يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او پينځلسم زبور

۱مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى،

ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.

۲قومونه ولې وائى چې،

”د دوئ پاک خُدائ چرته دے؟“

۳زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے،

هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى.

۴خو د هغوئ بُتان د سرو او سپينو زرو دى،

چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.

۵د هغوئ خولې شته خو خبرې پرې کولے نۀ شى،

سترګې يې هم شته خو پرې ليدلے نۀ شى.

۶د هغوئ غوږونه شته خو پرې اورېدلے نۀ شى،

پوزې يې هم شته خو پرې بويولے نۀ شى.

۷د هغوئ لاسونه هم شته خو پرې څۀ محسوسولے نۀ شى،

د هغوئ پښې هم شته خو پرې ګرځېدلے نۀ شى،

خو هيڅ قسمه آواز د مرۍ نه ويستلے نۀ شى.

۸چا چې دا جوړ کړى دى نو د هغوئ په شان به شى،

او بيا هم هغوئ ټول، څوک چې پرې يقين لرى.

۹اے بنى اِسرائيلو په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ،

هغه ستاسو ډال دے او ستا مدد کوى.

۱۰اے د هارون خاندانه په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ،

هغه ستاسو ډال دے او مدد کوى.

۱۱اے تاسو چې د هغۀ نه يره کوئ په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ،

هغه ستاسو ډال دے او مدد کوى.

۱۲مالِک خُدائ ته مونږ ياد يُو او برکت به راکړى،

هغه به د بنى اِسرائيلو خاندان له برکت ورکړى،

هغه به د هارون خاندان له برکت ورکړى.

۱۳هغه به هغه چا له برکت ورکړى څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى،

لويو او واړو ټولو ته به يو شان ملاويږى.

۱۴مالِک خُدائ دې تاسو زيات کړى،

تاسو او ستاسو د بچو نسل دې زيات کړى.

۱۵مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى،

څوک چې د آسمان او زمکې خالق دے.

۱۶اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى،

خو زمکه يې انسان له ورکړې ده.

۱۷مړى خو د مالِک خُدائ ثناء صِفت نۀ کوى،

هغوئ څوک چې لاندې خاموشۍ طرف ته روان وى.

۱۸خو مونږ يُو چې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوُو،

په دواړه وختونو کښې اوس هم او د تل دپاره هم لوئى بيانوو،

د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.