يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - پينځلسم باب

يروشلم بې‌کاره د انګور بوټے دے

۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۲”اے بنى آدمه، د انګور د بوټى څانګه د ځنګل د نورو ونو څانګو نه په کوم لحاظ سره ښۀ ده؟ ۳آيا د دې لرګے د کوم شى د جوړولو دپاره استعمالولے شى؟ ولې هغوئ د دې نه موږى جوړوى چې څيزونه پرې راځوړند کړى؟ ۴او کله چې هغه په اور کښې د سوزولو دپاره وغورزولے شى او اور د دې دواړه سرونه وسوزوى او مينځ يې په سکرو بدل شى، آيا دا بيا د څۀ شى دپاره په کار راځى؟ ۵د سوزېدو نه مخکښې چې دا د هيڅ کار نۀ وو، نو بيا به دا څومره بې‌کاره وى کله چې دا په اور کښې وسوزيږى او سکارۀ شى؟ ۶نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د انګور بوټى د ځنګل په بوټو کښې ورکړو چې د خشاک دپاره استعمال شى نو هم دغه شان سلوک به زۀ د هغوئ سره وکړم څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. ۷زۀ به خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، اګر کۀ هغوئ د اور نه بهر راوتل خو اور به بيا هم هغوئ وسوزوى. نو کله چې زۀ خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۸زۀ به هغه زمکه ورانه ويجاړه کړم ځکه چې هغوئ زما سره بې‌وفائى کړې ده، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“