يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - ديارلسم باب

د فلستيانو خِلاف جنګ

۱ساؤل د دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شو او هغۀ دوه څلوېښت کاله په بنى اِسرائيلو بادشاهى وکړه. ۲ساؤل درې زره سړى خوښ کړل، دوه زره يې د ځان سره په مِکماس کښې او د غرونو مُلک بيت‌ايل کښې وساتل او زر سړى يې د خپل زوئ يونتن سره جبعې ته ولېږل چې د بنيامين د قبيلې علاقه ده. باقى پاتې سړى ساؤل کورونو ته ولېږل. ۳يونتن په فلستيانو حمله وکړه او په جبعه کښې يې د هغوئ قلعه تباه کړه او ټول فلستيان د دې نه خبر شول. بيا ساؤل پېغام وړُونکى ولېږل چې عبرانيان د جنګ دپاره راوغواړى او په ټول مُلک کښې يې د خبردارى دپاره بيګلې وغږولې. ۴نو ټول بنى اِسرائيليان خبر شول چې ساؤل فلستىے مشر وژلے دے او دا چې فلستيان ستاسو نه نور نفرت هم کوى. نو خلق راغونډ شول او په جِلجال کښې د ساؤل سره شول. ۵فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف د جنګ دپاره راغونډ شول، د هغوئ سره دېرش زره جنګى ګاډۍ وې، شپږ زره په آسونو سوارۀ کسان او دومره ډېر فوجيان ورسره وُو لکه چې په سمندر کښې څومره شګې دى. هغوئ د بيت‌آون نمرخاتۀ طرف ته مِکماس ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې. ۶کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې حالات نازک دى او د هغوئ لښکر د سختۍ سره مخ دے، نو هغوئ د ګټو په غارونو او سورو کښې، ونو بوټو او په کُوهو کښې پټ شول، ۷هغه نور د جاد او جِلعاد علاقې ته د اُردن سيند نه پورې وتل. ساؤل تر اوسه پورې په جِلجال کښې وو او د هغۀ سره چې کوم خلق وُو هغوئ د يرې نه ريږدېدل. ۸هغۀ اووۀ ورځې د سموئيل اِنتظار وکړو، لکه څنګه چې سموئيل ورته فرمائيلى وُو، خو سموئيل بيا هم جِلجال ته رانۀ غلو. نو خلقو د ساؤل په پرېښودو شروع وکړه، ۹نو هغۀ ورته ووئيل، ”ما له سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې راوړئ.“ او هغۀ په خپله يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کړه، ۱۰او چې څنګه يې نذرانه ختمه کړه، نو سموئيل راورسېدو. ساؤل هغۀ سره مِلاوېدو او ستړى مشى له ورَغلو، ۱۱خو سموئيل وفرمائيل، ”تا څۀ کړى دى؟“ ساؤل جواب ورکړو، ”خلق زما نه تلل، خو چې تا څنګه فرمائيلى وُو نو تۀ په مقرر وخت رانۀ غلې، د دې نه علاوه، فلستيان په مِکماس کښې د جنګ دپاره راغونډيږى. ۱۲نو زما خيال دا وو چې فلستيان دلته په ما باندې په جِلجال کښې حمله کوى، خو ما مالِک خُدائ ته سوال نۀ وو کړے او زۀ مجبور وم چې نذرانه پېش کړم.“ ۱۳سموئيل ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”داسې کول بې‌وقوفى وه. تا د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکم نۀ دے منلے. کۀ تا منلے وے نو هغۀ به تۀ او ستا اولاد بادشاهان جوړ کړى وئ چې همېشه دپاره په بنى اِسرائيلو حکومت وکړئ. ۱۴خو اوس به ستا بادشاهى ختمه شى. ځکه چې تا د هغۀ نافرمانى کړې ده، مالِک خُدائ يو داسې سړے لټولے دے چې د هغۀ خوښ وو او هغه يې د خپلو خلقو بادشاه مقرر کړے دے.“ ۱۵سموئيل د جِلجال نه روان شو او په خپله مخه لاړو. پاتې خلق په ساؤل پسې لاړل چې د فوجيانو سره شامل شى، هغوئ د جِلجال نه د بنيامين په علاقه کښې جبعې ته لاړل. ساؤل د خپل لښکر معائنه وکړه چې تقريباً شپږ سوه سړى پاتې وُو. ۱۶ساؤل، د هغۀ زوئ يونتن او د دوئ سړو د بنيامين په علاقه جبعه کښې خېمې ولګولې، د فلستيانو خېمې په مِکماس کښې وې. ۱۷فلستى فوجيان په درېو ډلو کښې د حملې دپاره د خپلو خېمو نه ووتل، يوه قبيله د سعال په علاقه کښې عفره ته لاړه، ۱۸بله ډله بيت‌حورون طرف ته لاړه او هغه بله يوه د حد پولې ته لاړه چې د کوم ځائ نه د صبوئيم وادى او بيابان ښکارېدو. ۱۹(په بنى اِسرائيلو کښې لوهار نۀ وو ځکه چې د فلستيانو اراده دا وه چې عبرانيان تُورې او نېزې جوړې نۀ کړى. ۲۰بنى اِسرائيليان به د خپلو يوو، ګينټو، تبرُونو او لورونو تېرولو دپاره فلستيانو له تلل، ۲۱د تبرُونو او لورونو د تېرۀ کولو او د غوَيى د سامان مرمت کولو مزدورى يوه وړه سيکه وه او دوه سيکې د يوې او ګينټۍ تېرۀ کولو دپاره وې.) ۲۲نو د جنګ په هغه ورځ باندې د ساؤل او د هغۀ زوئ يونتن نه بغېر د يو بنى اِسرائيلى فوجى سره هم تُوره يا نېزه نۀ وه. ۲۳فلستيانو د فوجيانو يوه ډله ولېږله چې د مِکماس د درې حِفاظت وکړى.