يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - پينځويشتم باب

مقدسه خېمه

۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما ته يوه نذرانه پېش کړى. چې څوک د زړۀ نه ما ته څۀ نذرانه پېش کول غواړى تۀ يې ترې نه اخله. ۳دا هغه نذرانې دى چې کومې به ترې نه تۀ اخلې، سرۀ زر، سپين زر او زېړ، ۴کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ کپړه، ۵سره رنګ شوې د ګډو څرمن، ښۀ څرمن، د کيکر لرګے، ۶د ډيوو دپاره تېل، د غوړولو د تېلو دپاره مصالحې او د خوشبويۍ مصالحې، ۷اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په مقدس واسکټ باندې چې پېش بند ورته وائى او د هغۀ د سينې جېب باندې ولګولے شى. ۸او خلق به زما دپاره يوه مقدسه خېمه جوړه کړى، نو زۀ به د هغوئ په مينځ کښې اوسېږم. ۹دا مقدسه خېمه او د هغې ټول سامان د هغې نقشې په مطابق جوړ کړئ کومه چې زۀ درته ښايم.

د لوظ صندوق

۱۰هغوئ به زما دپاره د کيکر د لرګى نه يو صندوق جوړ کړى، چې پينځۀ څلوېښت اِنچه اوږد وى، اوويشت اِنچه پلن او اوويشت اِنچه لوړ وى. ۱۱دننه او بهر ورباندې د سوچه سرو زرو پترے وخېژوه او د دې د سر نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه. ۱۲د وړلو دپاره ورله د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا ورله په څلورو پښو پورې ولګوه، چې دوه کَړۍ يو خوا وى او دوه بل خوا وى. ۱۳د وړلو دپاره ورله د کيکر لرګى نه بازوګان جوړ کړه او د سرو زرو پترى ورباندې وخېژوه ۱۴او دا بازوګان د صندوق د وړولو دپاره په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړه. ۱۵هغه بازوګان به په هغه کړو کښې پرېږدئ او وباسئ به يې ترېنه نه. ۱۶بيا د لوظ صندوق کښې هغه د کاڼو دوه تختې کېږده کومې چې زۀ درکوم، په کومو باندې چې حُکمونه ليکلى دى. ۱۷د سوچه سرو زرو يو سر ورله جوړ کړه چرته به چې کفاره ادا کيږى، چې پينځۀ څلوېښت اِنچه اوږد وى او اوويشت اِنچه پلن وى. ۱۸د ټکېدلے شوو سرو زرو نه دوه د وزرو والا مخلوق ورله جوړ کړه، ۱۹يو ورباندې په يو سر کښې او بل په بل سر کښې جوړ کړه نو چې دواړه د لوظ صندوق د کفارې د سر سره يوه ټُکړه شى. ۲۰د وزرو والا مخلوق دې د لوظ صندوق د کفارې په تخت باندې يو بل ته مخامخ وى او د هغوئ خورې وزرې دې د صندوق د کفارې تخت پټ کړى او مخونه به يې لاندې وى. ۲۱د کاڼى چې کومې دوه تختې زۀ درکوم هغه د لوظ صندوق کښې کېږده او هغه د کفارې تخت د صندوق دپاسه کېږده. ۲۲زۀ به تا سره هلته ملاقات وکړم او د دې دوو وزرو والا مخلوق په مينځ کښې چې د کفارې صندوق د سر دپاسه دى زۀ به تا له د اِسرائيلو دپاره خپل حُکمونه درکړم.

د پېش کېدونکې روټۍ مېز

۲۳د کيکر لرګى نه يو مېز جوړ کړه، چې شپږ دېرش اِنچه اوږد وى، اتلس اِنچه پلن او اوويشت اِنچه لوړ وى. ۲۴په دې د سوچه سرو زرو پترے وخېژوه او د دې نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه. ۲۵ګېرچاپېره درې اِنچه پلنه يوه ژۍ ورله جوړه کړه او ژۍ نه ګېرچاپېره د سرو زرو غاړه تاو کړه. ۲۶د دې وړلو دپاره د سرو زرو څلور ګول کَړۍ جوړې کړه او دا په هغه څلورو ګوټونو کښې ولګوه، چرته چې پښې دى. ۲۷دا کَړۍ به د ژۍ سره نزدې ولګولے شى چې هغه بازوګان ونيسى چې د کومو په ذريعه دا مېز وړلے شى. ۲۸دا بازوګان د کيکر لرګى نه جوړ کړه او په دې باندې د سرو زرو پترى وخېژوه. ۲۹د سوچه سرو زرو نه رکېبۍ او لوښى جوړ کړه او دغه شان د نذرانو تويَولو دپاره منګى او جامونه هم جوړ کړه. ۳۰دا مېز به د لوظ صندوق په مخکښې کېښودلے شى او ما ته پېش کړے شوې مقدسه روټۍ به د همېشه دپاره په مېز پرته وى.

ډيوټ

۳۱د سوچه سرو زرو نه يو ډيوټ جوړ کړه. د دې بېخ او د دې ډنډا د ټکېدلے شوو سرو زرو نه جوړ کړه، د دې د ښۀ ښکارېدلو دپاره ګلونه، سره د غوټو او پاڼو جوړ کړه، چې د دې سره يوه ټُکړه شى. ۳۲د ډيوټ د اړخونو نه دې شپږ څانګې وتلې وى، چې درې په يو طرف وى او درې په بل طرف وى. ۳۳د دې شپږ واړو څانګو به درې درې د ښۀ ښکارېدو ګلونه وى، دا به سره د غوټو او پاڼو د بادام د ګلونو په شان جوړ وى. ۳۴د ډيوټ د ډنډې به د ښۀ ښکارېدو څلور ګلونه وى، دا به سره د غوټو او د پاڼو د بادام د ګلونو په شان وى. ۳۵د دې درېو واړو څانګو د هرې يوې لاندې به يوه غوټۍ وى. ۳۶دا غوټۍ، څانګې او دا ډيوټ به د ټکېدلے شوو سوچه سرو زرو د يوې ټُکړې نه جوړ وى. ۳۷د ډيوټ دپاره اووۀ ډيوې جوړې کړه او هغه داسې کېږده چې د ډيوټ مخامخ ځليږى. ۳۸د هغې سرپوښونه او مجمعې د سوچه سرو زرو وى. ۳۹پينځۀ دېرش کلو سوچه سرۀ زر په دې ډيوټ او د دې په ټول سامان جوړولو کښې استعمال کړه. ۴۰ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړ کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“