې د هغۀ د نوم سره مينه کوى.