يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او څلورم زبور

۱اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.

اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه،

تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.

۲هغۀ خپل ځان نه نُور لکه د جامو راتاو کړے دے،

هغۀ آسمانونه لکه د پړدې په شان غوړولې دى

۳هغه د خپل پاس کور تيرونه د اوبو دپاسه ږدى.

هغه د وريځو نه جنګى ګاډۍ جوړوى او د هوا په وزرو سوريږى.

۴هوا د هغۀ پېغام رسوونکى جوړيږى،

او د اور لمبې د هغۀ خِدمتګارې دى.

۵هغه زمکه په خپلو بنيادونو باندې مضبوطوى،

چې هيڅکله به نۀ خوځيږى.

۶تا زمکه په سېلاب باندې لکه د جامو پټه کړې ده،

او اوبۀ د غرونو دپاسه ودرېدلې دى.

۷ستا په رټنه اوبۀ وتښتېدلې،

ستا د آواز په تندر سره وتښتېدلې.

۸د غرونو نه ښکته وبهېدلې،

او لاندې درو ته لاړلې،

او هغه ځايونو ته چې کوم تا ورته مقرر کړى وُو.

۹تا ورته حد مقرر کړو د هغې نه وړاندې نۀ ځى،

هيڅکله به بيا زمکه پټه نۀ کړى.

۱۰تۀ په درو کښې د چينو نه اوبۀ راوباسې،

چې د غرونو په مينځ کښې بهيږى.

۱۱او د بيابان ټول ځناور ترې نه اوبۀ څښى،

او ځنګلى خرونه ورباندې خپله تنده ماتوى.

۱۲مارغان د روانو اوبو په خوا کښې جالې جوړوى،

او د څانګو په مينځ کښې سندرې وائى.

۱۳او تۀ د خپل آسمانى کور نه غرونه اوبۀ کوې،

او ستا د کارونو د مېوو په وجه زمکه معموريږى.

۱۴تۀ د څاروو دپاره ګياه شنه کوې،

او تۀ د بنيادمو دپاره شنۀ بوټى راټوکوې،

او د زمکې نه خوراک پېدا کوې.

۱۵تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې،

او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې،

او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.

۱۶د مالِک خُدائ ونې ښې سيرابه شوې،

د لبنان دِيار کوم چې هغۀ کَرلى دى.

۱۷هلته مارغان په کښې ځان له جالې جوړوى،

او ډينګان د چلغوزو ونو کښې اوسيږى.

۱۸په لوړو غرونو کښې ځنګلى چېلۍ اوسيږى،

په لويو ګړنګونو کښې د صحرا سوى اوسيږى.

۱۹تا سپوږمۍ د موسم د مقررولو دپاره جوړه کړه،

نمر په دې پوهيږى چې کله ښکته شى.

۲۰تۀ تيارۀ راولې نو بيا شپه شى،

او ټول ځنګلى ځناور په کښې په ګشت شى.

۲۱نو بيا ځوانان زمرى په خپل ښکار پسې غړمبيږى

او د خُدائ پاک نه خپل خوراک غواړى.

۲۲خو چې کله د سحر نمر راښکاره شى،

نو بيا هغوئ په خپلو غارونو کښې اودۀ شى.

۲۳نو بيا بنى آدم خپلو کارونو پسې ځى،

چې تر ماښامه خپله مزدورى وکړى.

۲۴اے مالِکه خُدايه، تا د مختلفو ځناورو څومره قسمونه پېدا کړى دى،

ټول دې په عقلمندۍ سره جوړ کړى دى،

زمکه ستا د مخلوق نه ډکه شوې ده.

۲۵په دومره پراخه او لوئ سمندر کښې چې تا پېدا کړے دے.

چې د بې‌شمېره مخلوق نه ډک دے،

چې غټ او واړۀ ژوندى څيزونه په کښې دى.

۲۶وګوره بيړۍ په کښې ځى راځى،

سمندرى بلاګانې تا جوړې کړې چې په کښې لوبې کوى.

۲۷دا هر څۀ ستا نه طمع کوى

چې دوئ ته په خپل وخت سره خوراک ورکړې

۲۸کله چې تۀ دوئ ته ورکوې نو دوئ يې راغونډوى،

او چې خپل لاس کولاو کړې نو دوئ په ښۀ څيزونو ماړۀ شى.

۲۹نو کله چې تۀ د دوئ نه خپل مخ واړوې نو دوئ يريږى،

کله چې تۀ د دوئ نه ساه واخلې نو دوئ مړۀ او دوباره خاورې شى.

۳۰کله چې تۀ خپل روح راولېږې مخلوق راپېدا شى،

او تۀ د زمکې مخ دوباره تازه کوې.

۳۱د مالِک خُدائ جلال دې تر ابده قائم وى،

مالِک خُدائ دې په خپل کار خوشحاله وى.

۳۲کله چې هغه زمکې ته وګورى نو په لړزان شى،

او چې غرونو له لاس وروړى نو په لوګى بدل شى.

۳۳زۀ به د مالِک خُدائ سندرې په خپل ټول ژوند کښې وايم،

ترڅو چې ژوندے يم د خُدائ پاک ثناء به وايم.

۳۴زما خيالونه او سوچونه دې هغه خوشحاله کړى،

لکه چې زۀ په مالِک خُدائ کښې خوشحالى کوم.

۳۵خو ګناهګاران دې د زمکې نه فنا شى

او بدعمله دې نور پاتې نۀ شى.

د مالِک خُدائ ثناء ووايه اے زما روحه.

د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.