يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - اتم باب

د سېلاب ختمېدل

۱نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې. ۲د زمکې لاندې د چينو خولې او د آسمان طوفانى دروازې بند شوې. باران ودرېدو، ۳او اوبۀ ورو ورو په يو نيم سل ورځو کښې کمې شوې. ۴د اوومې مياشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د اراراط په علاقه کښې په يو غرۀ ودرېده. ۵اوبۀ کمېدې او د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ د غرونو څُوکې راڅرګندې شوې. ۶څلوېښت ورځې پس نوح د کشتۍ کړکۍ کولاو کړه ۷او يو کارغۀ يې والوځولو. هغه واپس رانۀ غلو، خو په هوا کښې تر هغې پورې اخوا دېخوا ګرځېدو چې د زمکې نه اوبۀ اوچې شوې. ۸په دې دوران کښې، نوح ګوګوشتکه والوځوله چې وګورى چې اوبۀ ختمې دى کۀ نه، ۹خو اوبو تر اوسه پورې زمکه پټه کړې وه او ګوګوشتکې د پښو لګولو ځائ پېدا نۀ کړو. نو واپس راغله او نوح لاس بهر کړو او ځان سره يې کشتۍ کښې کښېنوله. ۱۰د اووۀ ورځو اِنتظار نه پس هغۀ بيا ګوګوشتکه والوځوله. ۱۱او په ماښامى کښې هغۀ ته واپس راغله او په مخُوکه کښې يې شنه د زيتُونو پاڼه نيولې وه. نو نوح ته پته ولګېده چې اوبۀ کمې شوې دى. ۱۲هغۀ بيا نور اووۀ ورځې اِنتظار وکړو او يو ځل بيا يې ګوګوشتکه والوځوله، خو دا ځل واپس رانۀ غله. ۱۳چې کله نوح د شپږو سوو او د يو کال شو، نو د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، اوبۀ اوچې شوې. نوح د کشتۍ د چت يوه حِصه کولاو کړه، نظر يې واچولو او چې يې وکتل نو زمکه په اوچېدو وه. ۱۴د دوېمې مياشتې په اوويشتمه ورځ زمکه بېخى اوچه وه. ۱۵نو خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل چې، ۱۶”د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه بهر لاړ شه. ۱۷ټول مارغان او ځناور هم د ځان سره کوز کړه، چې نور بچى پېدا کړى او په ټوله زمکه باندې خوارۀ شى.“ ۱۸نو نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه کوز شُو. ۱۹ټول ځناور او مارغان په خپله خپله ډله کښې د کشتۍ نه ووتل.

د حضرت نوح قربانى پېش کول

۲۰نوح يوه قربان‌ګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربان‌ګاه کښې يې وسوزول. ۲۱د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى. ۲۲چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“