يوسفزئ

کوچنۍ پېغمبر

د حضرت هوسيع نبى کِتاب - لسم باب

۱بنى اِسرائيل د انګورو زرخيزه بوټے وو چې ښۀ کافى مېوه به يې نيوله. خو څومره چې يې مېوه زياتېده نو دومره ډېرې به يې د بُتانو قربان‌ګاه جوړولې. څومره چې د هغوئ مُلک ترقى کوله نو دومره يې د بُتانو مخصوص ستنې ښائسته کولې. ۲د چا زړونه چې د دوکې نه ډک دى نو هغوئ ته خو به د خپلو ګناهونو سزا ملاويږى. خُدائ پاک به د هغوئ قربان‌ګاه ورانې کړى او د هغوئ مقدسې ستنې به ټوټې ټوټې کړى. ۳نو خلق به ډېر زر دا خبره وکړى چې، ”زمونږ بادشاه ځکه نشته چې مونږ د مالِک خُدائ نه نۀ يرېدو. خو کۀ بادشاه وے هم، نو هغۀ زمونږ دپاره څۀ کولے شول؟“ ۴هغوئ لافې کوى، د دروغو قسمونه خورى او تشې وعدې کوى. د هغوئ اِنصاف د هغه زهرژن بوټو په شان دے چې د تخم دپاره تيار پټى کښې پخپله رازرغون شى. ۵د سامريه ښار اوسېدونکى د يرې نه ريږدى چې په بيت‌آون کښې به د سخى بُت سره څۀ کيږى. د دې خلق به د دې دپاره ژړا کوى، او د دې اِمامان به د دې شان او شوکت يادوى او ماتم به کوى، ځکه چې دا به د دوئ نه بل مُلک ته يوړلے شى. ۶هغه بُت به اسور ته يوړلے شى چې عظيم بادشاه ته په محصُول کښې پېش کړے شى. بنى اِسرائيل به بې‌عزته شى او وبه شرميږى ځکه چې هغوئ په دې بُت باندې يقين کولو. ۷سامريه او د هغې بادشاه به داسې يوړلے شى لکه چې د اوبو دپاسه د لرګى يوه ټوکړه وى. ۸د آون علاقائى عبادتخانې به تباه شى چرته چې بنى اِسرائيلو ګناه کوله. د هغوئ په قربان‌ګاهو باندې به واښۀ او ازغى راشنۀ شى. نو خلق به غرونو ته چغې وهى چې، ”مونږ پټ کړه.“ او غونډو ته به چغې وهى چې، ”په مونږ راپرېوځه.“

د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سره د عدالت اعلان کول

۹مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيله، د هغه وخت نه چې تا په جبعه کښې ګناه کوله تر اوسه پورې هم هغه شان ګناه کوې. نو ولې دا مناسبه نۀ وه چې په دغه بدعملو په جبعه کښې جنګ راغلو؟ ۱۰نو اوس چې کله زما مرضى وى زۀ به تاسو له سزا درکړم. قومونه به ستاسو خِلاف راجمع شى کله چې تاسو ته ستاسو د ګناهونو سزا دوه چنده مِلاو شى. ۱۱اِسرائيل يو تربيت يافته سخے دے او ښۀ په شوق غنم غوبل کوى. خو بيا ما په خپله د دې په ښائسته څټ د سخت محنت دپاره جغ کېښودو. ما يهوداه يوې کولو ته جوړ کړے دے او اِسرائيل به دا په خپله ماله کړى. ۱۲ما ورته ووئيل چې، د صداقت ښۀ تخم وکَره نو د مينې فصل به وريبې. د خپلو زړونو سخته زمکه يوه وکړئ ځکه چې اوس د مالِک خُدائ د لټون وخت دے چې هغه راشى او په تاسو د صداقت باران وورَوى. ۱۳خو تا بدعملى وکَرله او د بې‌اِنصافۍ فصل دې ورېبلو. تا د دوکې مېوه خوړلې ده. ځکه چې تا په خپلو جنګى ګاډو او په خپلو بې‌شمېره فوجيانو اعتبار کولو. ۱۴نو ځکه به ستا په خلقو جنګ راشى او ستاسو ټولې قلعې به تباه شى. دا به هم هغه شان وى لکه څنګه چې شلمن بادشاه بيت‌اربيل په جنګ کښې تباه کړو او ميندې يې سره د هغوئ د بچو زمکې له راوويشتلې. ۱۵نو اے د بيت‌ايل خلقو، تاسو سره به هم داسې کار کيږى، ځکه چې ستاسو بدعملى د حد نه زياته ده. څنګه چې د عدالت ورځ شروع شى، نو د اِسرائيل بادشاه به تباه او برباد شى.“