يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - درويشتم باب

د بى‌بى ساره مرګ او ښخېدل

۱ساره يو سل اوويشت کاله ژوندۍ وه. ۲هغه د کنعان په مُلک کښې په حبرون کښې په حق ورسېده، او اِبراهيم د ساره په غم غمژن شو او هغې پسې يې ژړل. ۳اِبراهيم د مړى خوا نه پاڅېدو، حِتيانو له ورَغلو او وې فرمائيل چې، ۴”زۀ د پردى مُلک يم او تاسو سره اوسېږم، زما خپله زمکه نشته چې چرته زۀ خپله ښځه په يو مناسب ځائ کښې ښخه کړم. لږه زمکه په ما خرڅه کړئ.“ ۵هغوئ جواب ورکړو چې، ۶”نېکه، زمونږ خبره واوره، مونږ تا ته د يو تکړه مشر په سترګه ګورو. زمونږ د اديرې د ټولو نه ښۀ ځائ کښې خپل مړے ښخ کړه، تا به هيڅ څوک د يو ځائ نه هم د خپل مړى ښخولو نه نۀ منع کوى.“ ۷اِبراهيم پاڅېدو او د هغه مُلک خلقو يعنې حِتيانو ته يې د عزت نه سر ټيټ کړو ۸او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ ستاسو دا خوښه وى چې زۀ دلته خپل مړے ښخ کړم، نو د صحر زوئ عِفرون ته ووايئ ۹چې د خپل پټى په سر کښې د مکفيله غار په ما خرڅ کړى. زۀ به يې پوره قيمت ورکړم او تاسو ټول به د دې ګواهان شئ.“ ۱۰‏-۱۱عِفرون هلته د ښار د دروازې سره نزدې ناست وو، چې کله اِبراهيم دا عرض وکړو، نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”صاحِبه، دا ټول پټے سره د غار ستا په وړاندې دے. زما د خپلو خلقو په مخکښې زۀ دا ستا د مړى د قبر دپاره درکوم.“ ۱۲يو ځل بيا، اِبراهيم د هغه مُلک خلقو ته د عزت نه ټيټ شو ۱۳او عِفرون ته يې وفرمائيل، ”د دې ګواهانو په مخکښې، زۀ تا له د دې پټى پوره قيمت درکوم، چې خپله ښځه ښخه کړم. دا قيمت زما نه قبول کړه.“ ۱۴عِفرون جواب ورکړو چې، ۱۵”صاحِبه، زما خبره واوره، د دې ځائ قيمت صِرف څلور سوه د سپينو زرو سيکې به وى. په داسې لږ قيمت به مونږ په خپلو کښې څۀ يو بل ته سختيږو؟ خپل مړے ښخ کړه.“ ۱۶اِبراهيم د عِفرون دا خبره منظوره کړه او هغه سپين زر يې عِفرون ته وتلل چې د کومو په حقله يې چې د حِتيانو په مخکښې فرمائيلى وُو، د هغه وخت د سوداګرو د وزن مطابق، څلور سوه د سپينو زرو سيکې. ۱۷نو داسې اِبراهيم د عِفرون نه هغه د ممرۍ سره نزدې مکفيله په علاقه کښې هغه پټے واخستلو. پټے سره د هغه غار او ګېرچاپېره چې څومره ونې وې. ۱۸د ښار په دروازه کښې د جرګې د ټولو سړو په مخکښې دا زمکه د اِبراهيم شوه چرته چې حِتيان د دې ګواهان وُو. ۱۹د دې نه پس، اِبراهيم خپله ښځه ساره په کنعان وطن کښې د مکفيله د پټى په غار کښې ښخه کړه ۲۰چې کوم يې د حِتيانو نه اخستے وو.