يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او لسم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

مالِک خُدائ او د هغۀ غوره شوے بادشاه

۱مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه

ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“

۲مالِک خُدائ به د صيون نه ستا زورَوره امسا راوغزوى،

نو تۀ به په خپلو دشمنانو باندې حکومت کوې.

۳کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى.

د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى،

لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.

۴مالِک خُدائ قسم خوړلے دے او خپله فېصله به نۀ بدلوى،

”تۀ به لکه د مَلِک‌صِدق د تل دپاره اِمام يې.“

۵مالِک خُدائ ستا ښى لاس ته ولاړ دے،

په خپل قهر او غضب کښې به ډېر بادشاهان ووهى.

۶هغه به د قومونو عدالت وکړى او د مړو به ډيرى ولګوى،

او په زمکه به د ټولو بادشاهانو سرونه چخڼى کړى.

۷خو بادشاه به د لارې د ولې نه اوبۀ وڅښى،

نو ځکه به هغه د کاميابۍ هسکه غړۍ ګرځوى.