يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - څلوېښتم باب

حضرت يوسف د قېديانو د خوبونو تعبير ښودل

۱څۀ موده وروستو د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى داسې څۀ غلط کار وکړو چې بادشاه ورباندې خفه شو. ۲فِرعون دې دواړو آفسرانو ته سخت غصه شو ۳او دوئ يې د څوکيدارانو د مشر په کور کښې قېد کړل، هم په هغه ځائ کښې چې چرته يوسف هم قېد وو. ۴دوئ ډېر وخت په قېدخانه کښې تېر کړو او د څوکيدارانو مشر يوسف ته يې حواله کړل چې د دوئ خِدمت کوى. ۵يوه شپه په قېدخانه کښې د مِصر د بادشاه ساقى او مشر نانبائى دواړو خوب وليدو او د هر يو خوب خپل خپل مطلب وو. ۶چې کله يوسف هغوئ له سحر ورَغلو، هغۀ دوئ پرېشانه وليدل. ۷هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو ولې نن دومره پرېشانه ښکارئ؟“ ۸هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ دواړو يو يو خوب ليدلے دے او دلته داسې هيڅ څوک هم نشته چې تعبير يې وکړى.“ يوسف ورته ووئيل چې، ”دا خو خُدائ پاک دے چې هغه د خوبونو د تعبير عِلم ورکوى، تاسو ما ته خپل خوبونه ووايئ.“ ۹نو ساقى ووئيل، ”زما په خوب کښې زما په مخکښې د انګورو بوټے وو، ۱۰د دې درې څانګې وې. چې څنګه د دې نه پاڼې راووتلې، غوټۍ راڅرګندې شوې او انګور پاخۀ شول. ۱۱ما د فِرعون پيالۍ په لاس کښې نيولې وه، نو ما انګور راواخستل او دا مې په پيالۍ کښې نچوړ کړل او هغۀ له مې ورکړل.“ ۱۲يوسف ووئيل، ”د دې تعبير دا دے، دا درې څانګې درې ورځې دى. ۱۳په دې درېو ورځو کښې به فِرعون تا آزاد کړى او په خپل ځائ به دې کښېنوى. تۀ به هغۀ له پيالۍ ورکړې او د مخکښې په شان به د هغۀ ساقى يې. ۱۴خو چې کله ستا دپاره هر څۀ سم شى نو ما مۀ هېروه او په ما ډېره مِهربانى وکړه فِرعون ته زما ذِکر وکړه او د دې قېدخانې نه خلاصېدلو کښې زما مدد وکړه. ۱۵ځکه چې زۀ د عبرانيانو د مُلک نه راتښتولے شوے وم او ما دلته په مِصر کښې داسې هيڅ کار نۀ دے کړے چې په دې قېدخانه کښې بندى شم.“ ۱۶چې کله مشر نانبائى پوهه شو چې د ساقى د خوب تعبير ښۀ وو، هغۀ هم يوسف ته ووئيل، ”ما هم خوب ليدلے دے، ما په سر د روټۍ درې ټوکرۍ روانې کړې وې. ۱۷د ټولو سر ته ټوکرۍ کښې د فِرعون دپاره هر قِسم روټۍ وې او مارغانو دا خوړلې.“ ۱۸يوسف جواب ورکړو، ”د دې تعبير دا دے. هغه درې ټوکرۍ درې ورځې دى. ۱۹په درېو ورځو کښې به فِرعون ستا نه سر قلم کړى. بيا به تا په يوه ونه کښې راځوړند کړى او مارغان به ستا غوښه وخورى.“ ۲۰په درېمه ورځ دا د فِرعون د پېدايښت ورځ وه، هغۀ خپلو ټولو درباريانو له يوه لويه روټۍ وکړه، هغۀ خپل ساقى او مشر نانبائى رابهر کړل او د خپلو درباريانو په مخکښې يې حاضر کړل. ۲۱فِرعون، ساقى بيا په خپل وړومبى ځائ کښېنولو او ساقى پيالۍ فِرعون له په لاس کښې ورکړه، ۲۲خو هغه مشر نانبائى يې راځوړند کړو. دا ټول هم هغه شان وشول لکه څنګه چې يوسف فرمائيلى وُو. ۲۳خو ساقى يوسف راياد نۀ کړو. او هېر يې کړو.