يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - څلور پنځوسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د تاريزه سامان سره د حضرت داؤد يو نظم کله چې زيفت ساؤل له لاړو او وې وئيل، ”داؤد زمونږ سره پټ دے.“

د دشمنانو نه د حفاظت دپاره دُعا

۱په خپل نوم سره دې ما ته خلاصون راکړه خُدايه،

په خپل قدرت سره دې زما بې‌ګناهى ثابته کړه.

۲دُعا زما واوره، اے پاکه خُدايه،

د خولې خبرې زما واوره.

۳پردى خلق په ما حملې کوى او ظالمان زما د مرګ کوشش کوى،

او هغوئ د خُدائ پاک پرواه نۀ کوى.

۴خو بې‌شکه خُدائ زما مددګار دے،

او مالِک خُدائ په خپله ما ژوندے ساتى.

۵زما دشمنان دې په خپلو بدو کښې په خپله راګېر شى،

او خپله وفادارى دې وښايه او دوئ تباه کړه.

۶زۀ به د زړۀ نه تا ته نذرانې پېش کړم،

ځکه چې ستا نوم خوږ دے زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت وکړم.

۷بې‌شکه چې زۀ تا د ټولو مصيبتونو نه بچ کړم،

او زۀ د خپلو دشمنانو شکست په خپلو سترګو باندې وينم.