يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے - شلم باب

د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل

۱د اِتوار په ورځ سحر وختى چې لا توره خړه وه مريم مګدلينى قبر له لاړه او وې کتل چې د غار د خولې نه کاڼے لرې کړے شوے وو. ۲نو هغه په منډه شمعون پطروس او هغه بل مريد له راغله چا سره چې عيسىٰ مينه کوله او ورته يې ووئيل چې، ”هغوئ مالِک د قبر نه وړے دے، او مونږ ته دا پته نشته چې کوم ځائ هغوئ د هغۀ لاش ښخ کړے دے.“ ۳نو پطروس او هغه بل مريد راووتل او قبر طرف ته روان شول. ۴هغوئ دواړو يو ځائ منډې وهلې خو هغه بل مريد د پطروس نه مخکښې شو او قبر ته وړاندې ورسېدو. ۵هغۀ سر ټيټ کړو او دننه يې وکتل چې د کتان کفن هلته پروت وو خو دننه ورنۀغلو. ۶بيا شمعون پطروس چې په هغۀ پسې وو راورسېدو او غار ته ورننوتو. د کتان هغه کفن يې هلته پروت وليدو ۷او هغه رومال چې د عيسىٰ سر يې پرې تړلے وو د کتان د کفن سره نۀ وو بلکې ځان له جدا انغښتے شوے په يو بل ځائ کښې پروت وو. ۸بيا هغه بل مريد څوک چې قبر ته مخکښې رسېدلے وو هغه هم قبر ته ورننوتو او وې ليدل او يقين يې پرې وکړو. ۹نو اوس هم هغوئ د صحيفو په مطلب پوهه نۀ وُو چې عيسىٰ به خامخا د مړو نه بيا ژوندے پاڅى.

د حضرت عيسىٰ مريم مګدلينى ته څرګندېدل

۱۰نو مريدان واپس خپلو کورونو ته لاړل. ۱۱خو مريم د قبر نه بهر ولاړه وه او ژړل يې. او په ژړا کښې هغه ورټيټه شوه چې غار کښې دننه وګورى. ۱۲او هغې هلته دوه فرښتې په سپينو جامو کښې د لاش په ځائ ناستې وليدې، يوه سر ته او بله پښو ته، په هغه ځائ کښې چرته چې د عيسىٰ لاش کېښودے شوے وو. ۱۳هغوئ د هغې نه تپوس وکړو چې، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟“ هغې جواب ورکړو چې، ”هغوئ زما مالِک چرته اوړے دے او ما ته پته نشته چې هغه يې کوم ځائ ښخ کړے دے.“ ۱۴د دې خبرو نه پس هغې مخ راواړولو او عيسىٰ يې هلته ولاړ وليدو، خو هغې ونۀ پېژندلو چې دا عيسىٰ دے. ۱۵عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟ تۀ څوک لټوې؟“ هغې دا خيال وکړو چې دا د دې باغ مالى دے، نو ورته يې ووئيل، ”صاحبه، کۀ چرې تا هغه د دې ځائ نه وړے وى نو ما ته ووايه چې هغه دې کوم ځائ ښخ کړے دے، او زۀ به هغه يوسم.“ ۱۶عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مريمې.“ هغې هغۀ ته مخ ورواړولو او په آرامى ژبه کښې يې وئيل، ”ربونى.“ چې مطلب يې اُستاذ دے. ۱۷عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ګوره چې ما ته لاس رانۀ وړې ځکه چې زۀ لا خپل پلار ته نۀ يم ورغلے. خو زما وروڼو له لاړه شه او هغوئ ته ووايه چې زۀ خپل پلار له او ستاسو پلار له، خپل خُدائ پاک له او ستاسو خُدائ پاک له پاس ځم.“ ۱۸مريم مګدلينى مريدانو له لاړه او وې وئيل چې، ”ما مالِک وليدو.“ او هغې هغوئ ته د هغه هر څۀ حال ووئيلو څۀ چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو.

د حضرت عيسىٰ مريدانو ته څرګندېدل

۱۹د پير په شپه چې مريدانو د يهوديانو د يرې نه دروازې بندې کړې وې ناست وُو، چې په دې کښې عيسىٰ راغلو، د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“ ۲۰د دې نه پس هغۀ هغوئ ته خپل لاسونه او خپله پښتۍ وښودله. نو چې کله مريدانو مالِک وليدو نو هغوئ ډېر خوشحاله شُو. ۲۱عيسىٰ يو ځل بيا وفرمائيل چې، ”په تاسو دې سلامتيا وى، څنګه چې پلار زۀ رالېږلے يم هم دغسې زۀ تاسو لېږم.“ ۲۲بيا يې په هغوئ وپوکل او وې فرمائيل، ”زما له خوا نه روحُ القُدس قبول کړئ. ۲۳کۀ چرې تاسو د چا ګناهونه وبخښئ نو هغوئ به وبخښلے شى، او کۀ تاسو هغوئ ونۀ بخښئ نو هغوئ به ونۀ بخښلے شى.“

حضرت عيسىٰ او توما

۲۴په دولسو مريدانو کښې يو توما چې برغونے هم بللے شى کله چې عيسىٰ راغے هغه د نورو سره موجود نۀ وو. ۲۵نو نورو مريدانو هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ مالِک وليدلو.“ خو توما هغوئ ته ووئيل چې، ”ترڅو چې ما د هغۀ په لاس کښې د مېخونو زخمونه ليدلى نۀ وى او د مېخونو په زخمونو مې ګوتې وهلې نۀ وى، او خپل لاس مې د هغۀ په پښتۍ نۀ وى لګولے نو زۀ به په دې هيڅکله يقين ونۀ کړم.“ ۲۶اتۀ ورځې پس د هغۀ مريدان بيا په هماغه کور کښې دننه راجمع وُو او توما هم د هغوئ سره موجود وو. اګر کۀ دروازې تالا وې خو عيسىٰ راغلو د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې فرمائيل، ”په تاسو دې سلامتيا وى.“ ۲۷بيا هغۀ توما ته وفرمائيل، ”خپلې ګوتې دلته کېږده او زما لاسونه ووينه او خپل لاس راوړاندې کړه او زما په پښتۍ يې ولګوه. نور شک مۀ کوه خو يقين کوه.“ ۲۸توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“ ۲۹عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”په دې چې تا زۀ وليدم نو ايمان دې راوړو. بختور دى هغوئ چا چې زۀ نۀ يم ليدلے او ايمان يې راوړے دے.“

د دې کِتاب مقصد

۳۰عيسىٰ د خپلو مريدانو په موجودګۍ کښې نورې هم ډيرې معجزې څرګندې کړې دى، کومې چې په دې کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوې. ۳۱خو دا يو څو معجزې ځکه ليکلے شوې دى چې تاسو په دې ايمان راوړئ چې عيسىٰ هم مسيح، يعنې د خُدائ پاک زوئ دے، او چې د ايمان راوړلو په وسيله تاسو ته د هغۀ په نوم ژوندون مِلاو شى.