يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اووۀ اتيايم زبور

د قورح د زامنو يو زبور

د يروشلم په صِفت کښې

۱هغۀ د ښار بنياد په مقدس غر باندې لګولے دے.

۲د صيون د ښار سره مالِک خُدائ مينه کوى

د يعقوب د نورو ښارونو په نسبت ورسره زياته مينه کوى.

۳ستا په حقله د جلال خبرې شوې دى،

اے د خُدائ پاک ښاريې.

۴څوک چې ما پېژنى زۀ به په هغوئ کښې مِصر او بابل وشمېرم.

فلستيه او صور او هم ايتهوپيا.

زۀ به دا وايم چې، ”دا هم په صيون کښې پېدا شوى دى.“

۵خو د صيون په حقله به وئيلے شى،

”هر څوک چې په دې ښار کښې پېدا شوى وُو نو هغه به د دې ښار شمېرلے شى،

او خُدائ تعالىٰ به په خپله دې ښاريې له برکت ورکړى.“

۶مالِک خُدائ به د قومونو په مردم‌شمارۍ کښې داسې وليکى،

چې، ”دا دى هغه خلق چې صيون کښې پېدا شوى دى.“

۷نو خلق به شپيلۍ غږوى او سندرې به وائى،

چې، ”صيون د ټولو برکتونو سرچشمه ده.“