يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - دولسم باب

د جلاوطنۍ نښې

۱بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، تۀ د سرکشه قوم په مينځ کښې اوسېږې. هغوئ د کتلو دپاره سترګې لرى خو نۀ وينى او د اورېدو دپاره غوږونه لرى خو اورى نه، ځکه چې هغوئ سرکشه خلق دى. ۳نو په دې وجه اے بنى آدمه، خپل سامان داسې راغونډ کړه لکه چې تۀ په جلاوطنۍ روان يې. د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې روان شه او بل ځائ ته لاړ شه. شايد چې هغوئ په دې پوهه شى چې هغوئ به هم يوه ورځ جلاوطن شى، اګر چې هغوئ سرکشه قوم دے. ۴د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې خپل مال حال داسې راوباسه لکه چې د جلاوطنۍ دپاره دې راغونډ کړے وى. بيا په ماښام کښې د هغوئ په وړاندې داسې روان شه لکه چې څوک جلاوطن کړے شوے وى. ۵د هغوئ په وړاندې دېوال سورے کړه او خپل مال حال په هغه سورى کښې بهر کړه. ۶د هغوئ په وړاندې خپل مال حال اوږو ته اوچت کړه او هغه په تيارۀ کښې بهر يوسه. خپل مخ داسې پټ کړه چې وطن درته نۀ ښکارى، ما ځکه په تا دا هر څۀ وکړل چې تا د بنى اِسرائيلو قوم دپاره يو خبردارے کړم.“ ۷نو څنګه چې ما ته حکم شوے وو هم هغه شان ما وکړل. په ورځ کښې ما خپل سامان تړلے لکه د جلاوطنۍ دپاره راوويستلو. نو په ماښام کښې ما په خپلو لاسونو په دېوال کښې سورے وکړو. ما خپل سامان په توره تيارۀ کښې بهر کړو، په خپلو اوږو مې د هغوئ د سترګو د وړاندې اوچت کړو. ۸نو په سحر کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۹”اے بنى آدمه، ولې د بنى اِسرائيلو دې سرکشه قوم ستا نه تپوس ونۀ کړو چې، تۀ څۀ کوې؟ ۱۰نو هغوئ ته ووايه چې، زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمايم چې دا پېغام د يروشلم د شهزاده او د هغه ټولو خلقو دپاره دے څوک چې په کښې اوسيږى. ۱۱هغوئ ته ووايه چې، زۀ ستاسو دپاره نمونه يم. څنګه عمل چې ما وکړو نو هم هغه شان به د يروشلم د خلقو سره وشى، هغوئ به جلاوطن او قېديان کړے شى. ۱۲د هغوئ په مينځ کښې شهزاده به هم په تيارۀ کښې خپل سامان په خپله اوږه اوچت کړى او لاړ به شى، او هغه به دېوال سورے کړى چې په هغې ووځى. هغه به خپل مخ پټ کړى چې هغه وطن ورته نۀ ښکارى د کوم نه چې هغه روان دے. ۱۳نو زۀ به خپل جال هغۀ ته خور کړم، او هغه به زما په جال کښې راګېر شى، زۀ به هغه بابل ته د کلدانيانو مُلک ته راولم، خو هغه به يې ونۀ وينى، او هلته به هغه مړ شى. ۱۴زۀ به د هغۀ نه ګېرچاپېره د هغۀ ټول نوکران او فوجيان خوارۀ وارۀ کړم او هغوئ پسې به تُوره راوکاږم. ۱۵نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ دوئ په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم. ۱۶خو زۀ به د هغوئ نه څۀ کسان د تُورې، قحط او د وبا د مرګ نه بچ کړم، نو چې کومو قومونو ته دوئ ځى نو دوئ به د خپلو ټولو بدو اعمالو اقرار وکړى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

يو بله نښه، د حزقى‌ايل نبى يرېدل

۱۷د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۱۸”اے بنى آدمه، کله چې خوراک کوې نو ريږده، او کله چې اوبۀ څښې نو د يرې نه لړزېږه. ۱۹خلقو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى د هغه خلقو په حقله څوک چې په يروشلم کښې او د اِسرائيل په مُلک کښې اوسيږى، هغوئ به خپل خوراک په رېږدېدو سره کوى او اوبۀ به په مايوسۍ سره څښى، ځکه چې د دوئ د زمکې نه به هر څۀ چې په کښې دى لوټ شى د هغوئ ټولو د قتل و غارت زياتى په وجه څوک چې په کښې اوسيږى. ۲۰د خلقو آباد ښارونه به برباد او زمکې به ويجاړې شى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

د مالِک خُدائ خبره به زر پوره شى

۲۱د مالِک خُدائ کلام په ما بيا نازل شو، ۲۲”اے بنى آدمه، دا کوم متل دے چې تاسو يې د بنى اِسرائيلو په زمکه باندې کوئ يعنې، ورځې روانې دى او هره يوه پېشګوئې نۀ پوره کيږى؟ ۲۳هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ دا متل ختموم، او دوئ به هيڅکله بيا په اِسرائيل کښې دا ونۀ وائى. هغوئ ته ووايه، هغه ورځې رانزدې دى چې هره يوه پېشګوئې به پوره شى. ۲۴ځکه چې په اِسرائيل کښې به نور نۀ د دروغو روياګانې او نۀ به د چاپلوسۍ پال ليدلے شى. ۲۵ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ چې څۀ ووايم هغه به پوره شى، او هغه به نور ايسار نۀ شى، اے سرکشه بنى اِسرائيله، بې‌شکه زۀ به ستاسو په ژوند کښې خپله خبره وکړم او هغه به پوره هم کړم. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې وفرمائيل.“ ۲۶نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲۷”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو خلق داسې وائى چې، حزقى‌ايل د ډېر لرې وخت په حقله خبرې کوى. د هغۀ رويا به ډېر وخت اخلى او زر به پوره نۀ شى. ۲۸نو په دې وجه تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نور وخت به نۀ لګى، زۀ به اوس هغه هر څۀ پوره کړم کوم چې ما وفرمائيل. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“