يوسفزئ
خط

د عبرانيانو په نوم خط - نهم باب

دُنياوى او آسمانى عبادتخانې

۱غرض دا چې په اولنى لوظ کښې هم د عبادت او د زمکنى عبادتخانې هدايت وو. ۲نو يوه خېمه جوړه کړے شوه چې په اوله حِصه کښې ډيوټ، مېز او پېش کړے شوې روټۍ وې، چې ورته مقدس ځائ وائى. ۳او د دوېمې پړدې نه وروستو هغه خېمه وه چې ورته زيات مقدس ځائ وائى. ۴په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربان‌ګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو. ۵د لوظ صندوق دپاسه د وزرو والا مخلوق جوړ شوى وُو چې د کفارې په تخت يې سورے کړے وو. مونږ اوس دا خبرې په نور تفصيل نۀ شُو بيانولے. ۶هر کله چې دا څيزونه دغه شان تيار کړے شول نو اولنۍ خېمې ته به اِمامان همېشه وخت په وخت ورننوتل او خپل د عبادت کار به يې کولو. ۷خو دوېمې ته صرف مشر اِمام په ټول کال کښې يو ځل ورتلو، او بغېر د هغه وينې نه نۀ ورتلو چې هغۀ د ځان دپاره او د اُمت د ناپوهۍ د ګناهونو دپاره پېش کوله. ۸په دې طريقه روحُ القُدس دا اِشاره کوى چې تر اوسه پورې زيات مقدس ځائ ته لار خلاصه شوې نۀ ده لا ترڅو چې پخوانۍ خېمه ولاړه وه. ۹دا خېمه د موجوده زمانې يو مِثال دے او په دې کښې داسې نذرونه او قربانۍ ورکړے شوې چې په هغې د عبادت کوونکى ضمير پاک کولے نۀ شو. ۱۰بلکې د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک او د پاکېدو تر مختلفو رسمونو پورې وو. دا احکامات تر هغې پورې مقرر دى ترڅو چې هغه وخت راشى چې هر څۀ صحيح کړى. ۱۱خو کله چې مسيح د ښو څيزونو دپاره د مشر اِمام په طور راغے نو هغۀ په هغه لويه او کامله خېمه کښې خِدمت وکړو، چې انسان هغه خېمه نۀ ده جوړه کړې او نۀ هغه د دې دُنيا ده. ۱۲هغه يو ځل د ټولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتو، د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو. ۱۳کۀ چرې د چېلو او غوَيانو په وينو نوستلو او د سخو په ايرو سره ناپاک خلق او د هغوئ بدنونه پاک کولے شى، ۱۴نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بې‌عېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو. ۱۵په دې وجه مسيح د نوى لوظ مينځګړے دے. نو مقصد يې دا دے چې څوک خُدائ پاک بللى دى چې هغوئ هغه وعده کړے شوے ابدى ميراث حاصل کړى، ځکه چې کومه قربانى چې مسيح ورکړه هغې هغوئ د هغه اولنى لوظ د خطاګانو نه آزاد کړل. ۱۶ځکه چرته چې وصيت دے هلته د وصيت کوونکى مرګ ثابتول هم ضرورى دى، ۱۷ځکه چې وصيت د مرګ نه پس جارى کيږى او ترڅو چې وصيت کوونکے ژوندے وى تر هغې دا وصيت نۀ جارى کيږى. ۱۸هم دغسې اولنے لوظ هم بغېر د وينې نه نۀ وو شوے. ۱۹ځکه چې کله موسىٰ ټول اُمت ته د شريعت هر يو حُکم واورولو نو هغۀ د سخو او چېلو وينه د اوبو او سرې وړۍ او د ويلنې سره راواخسته او په خپله يې په هغه کِتاب او په ټول اُمت ونوستله، ۲۰او هغۀ وفرمائيل چې، ”دا د هغې لوظ وينه ده د کوم حُکم چې خُدائ پاک تاسو له درکړے دے.“ ۲۱او هم دغه شان هغۀ په خېمه کښې او په عبادت کښې استعمالېدونکو ټولو څيزونو باندې وينه ونوستله. ۲۲په حقيقت کښې ټول څيزونه د شريعت په مطابق وينه پاکوى، او بغېر د وينې د تويولو نه د ګناهونو معافى نۀ کيږى.

د حضرت عيسىٰ مسيح په قربانۍ ګناه ختميږى

۲۳د آسمانى څيزونو نمونې دپاره دا ضرورى وه چې هغه په دې طريقه پاک کړے شى، خو آسمانى څيزونو ته په خپله د دې نه د ښې قربانۍ ضرورت دے. ۲۴ځکه چې مسيح هغه مقدس ځائ ته ورداخل نۀ شو چې په انسانى لاسونو جوړ وو چې د حقيقى عبادتخانې نقل وو، بلکې هغه په خپله په آسمان کښې داخل شو چې د خُدائ پاک په حضور کښې زمونږ دپاره حاضر شى. ۲۵هغه آسمان ته د خپل ځان د بار بار قربانۍ پېش کولو دپاره داخل نۀ شو څنګه چې مشر اِمام په زمکه باندې کال په کال هغه زيات مقدس ځائ ته د ځناورو د وينى سره ورننوځى. ۲۶ځکه چې داسې به هغۀ د دُنيا د پېدايښت نه دا تکليف بيا بيا زغملو. خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى. ۲۷او لکه چې څنګه د بنى آدم دپاره يو ځل مړ کېدل مقرر دى، او د هغې نه پس به عدالت ته وړاندې کيږى، ۲۸نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.