يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - څليريشتم باب

حضرت داؤد د ساؤل ژوند بچ کول

۱کله چې ساؤل د فلستيانو سره جنګ کولو نه راواپس شو، نو هغه خبر شو چې داؤد د عين‌جدى په صحرا کښې دے. ۲ساؤل د بنى اِسرائيلو نه درې زره تکړه فوجيان ځان سره کړل او د ځنګلى چېلۍ ګټو نمرخاتۀ طرف ته په داؤد او د هغۀ په سړو پسې روان شو. ۳هغه د لارې په غاړه د ګډو شپول سره نزدې يو غار ته راغلو او اودس يې مات کړو. داسې هم په هغه غار کښې وشول چې په کوم غار کښې داؤد او د هغۀ سړى شاته حِصه کښې پټ وُو. ۴د داؤد سړو غلى شان هغۀ ته وفرمائيل، ”دا ستا دپاره يوه موقع ده. مالِک خُدائ تا ته فرمائيلى دى چې هغه به تا له ستا دشمن په لاس کښې درکړى او چې بيا دې څۀ خوښه وى نو هغه ورسره کولے شې.“ داؤد غلے لاړو او د ساؤل د چُوغې نه يې يوه ټُکړه پرې کړه خو ساؤل ته د دې پته ونۀ لګېده. ۵خو خپل ضمير داؤد ملامته کړو ځکه چې هغۀ د ساؤل د چُوغې نه يوه ټُکړه پرې کړې وه، ۶او هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دې ما د دې نه وساتى چې زۀ خپل نېک ته څۀ نقصان ورسوم، کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زۀ خو به هغۀ ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې هغه بادشاه دے او مالِک خُدائ هغه خوښ کړے دے.“ ۷نو داؤد خپل سړى دې ته راضى کړل چې هغوئ به په ساؤل حمله نۀ کوى. ساؤل پاڅېدو، د غرۀ نه روان شو او په خپله مخه لاړو. ۸نو داؤد ورپسې لاړو او آواز يې ورته وکړو، ”بادشاه سلامت.“ ساؤل راوګرځېدو او داؤد د عزت نه زمکې ته ټيټ شو ۹او وې فرمائيل، ”تۀ هغه خلقو ته غوږ ولې نيسې چې کوم وائى چې زۀ تا ته د نقصان رسولو کوشش کوم؟ ۱۰تا په خپله وليدل چې مالِک خُدائ تۀ اوس اوس په دې غار کښې ما له په لاس کښې راکړې. زما څۀ سړو ما ته ووئيل چې زۀ تا ووژنم، خو ما درته د رحم په نظر وکتل او ومې وئيل چې زۀ خو به تا ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې تۀ هغه څوک يې چې مالِک خُدائ بادشاه خوښ کړے يې. ۱۱وګوره زما پلاره، د خپلې چُوغې ټُکړه وګوره چې زما په لاس کښې ده. ما تۀ وژلے شوې، خو صِرف ما دا ټُکړه پرې کړه. په کار دى چې تۀ دا ومنې چې ما ستا خِلاف د بغاوت يا تا ته د نقصان رسولو خيال هم نۀ دے کړے. او تۀ ما د وژلو دپاره نيسې، اګر چې ما درسره هيڅ بد نۀ دى کړى. ۱۲مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. زما خِلاف دې چې کوم کار کړے وى نو مالِک خُدائ دې د هغې سزا درکړى، خو زۀ به تا ته هيڅ نقصان نۀ رسوم. ۱۳لکه د مشرانو د خولو خبره ده، ”د بدعملو هر کار بد وى.“ خو زۀ به تا ته نقصان نۀ رسوم. ۱۴ګوره، د بنى اِسرائيلو بادشاه د چا د وژلو کوشش کوى؟ ګوره، هغه په چا پسې شوے دے؟ په يو مړ سپى پسې، په يوې ورَږې پسې. ۱۵مالِک خُدائ به اِنصاف وکړى او هغه به فېصله وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. هغه دې مسئلې ته وګورى، زما حِفاظت دې وکړى او ما دې ستا د لاس نه بچ کړى.“ ۱۶کله چې داؤد خبرې ختمې کړې، نو ساؤل ووئيل، ”دا تۀ يې داؤده، زما زويه؟“ او هغه په ژړا شو. ۱۷بيا هغۀ داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ په حقه يې او زۀ په ناحقه يم. تۀ ما سره ډېر ښۀ يې، اګر چې ما تا سره ډېر بد کړى دى. ۱۸تا نن ما ته وښودل چې تۀ ما سره څومره ښۀ يې، ځکه چې تا زۀ ونۀ وژلم، تر دې پورې چې مالِک خُدائ زۀ تا له په لاس کښې درکړم. ۱۹يو سړے څو ځلې خپل دشمن نيسى او بيا يې د نقصان رسولو نه بغېر پرېږدى؟ تا چې نن ما سره څۀ کړى دى مالِک خُدائ دې تا له د هغې اجر درکړى. ۲۰نو زما يقين دے چې تۀ به د اِسرائيل بادشاه يې او بادشاهى به ستا د اختيار لاندې قائمه وى. ۲۱خو تۀ ما سره د مالِک خُدائ په نوم لوظ وکړه چې تۀ به زما اولاد ته هيڅ نقصان نۀ رسوې، نو داسې به زما او زما د خاندان نوم بېخى نۀ هېريږى.“ ۲۲نو داؤد د ساؤل سره هغه لوظ وکړو. نو ساؤل واپس کور ته لاړو او داؤد او د هغۀ سړى محفوظو ځايونو ته لاړل.