يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - شپږ شپېتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د زبور يو حمد

د شُکر ګزارۍ سرود

۱اے د ټولې دُنيا خلقو خوشحالى وکړئ.

خُدائ پاک ته د خوشحالۍ نعرې ووهئ.

۲د هغۀ د نوم د جلال سندرې ووايئ،

او د هغۀ جلالى حمد‌و‌ثناء بيان کړئ.

۳خُدائ پاک ته ووايئ، ”ستا کارونه هيبتناک دى او زور طاقت دې ډېر لوئ دے.

نو ځکه ستا ټولو دشمنانو ستا په وړاندې خپل سرونه ټيټ کړى دى.

۴په ټوله دُنيا کښې هر يو کس ستا عبادت کوى

ستا حمد‌و‌ثناء وائى او ستا د نوم ثناء صِفت کوى.“

۵خُدائ پاک چې څۀ کړې دى راشئ هغه وګورئ،

او هغۀ چې بنيادمو له کوم لوئ کارونه کړى دى هغه وګورئ.

۶هغۀ سمندر په وُچه زمکه باندې بدل کړو،

نو هغوئ ښۀ خوشحالى وکړه کله چې پېدل په کښې تير شول.

۷هغه د تل دپاره په خپل طاقت بادشاهى کوى،

او قومونه د خپل نظر لاندې ساتى

چې دوئ خو د دۀ خلاف سرکشى نۀ کوى.

۸اے ټولو قومونو آواز پورته کړئ،

زمونږ د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ،

۹د هغۀ په لاس کښې زمونږ ژوندون دے

زمونږ پښې يې د تيندک خوړلو نه ساتلى دى.

۱۰نو پاکه خُدايه تا خو مونږه آزمائيلى يُو،

داسې لکه سپين زر دې په اور صفا کړى يُو.

۱۱مونږ دې په جال کښې راګېر کړلو،

تا زمونږ په ملا دروند بار کېښودلو.

۱۲تا زمونږ دشمنان زمونږ په سر باندې تېرېدو ته پرېښودل،

او مونږ دې اور او سېلاب نه تير کړُو،

خو آخر دې هم مونږ د آرام او برکتونو ځائ ته راوستُو.

۱۳زۀ به سوزېدونکې قربانۍ ستا کور ته راوړم،

خپلې کړې وعدې به تا سره پوره کړم،

۱۴څۀ چې ما منلى وُو هم هغه به وکړم

کوم وخت کښې چې زۀ سخته کښې ګېر وم.

۱۵زۀ به په قربان‌ګاه باندې څربه څاروى پېش کړم،

او دې سره به غوَيان او چېلۍ هم قربانى کړم.

۱۶ما ته راشئ او غوږ ونيسئ تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ،

نو تاسو ته به زۀ اوس ووايم چې هغۀ ما له څۀ کړى دى.

۱۷په خپله خولۀ ما هغۀ ته سوال زارى وکړه

او زما ژبې د هغۀ ثناء صِفت بيان کړو.

۱۸کۀ زما په زړۀ کښې د ګناه دپاره ځائ وو،

نو مالِک خُدائ به زما سوال اورېدلے نۀ وو.

۱۹خو بې‌شکه خُدائ پاک ما ته غوږ نيولے دے،

او هغۀ زما د دُعا آواز اورېدلے دے.

۲۰ثناء صِفت دې هغه خُدائ پاک ته وى چا چې زما دُعا رد نۀ کړه،

هغۀ خپله ابدى مينه ما سره ختمه نۀ کړه.