يوسفزئ
تاریخى

اعمال د رسولانو - نولسم باب

پولوس رسول په اِفِسوس کښې

۱څۀ وخت چې اپولوس په کورنتوس کښې وو نو پولوس په دنننو علاقو کښې وګرځېدو او اِفِسوس ته راغلو. هلته هغۀ څو مريدان وليدل، ۲هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”د ايمان راوړلو په موقع په تاسو روحُ القُدس نازل شوے وو؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه، مونږ ته خو دا پته هم نشته چې روحُ القُدس څۀ څيز دے.“ ۳بيا پولوس ووئيل چې، ”تاسو ته د څۀ بپتسمه درکړے شوې وه؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د يحيىٰ بپتسمه.“ ۴پولوس ورته ووئيل چې، ”د يحيىٰ بپتسمه خو د توبې بپتسمه وه. هغۀ خلقو ته وئيل چې په هغه چا ايمان راوړئ څوک چې زما نه پس راتلونکے دے، او هغه عيسىٰ دے.“ ۵په دې اورېدو هغوئ ته د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه. ۶کله چې پولوس خپل لاسونه د هغوئ په سر کېښودل نو په هغوئ روحُ القُدس نازل شو او هغوئ په غېر ژبو خبرې شروع کړې او پېشګويانې يې کولې. ۷هلته هغوئ ټول تقريباً دولس کسان وُو. ۸تر درېو مياشتو پورې پولوس عبادتخانې ته تلو او په زړۀ ورتيا به يې خبرې کولې او خلق يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله قائلول. ۹خو ځينى ډېر ضدناک وُو او ايمان راوړلو نه يې اِنکار وکړو او د جماعت په وړاندې يې د خُدائ پاک لارې ته بدرد وئيل. نو پولوس هغوئ نه لاړو او خپل مريدان يې د ځان سره بوتلل او هره ورځ به يې د تورنوس په سکول هال کښې بحث کولو. ۱۰تر دوو کالو پورې دا کار روان وو او داسې د آسيه د صوبې ټولو اوسېدونکو يهوديانو او يونانيانو دواړو د مالِک کلام واورېدو.

د سکيوا زامن

۱۱خُدائ پاک د پولوس په وسيله لوئې لوئې معجزې وکړې، ۱۲تر دې چې خلقو به خپل رومالونه او پېش بندونه د پولوس د بدن سره لګول او هغه به يې په بيمارانو راښکل نو هغوئ به د رنځونو نه رغېدل او پيريان به د هغوئ نه تښتېدل. ۱۳بيا ځينې دم آچوونکى يهوديان چې سيلانيان وُو نو هغوئ به هم د پيريانو د ايستلو دپاره د مالِک عيسىٰ نوم دغه شان استعمالولو. هغوئ به وئيل چې، ”تاسو ته د هغه عيسىٰ په نوم حکم درکوو چې پولوس يې بيانوى رابهر شئ.“ ۱۴د سکيوا نومې يهودى مشر اِمام اووۀ زامنو هم دا کار کولو. ۱۵خو پيريانو جواب ورکړو او وې وئيل چې، ”زۀ عيسىٰ پېژنم او پولوس هم پېژنم، خو تاسو څوک يئ؟“ ۱۶بيا هغه پيريانو نيولى سړى په هغوئ ورټوپ کړو او ټول يې رالاندې کړل او داسې يې وټکول چې هغوئ د هغۀ کور نه بربنډ او ژوبل شوى وتښتېدل. ۱۷کله چې په اِفِسوس کښې د دې خبرې ټولو يهوديانو او يونانيانو ته پته ولګېده نو په هغوئ ټولو يره راغله او د مالِک عيسىٰ د نوم لوئى يې بيان کړه. ۱۸ډېرو کسانو چې ايمان يې راوړے وو، رامخکښې شول او په خپله يې دا اِقرار وکړُو چې هغوئ جادوګرى کوله. ۱۹ډېرو هغه جادوګرو چا چې جادوګرى کوله خپل کتابونه يې راټول کړل او د خلقو په وړاندې يې وسوزول. کله چې د دې کتابونو د قيمت اندازه ولګولے شوه، نو دا د پنځوسو د سپينو زرو د سيکو وو. ۲۰دغه شان د مالِک کلام ډېر خور او مضبوط شو.

په اِفِسوس کښې بلوه

۲۱نو د دې نه پس پولوس د روحُ القُدس په هدايت دا فېصله وکړه چې مِکدونيه او اخيه ته لاړ شى او بيا يروشلم ته لاړ شى، او بيا هغۀ ووئيل چې، ”هلته د تلو نه وروستو ما ته په کار دى چې زۀ ضرور د روم ښار وګورم.“ ۲۲نو هغۀ خپل دوه مدد کوونکى تيموتيوس او اِراستوس مِکدونيه ته ولېږل او په دې دوران کښې هغه په خپله د څۀ وخت دپاره د آسيه په صُوبه کښې پاتې شو. ۲۳هم په دې دوران کښې د خُدائ پاک د لارې په وجه سخت تکليف جوړ شو. ۲۴هلته ديميتريوس نومې يو زرګر وو چا به چې د ارتِميسې د زيارت د سپينو زرو نمونې جوړولې او د ډېرو کاريګرو پرې ښۀ روزګار روان وو. ۲۵هغۀ هغوئ سره د دې روزګار نور کاريګر او تاجران هم راغونډ کړل او وئ وئيل چې، ”اے وروڼو، تاسو ته ښۀ پته ده چې زمونږ ټول آمدن هم د دې تجارت نه دے. ۲۶خو تاسو ګورئ او اورئ چې دې سړى پولوس په خپلو خبرو ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښې بلکې په ټوله آسيه کښې واړول، په دې وينا سره چې د بنى آدم د لاس جوړ شوى خُدايان هډو خُدايان نۀ دى. ۲۷دلته صرف دا خطره نۀ ده چې زمونږ کاروبار به بې‌قدره شى بلکې د ارتِميسې زيارت به هيڅ څيز هم ونۀ ګڼلے شى او د لوئ خُدائ ارتِميس هغه شان او شوکت به ختم شى چې ټولې آسيه او دُنيا به يې عبادت کولو.“ ۲۸کله چې هغوئ دا خبرې واورېدلې نو هغوئ په غصه شول او شور يې جوړ کړو چې، ”د اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده.“ ۲۹نو ټول ښار ګډ‌وډ شو او هغوئ د پولوس د سفر ملګرى، د مِکدونيه اوسېدونکى ګايوس او اريسترخوس ونيول او د تماشې ځائ ته يې راوستل. ۳۰پولوس هغه ګڼې ته تلل غوښتل خو مريدانو پرې نۀ ښودو. ۳۱تر دې چې د آسيه د صوبې مشرانو چې د پولوس دوستان وُو، هغۀ ته منت وکړو چې، ”د تماشې ځائ ته لاړ نۀ شې.“ ۳۲په دې دوران کښې په چغو سورو کښې به چا څۀ وئيل او چا څۀ ځکه چې ټوله غونډه ګډه وډه وه او ډېر په دې خبر هم نۀ وُو چې هغوئ د څۀ دپاره راجمع شوى دى. ۳۳خو په غونډه کښې د ځينو کسانو دا خيال وو چې سکندر قصوروار دے ځکه چې يهوديانو هغه وړاندې راديکه کړو. او سکندر خلقو ته د خاموشۍ اِشاره وکړه او د ګڼې په وړاندې يې د خپلې دفاع کولو کوشش وکړو. ۳۴خو کله چې هغوئ وپېژندو چې هغه يهودى دے نو تقريباً تر دوو ګينټو هغوئ ټولو يوه چغه ويستله چې، ”د اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده.“ ۳۵خو د ښار ناظم اعلىٰ ګڼه چپ کړه. هغۀ ووئيل چې، ”اے د اِفِسوس خلقو، څوک دى چې ورته دا پته نۀ وى چې زمونږ د اِفِسوس ښار د لوئ ارتِميسې د زيارت او د هغې يو مقدس کاڼے چې د آسمان نه راپرېوتے دے. ۳۶نو چې د دې څيزونو نه اِنکار نۀ شى کېدے، نو تاسو له په کار دى چې خاموشه شئ او په تادۍ کښې څۀ غلطى ونۀ کړئ. ۳۷دا کسان چې تاسو دلته راوستى دى، نۀ خو دوئ د زيارت غلۀ دى او نۀ يې زمونږ د ديوى ګستاخى کړې ده. ۳۸په دې وجه کۀ چرې ديميتريوس او د هغۀ کسبګرو سره د چا خلاف شکايت وى نو عدالتونه کولاو دى او منصفان هم په کښې دى، پرېږدئ چې دواړه په خپلو کښې د يو بل خلاف شکايت وکړى. ۳۹خو کۀ تاسو بله کومه معامله راوړاندې کوئ نو د هغې فېصله به په قانونى مجلس کښې وشى. ۴۰مونږ د نننۍ شور شرابې په حق کښې د شکايت يره په ځان ومنله ځکه چې دا بې‌مقصده وه او مونږ سره د حکومت دپاره هيڅ جواب نشته.“ ۴۱کله چې ناظم اعلىٰ دا خبره وکړه نو هغه ګڼه رُخصت شوه.