يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل دوېم کِتاب - پينځم باب

د حضرت داؤد د بنى اِسرائيلو او د يهوداه بادشاه جوړېدل

۱بيا په حبرون کښې د بنى اِسرائيل ټولې قبيلې داؤد ته راغلې او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو. ۲په تېره زمانه کښې، ترڅو چې ساؤل زمونږ بادشاه وو نو تا په جنګ کښې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ تا ته وفرمائيل چې تۀ به د هغۀ د خلقو مشرى کوې او د هغوئ بادشاه به يې.“ ۳نو د بنى اِسرائيل ټول مشران په حبرون کښې داؤد بادشاه له راغلل. داؤد د هغوئ سره لوظ وکړو، هغوئ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړو، نو هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه شو. ۴داؤد د دېرشو کالو وو چې هغه بادشاه شو او هغۀ څلوېښت کاله بادشاهى وکړه. ۵هغۀ په حبرون کښې په يهوداه باندې اووۀ نيم کاله بادشاهى وکړه او په يروشلم کښې يې په ټول اِسرائيل او يهوداه باندې درې دېرش کاله بادشاهى وکړه. ۶هغه وخت راغلو چې داؤد بادشاه او د هغۀ سړى په يروشلم باندې حملې کولو دپاره روان شول. کوم يبوسيان چې هلته اوسېدل د هغوئ خيال دا وو چې داؤد به ښار فتح نۀ کړى، نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ به هيڅکله دننه نۀ شې راتلے، ړاندۀ او شل دې هم بهر ايسارولے شى.“ ۷خو داؤد د هغوئ د صيون قلعه قبضه کړه او دا ”د داؤد ښار“ په نوم مشهوره شوه. ۸په هغه ورځ داؤد خپلو سړو ته ووئيل، ”دلته داسې څوک شته چې هغه د يبوسيانو سره زما هومره نفرت لرى؟ دومره زيات چې هغوئ ووژنى؟ نو د اوبو په سورنګ کښې لاړ شئ او په هغه غريبو، شلو او ړندو باندې حمله وکړئ.“ نو داسې دا يو متل جوړ شو، ”شل او ړاندۀ د مالِک خُدائ کور ته نۀ شى ننوتلے.“ ۹د هغه قلعې قبضه کولو نه پس، داؤد په دې کښې اوسېدو او ”د داؤد ښار“ نوم يې پرې کېښودو. هغۀ د دې نه ګېرچاپېره ښار جوړ کړو، د هغه ځائ نه يې شروع وکړه چرته چې د غرۀ نمرخاتۀ طرف ته زمکه په خاورو باندې ډکه شوې وه. ۱۰هغه وخت په وخت نور هم تکړه کېدو، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ مل وو. ۱۱د صور بادشاه حيرام داؤد ته يو کاروبارى ډله ولېږله، هغۀ له يې د ترکاڼانو سره د نختر لرګى او د کاڼو ګِلکاران ورکړل چې يو محل جوړ کړى. ۱۲نو داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه مقرر کړے دے او د خپلو خلقو د خاطره يې خپله بادشاهى بختوره کوله. ۱۳د حبرون نه يروشلم ته تلو نه پس، داؤد نورې وينځې او ښځې وکړې او نور زامن او لوڼه يې پېدا شول. ۱۴د هغۀ دا بچى په يروشلم کښې پېدا شوى وُو يعنې، سموع، سوباب، ناتن، سليمان، ۱۵اِبحار، اليسوع، نفج، يفيع، ۱۶اليسمع، اليدع او اليفلط.

په فلستيانو باندې فتح موندل

۱۷کله چې فلستيان خبر شول چې داؤد د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ شوے دے، نو د هغوئ ټول لښکر روان شو چې داؤد ونيسى. کله چې داؤد د دې نه خبر شو نو هغه لاندې د پَخو دېوالونو ځائ ته لاړو. ۱۸فلستيان د رفائيم وادۍ ته راروسېدل او دا يې قبضه کړو. ۱۹داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ په فلستيانو حمله وکړم څۀ؟ تۀ به ما له فتح راکړې څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، حمله پرې وکړه، زۀ به تا له فتح درکړم.“ ۲۰نو داؤد بعل‌پراضيم ته لاړو او هلته يې فلستيانو له شکست ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زما د دشمنانو نه د سېلاب په شان ناڅاپه تېر شوے دے.“ نو د هغه ځائ نوم بعل‌پراضيم شو. ۲۱کله چې فلستيان وتښتېدل، نو هغوئ خپل بُتان شا ته پرېښودل او داؤد او د هغۀ سړو دا يوړل. ۲۲فلستيان واپس د رفائيم وادۍ ته لاړل او دا يې بيا قبضه کړو. ۲۳داؤد يو ځل بيا د مالِک خُدائ سره مشوره وکړه او هغۀ ورته وفرمائيل، ”په هغوئ د دې ځائ نه حمله مۀ کوه، خو د بل طرف نه ورباندې راتاو شه او حمله پرې وکړه، چرته چې د تُوت ونې دى. ۲۴کله چې تۀ د تُوت د ونو په سرونو د تګ آواز واورې، نو بيا حمله وکړه، زۀ به ستاسو نه مخکښې روان يم د دې دپاره چې د فلستيانو لښکر له شکست ورکړم.“ ۲۵داؤد هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او فلستيان يې د جبعې نه تر جزر پورې قتل کړل.