يوسفزئ
تاریخى

د حضرت نحمياه کِتاب - شپږم باب

د حضرت نحمياه خِلاف منصوبې

۱سنبلط، طوبياه، عربى جشم او زمونږ نور دشمنان خبر شول چې مونږ د دېوال جوړول ختم کړى دى او چې په دې کښې يو مات ځائ هم پاتې نۀ دے، اګر چې مونږ د دروازو په ځايونو کښې دروازې هم لا نۀ وې لګولې. ۲نو سنبلط او جشم ما له يو پېغام راولېږلو، دا مشوره يې راکوله چې د اونو په مېدان کښې په يو کلى کښې زۀ د هغوئ سره مِلاو شم. خو ما ته پته ولګېده چې دا ما ته د هغوئ د نقصان رسولو يوه منصوبه وه. ۳ما هغوئ له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”زۀ يو اهم کار کوم او لاندې نۀ شم درتلے. صِرف تاسو سره مِلاوېدو دپاره خپل کار نۀ شم بندولے.“ ۴هغوئ څلور ځلې ما له هم دغه پېغام رالېږلو او هر ځل ما هغوئ له هم دغه جواب ورولېږلو. ۵بيا سنبلط خپل يو نوکر ما له د پينځم پېغام سره راولېږلو، دا د خط په شکل کښې وو او دا خط کولاو وو. ۶ما ولوستلو، ”جشمه ووئيل چې په ګاونډيانو کښې دا افواه خوره ده چې تۀ او يهوديان د بغاوت اراده لرئ نو دا ځکه تاسو دا دېوال بيا جوړَوئ. هغۀ دا هم ووئيل چې ستا منصوبه دا ده چې خپل ځان بادشاه کړې ۷او تا د يو څو پېغمبرانو بندوبست کړے دے چې په يروشلم کښې دا اِعلان وکړى چې تۀ د يهوداه بادشاه يې. خو بادشاه سلامت به يقيناً د دې نه خبر شى، نو ځکه زۀ دا مشوره درکوم چې مونږ دواړه مِلاو شُو چې په حالاتو باندې خبرې وکړُو.“ ۸نو ما هغۀ له جواب ورولېږلو، ”تۀ چې څۀ وائې په هغۀ کښې هيڅ هم رښتيا نشته. دا هر څۀ تا د خپل ځان نه جوړ کړى دى.“ ۹د هغوئ دا کوشش وو چې مونږ ويروى چې کار بند کړُو. خو ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، ما له طاقت راکړه.“ ۱۰په هغه وخت زۀ د مهيطب‌اېل نمسى او د دلاياه زوئ سمعياه سره مِلاوېدو له لاړم، چې هغه د دې قابل نۀ وو چې د خپل کور نه لاړ شى. هغۀ ما ته ووئيل، ”زۀ او تۀ به لاړ شُو او د خُدائ پاک د کور په مقدس ځائ کښې به دواړه پټ شُو او دروازې به تالا کړُو، ځکه چې هغوئ ستا د وژلو دپاره راروان دى. نو هغوئ به ستا د وژلو دپاره د شپې راشى.“ ۱۱ما په جواب کښې ورته ووئيل، ”زۀ داسې سړے نۀ يم چې وتښتم او پټ شم. ستا خيال دا دے څۀ چې زۀ به د خپل ژوند د بچ کولو دپاره د خُدائ پاک په کور کښې پټېږم؟ زۀ به داسې نۀ کوم.“ ۱۲کله چې ما په دې باندې سوچ وکړو، نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک د سمعياه سره خبرې نۀ دى کړې، خو طوبياه او سنبلط هغۀ له د دې دپاره رشوت ورکړے دے چې ما له دا خبردارے راکړى. ۱۳هغوئ هغۀ له د دې دپاره پېسې ورکړې وې چې ما ويروى او زۀ ګناه وکړم، نو چې هغوئ زما شُهرت خراب کړى او ما سپک کړى. ۱۴ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، چې طوبياه او سنبلط څۀ کړى دى هغه ياد ساته او سزا ورکړه. هغه ښځه نوعيدياه او نور ټول پېغمبران ياد ساته چا چې زما د يرولو کوشش کړے دے.“

د کار ختمول

۱۵د کار دوه پنځوسمې ورځې نه پس د الول د مياشتې په پينځويشتمه ورځ ټول دېوال ختم شو. ۱۶کله چې په ګېرچاپېره مُلکونو کښې زمونږ دشمنان د دې نه خبر شول، نو هغوئ ويرېدل او خپل ځانونه ورته کمزورى ښکاره شول، ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دا کار د خُدائ پاک د مدد سره شوے دے. ۱۷په دې ټول وخت کښې د يهوديانو مشرانو او طوبياه يو بل ته ډېر خطونه لېږل رالېږل. ۱۸په يهوداه کښې ډېرو خلقو د طوبياه ملګرتيا ځکه کوله چې د هغۀ سخر د ارخ زوئ سکانياه يهودى وو. د دې نه علاوه، د هغۀ زوئ يهوحنان د برکياه د زوئ د مسلام لور وادۀ کړې وه. ۱۹طوبياه چې کوم ښۀ کارونه کړى وُو نو خلقو به د هغې ټولو په حقله زما په وړاندې خبرې کولې او ما چې څۀ وئيل نو هغه به يې طوبياه ته وئيل. او هغۀ زما د يرولو دپاره خطونه رالېږل.