يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او اووۀ څلوېښتم زبور

د مالِک خُدائ ثناء صِفت

۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.

دا څومره ښه ده چې مونږ د خپل خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو،

او څومره د خوښې خبره ده چې مونږ د هغۀ ثناء وکړُو.

۲مالِک خُدائ يروشلم بيا آبادوى،

هغه د بنى اِسرائيلو شړلى خلق راغونډوى.

۳هغه مات زړونه روغوى،

او د هغوئ په زخمونو پټئ لګوى.

۴هغۀ ته د ټولو ستورو د شمېر پته ده،

او هر يو ستورى ته په نامه آواز کوى.

۵زمونږ مالِک خُدائ لوئ او په طاقت کښې زورَور دے،

او د هغۀ د پوهې څۀ حد نشته دے.

۶مالِک خُدائ د عاجزانو ساتنه کوى،

خو شريران زمکې ته راغورزوى.

۷په شُکر ګزارۍ سره د مالِک خُدائ حمد و ثناء ووايئ،

او زمونږ خُدائ پاک ته په رباب سره ساز وغږوئ.

۸هغه آسمان په وريځو کښې پټوى،

او هغه په زمکه بارانونه راوروى،

او په غرونو او غونډو واښۀ راشنۀ کوى.

۹هغه ځناورو ته خوراک ورکوى،

او کارغانو بچو ته کله چې وچغيږى خوراک ورکوى.

۱۰د هغۀ خوشحالى د آس په طاقت کښې نۀ ده،

او نۀ د هغۀ خوشحالى د انسان په طاقت کښې ده.

۱۱او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى،

او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى.

۱۲د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه، اے يروشلمه،

د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړه، اے صيونه.

۱۳او هغه ستا د دروازو اړمونه او دُرشلى مضبوطوى،

او په تا کښې اوسېدونکو ته برکت ورکوى.

۱۴هغه ستا سرحدونه په سلامتۍ کښې ساتى،

او د ټولو نه په ښو غنمو باندې دې معموروى.

۱۵هغه چې خپل احکام زمکې ته ورولېږى،

نو د هغۀ حُکم په منډه خوريږى.

۱۶هغه واوره لکه د وړۍ خوروى،

او واوره لکه د ايرو په شان زغلوى.

۱۷هغه د کاڼو په شان ږلۍ ورَوى

د هغۀ د واورې طوفان ته څوک ټينګېدے شى؟

۱۸هغه خپل کلام رالېږى او واوره پرې ويلى کيږى،

هغه خپلې هواګانې رالېږى او اوبۀ ترې راروانې شى.

۱۹هغۀ خپل کلام يعقوب ته ورښکاره کړو،

او خپل شريعت او قانون يې بنى اِسرائيلو ته ښکاره کړو.

۲۰هغۀ داسې د بل قوم دپاره کړى نۀ دى،

هغوئ د دۀ په شريعت نۀ پوهيږى.

د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ.