يوسفزئ

خط

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط - پينځم باب

۱ځکه چې مونږ ته دا پته ده چې زمونږ بدن لکه د دُنياوى خېمې په شان دے په کومه کښې چې مونږ اوسيږو او کله چې هغه راپرېوځى نو خُدائ پاک به مونږ ته په آسمان کښې ابدى کور راکړى کوم چې په انسانى لاسونو جوړ شوے نۀ وى. ۲مونږ په دې خېمه کښې د خپل آسمانى کور د داخلېدو په طمع زبيرګى کوُو، ۳کۀ په حقيقت کښې کله مونږ په دې کښې داخل شو نو مونږ به بربنډ نۀ يُو. ۴مونږ اوس هم په دې خېمه کښې يُو او د بوج لاندې زبيرګى کوُو، ځکه چې مونږ خپل فانى لباس ويستل نۀ غواړو بلکې د دې دپاسه نور اغوستل غواړو نو چې ژوند هغه څۀ ختم کړى څۀ چې فانى دى. ۵چا چې مونږ د دې کار دپاره تيار کړو هغه خُدائ پاک دے او هغۀ مونږ ته د ضمانت په طور خپل روح راکړو. ۶نو مونږ همېشه په دې ډاډه يُو اګر کۀ مونږ ته پته ده چې ترڅو چې مونږ د دې بدن په کور کښې يُو نو تر هغې د مالِک په کور کښې نۀ يُو. ۷ځکه چې زمونږ د ژوند تلل په ظاهرى څيزونو نۀ بلکې په ايمان دى. ۸آو، مونږ په دې ډاډه يُو چې د بدن غوندې کور به پرېږدو او د مالِک سره اوسېدل به زيات خوښوو. ۹نو کۀ مونږ په دې بدن کښې يُو او يا نۀ يُو، خو زمونږ مقصد صرف د مالِک خوشحالول دى. ۱۰ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.

د صُلح کولو خِدمت

۱۱نو مونږ د مالِک خُدائ د يرې نه خبر يُو او د خلقو د پوهولو کوشش کوُو. خو خُدائ پاک ته په خپله زمونږ د اخلاص پته ده او اُميد دے چې ستاسو ضمير ته به هم پته وى. ۱۲نو مونږ خپله نېک نامى په تاسو بيا نۀ زياتوو بلکې مونږ په خپله تاسو له موقع درکوو چې په مونږ فخر وکړئ د دې دپاره چې تاسو هغوئ له جواب ورکولے شئ څوک چې په ظاهره فخر کوى خو په زړۀ کښې نه. ۱۳ځکه کۀ مونږ په خود کښې نۀ يُو نو د خُدائ پاک دپاره يُو او کۀ په خود کښې يُو نو ستاسو دپاره يُو. ۱۴ځکه چې د مسيح مينه مونږ په دې مجبوروى، چې مونږ په دې پوهه شُو چې هغه يو د ټولو دپاره مړ شو نو مطلب يې دا شو چې ټول مړۀ شول. ۱۵او هغه د ټولو دپاره مړ شو نو چې څوک ژوندى دى هغه دې د ځان دپاره نۀ وى ژوندى بلکې د هغۀ د خاطره دې ژوندى وى څوک چې د هغوئ دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو. ۱۶نو اوس مونږ چا ته په انسانى نظر نۀ ګورو، لکه څنګه چې مونږ هم مسيح ته يو وخت په انسانى نظر کتل خو اوس داسې نۀ کوُو. ۱۷نو بيا کۀ څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوے مخلوق دے. زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول. ۱۸دا ټول هر څۀ د خُدائ پاک له طرفه دى، چا چې د مسيح په وسيله مونږ سره روغه وکړه او هغۀ مونږ ته د صُلح کولو خِدمت وسپارلو. ۱۹مطلب دا چې خُدائ پاک د مسيح په وسيله دُنيا سره صُلح کوله، او د هغوئ نافرمانى يې د هغوئ خلاف حساب نۀ کړه او د صُلح راوستو پېغام يې زمونږ په حواله کړو. ۲۰نو مونږ د مسيح پېغام وړُونکى يُو او خُدائ پاک زمونږ په وسيله دا خواست کوى، مونږ د مسيح د طرف نه تاسو ته مِنت کوُو چې د خُدائ پاک سره صُلح وکړئ. ۲۱خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.