يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - درويشتم باب

۱بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته زما دپاره اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړه او ما له اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان راوله.“ ۲بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه بلعام وئيلى وُو، هغۀ او بلعام يو غوَيے او يو ګډ په هره يو قربان‌ګاه باندې پېش کړل. ۳بيا بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ايسار شه نو زۀ ځم چې وګورم چې مالِک خُدائ ما ته راڅرګنديږى او کۀ نه. چې هغه ما ته څۀ هم ووائى نو زۀ به تا ته ووايم.“ نو هغه يو خوشى غر ته لاړو، ۴او خُدائ پاک هغۀ ته راڅرګند شو. بلعام ورته وفرمائيل، ”ما اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړې دى او يو غوَيے او يو ګډ مې په هره يوه باندې پېش کړل.“ ۵مالِک خُدائ بلعام ته د وئيلو دپاره خبرې وښودلې او واپس يې بلق له ولېږلو چې هغۀ ته د هغۀ پېغام ورسوى. ۶نو هغه واپس لاړو او وې ليدل چې بلق د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ولاړ وو او د موآب ټول مشران ورسره وُو. ۷بلعام دا پېغام ورکړو، ”د موآب بادشاه بلق زۀ راوستلے يم د آرام نه، د نمرخاتۀ غرونو نه. هغۀ ووئيل چې، راشه او زما دپاره ووايه. په بنى اِسرائيلو باندې لعنت ووايه. ۸زۀ پرې څنګه لعنت وايم چې هغوئ خُدائ پاک نۀ وى لعنتى کړى، چې مالِک خُدائ په څۀ اِلزام نۀ وى لګولے نو زۀ پرې څنګه اِلزام ولګوم؟ ۹د لوړو کاڼو نه زۀ هغوئ ګورم، د غرونو نه زۀ هغوئ وينم. هغوئ هغه خلق دى چې يواځې ژوند تېروى، هغوئ ته پته ده چې دوئ د نورو قومونو نه بختور دى. ۱۰د يعقوب اولاد د شګو په شان دے، څوک داسې شته چې شګې وشمېرى؟ پرېږده چې زۀ مړ شم د خُدائ پاک د خلقو په شان، پرېږده چې د صادقانو په شان په آرام مړ شم.“ ۱۱بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”دا تا څۀ وکړل؟ ما تۀ د دې دپاره راوستلے يې چې زما په دشمنانو لعنت ووائې، خو تا د هغوئ دپاره صِرف برکت غوښتلے دے.“ ۱۲هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ به صِرف هغه څۀ وايم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته وائى.“

د بلعام دوېم پېغام

۱۳بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”ما سره يو بل ځائ ته لاړ شه چې د هغه ځائ نه صرف لږ شان اِسرائيليان ښکارى. او د هغه ځائ نه تۀ په هغوئ لعنت ووايه.“ ۱۴بلق، بلعام د پِسګه د غرۀ په سر د ضُوفيم پټى ته بوتلو. هغۀ هلته هم اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړې او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه باندې پېش کړو. ۱۵بلعام بلق ته ووئيل، ”د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ودرېږه او هلته به خُدائ پاک ما ته راڅرګند شى.“ ۱۶مالِک خُدائ بلعام ته راڅرګند شو، ورته يې فرمائيل چې دا خبرې به کوې او واپس يې بلق ته ولېږلو چې هغۀ ته دا پېغام ورسوى. ۱۷نو هغه واپس لاړو او وې ليدل چې بلق د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ولاړ وو او د موآب مشران هم ورسره وُو. بلق ترې نه تپوس وکړو چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى، ۱۸او بلعام دا پېغام ورکړو، ”د صفور زويه بلقه پاڅه، او چې زۀ درته څۀ وايم هغه واوره. ۱۹خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى. ۲۰ګوره، ما ته حُکم مِلاو شو چې د هغوئ دپاره برکت وغواړم، او چې کله خُدائ پاک برکت ورکړى، نو زۀ برکت واپس نۀ شم اخستلے. ۲۱زۀ د بنى اِسرائيلو په راتلونکى وخت پوهېږم په هغوئ به څۀ بدبختى يا مصيبت نۀ راځى. مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک د هغوئ مل دے، هغوئ اِعلان کوى چې هغه يې بادشاه دے. ۲۲خُدائ پاک هغوئ د مِصر نه راويستلى دى، هغوئ د يو ځنګلى غوَيى په شان طاقت لرى. ۲۳نۀ داسې جادو شته او نۀ داسې کوډې شته، چې د بنى اِسرائيلو په قوم باندې وشى. خلق به اوس د بنى اِسرائيلو په حقله ووائى، ګورئ، خُدائ پاک د هغوئ دپاره څۀ کړى دى. ۲۴د بنى اِسرائيلو قوم د يو تکړه ازمرى په شان دے، چې د شلولو او خرابولو نه مخکښې په آرام نۀ کښېنى، چې ترڅو يې د ښکار کړے شوى څيز وينه نۀ وى څښلې.“ ۲۵بيا بلق بلعام ته ووئيل، ”تا په بنى اِسرائيلو باندې د لعنت وئيلو نه اِنکار کړے دے، خو ګوره چې برکت هم ورله ونۀ غواړې.“ ۲۶بلعام جواب ورکړو، ”ما تا ته نۀ دى وئيلى څۀ چې زۀ به هم هغه شان کوم څۀ چې مالِک خُدائ ما ته فرمائيلى دى؟“

د بلعام درېم پېغام

۲۷بلق ووئيل، ”ما سره لاړ شه او زۀ به تا يو بل ځائ ته بوځم. کېدے شى چې د خُدائ پاک خوښه وى چې په هغوئ باندې زما دپاره د هغه ځائ نه لعنت ووائې.“ ۲۸نو هغۀ بلعام د فعور غرۀ سر ته بوتلو چې صحرا ته مخامخ دے. ۲۹بلعام هغۀ ته ووئيل، ”دلته زما دپاره اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړه او اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان ما له راوله.“ ۳۰بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه يې وئيلى وُو او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه قربان‌ګاه باندې پېش کړل.