يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - درې څلوېښتم باب

مِصر ته دوېم سفر

۱نو په کنعان کښې قحط نور هم سخت شو، ۲او چې کله د يعقوب کورنۍ ټوله غله وخوړله کومه چې د مِصر نه راوړلے شوې وه، يعقوب خپلو زامنو ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شئ او زمونږ دپاره لږه نوره غله راوړئ.“ ۳يهوداه هغۀ ته ووئيل، ”هغه سړى مونږ ته په ټينګه خبردارے راکړے دے چې مونږ د ځان سره خپل ورور نۀ وى راوستلے نو مونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے. ۴کۀ تۀ مونږ سره زمونږ ورور لېږل غواړې، نو مونږ به لاړ شُو او ستا دپاره به خوراک واخلو. ۵او کۀ تۀ نۀ غواړې، نو مونږ به نۀ ځُو، ځکه چې هغه سړى مونږ ته وئيلى دى چې مونږ سره خپل ورور نۀ وى نو مونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے.“ ۶يعقوب ورته وفرمائيل، ”تاسو زۀ په دومره سخت تکليف کښې ولې آخته کړے يم چې هغه سړى ته مو ووئيل چې زمونږ بل ورور هم شته؟“ ۷هغوئ جواب ورکړو، ”هغه سړى زمونږ او زمونږ د خاندان په حقله تپوسونه کول چې، ستاسو پلار تر اوسه پورې ژوندے دے څۀ؟ ستاسو بل ورور شته څۀ؟ مونږ خو صِرف د هغۀ د تپوسونو جواب ورکولو. مونږ ته څۀ پته وه چې هغه به مونږ ته وائى چې تاسو د ځان سره خپل ورور هم راولئ؟“ ۸يهوداه خپل پلار ته ووئيل، ”دا هلک ما سره ولېږه او مونږ به سمدستى لاړ شُو. هسې نه چې مونږ او تاسو سره د خپلو ماشومان او د لوږې نه مړۀ شُو. ۹زۀ به په خپله د هغۀ حِفاظت کوم او تۀ د هغۀ ذمه وارى زما په غاړه کولے شې. کۀ زۀ دے تا له واپس روغ او سلامت رانۀ ولم، نو زۀ به همېشه تا ته ملامته يم. ۱۰کۀ مونږ دومره وخت ضائع کړے نۀ وے، نو مونږ به هلته تلى وو او تر اوسه پورې به دوه ځل واپس هم راغلى وُو.“ ۱۱خپل پلار هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ هم دغه شان کيږى، نو د دې مُلک د ټولو نه ښۀ څيزونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ او هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ، لږ عطر، شات، خوشبودارې مصالحې، پسته او بادام. ۱۲د خپل ځان سره يو په دوه روپۍ يوسئ، ځکه چې کومې روپۍ ستاسو د بوجو په خُلو کښې واپس کړے شوې وې تاسو هغه خامخا واپس کړئ. کېدے شى چې په غلطۍ سره داسې شوى وى. ۱۳خپل ورور روان کړئ او سمدستى هغه سړى له واپس لاړ شئ. ۱۴قادر خُدائ دې هغه سړے په تاسو مِهربانه کړى، نو چې هغه بنيامين او هغه ستاسو بل ورور دواړه تاسو ته واپس کړى. خو کۀ زما بچى خامخا مړۀ کيږى، نو مړۀ دې شى.“ ۱۵نو د هغۀ زامنو هغه تُحفې او يو په دوه روپۍ واخستلې او مِصر ته د بنيامين سره روان شول. او هلته د يوسف په حضور کښې پېش شول. ۱۶چې کله يوسف بنيامين د هغوئ سره وليدلو، نو هغۀ د خپل کور مشر خِدمتګار ته ووئيل، ”دا سړى زما کور ته بوځه. د غرمې روټۍ به دوئ زما سره وخورى، نو يو څاروے حلال کړه او تيار يې کړه.“ ۱۷نو خِدمتګار هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته حُکم شوے وو او هغه کسان يې د يوسف کور ته بوتلل. ۱۸چې کله يې هغوئ کور ته راروان کړى وُو، هغوئ ويرېدل او فکر يې کولو چې، ”مونږ ته په وړومبى ځل چې کومې روپۍ واپس کړے شوې وې د هغې په وجه يې دلته راروان کړى يُو. دوئ به ناڅاپى په مونږ حمله وکړى، زمونږ خرۀ به بوځى او مونږ به خپل غلامان کړى.“ ۱۹نو د کور د دروازې سره هغوئ مشر خِدمتګار ته ووئيل، ۲۰”اے صاحِبه، مونږ دلته يو ځل مخکښې د خوراک اخستلو دپاره راغلى وُو. ۲۱مونږ چې کله سرائى ته ورسېدو، مونږ خپلې بوجۍ کولاو کړې، نو هر يو کس خپلې ټولې روپۍ د خپلې خپلې بوجۍ په خولۀ کښې وموندلې. مونږ هغه د ځان سره واپس راوړې دى. ۲۲مونږ ځان سره د نور خوراک اخستلو دپاره نورې روپۍ هم راوړې دى. مونږ ته پته نشته چې هغه روپۍ زمونږ په بوجو کښې چا واپس اېښې وې.“ ۲۳د خِدمتګارانو مشر ورته ووئيل، ”خېر به شى، مۀ يرېږئ. ستاسو او ستاسو د پلار خُدائ پاک درله هغه روپۍ ستاسو په بوجو کښې اېښې وې. ستاسو روپۍ ما ته مِلاو شوې.“ بيا هغۀ شمعون هغوئ له راوستلو. ۲۴هغه خِدمتګار دوئ دننه کور ته بوتلل او هغوئ له يې د پښو وينځلو دپاره اوبۀ ورکړې او د هغوئ خرونو ته يې واښۀ واچول. ۲۵هغوئ خپلې تُحفې تيارې کړې چې يوسف ته يې پېش کړى چې کله هغه د غرمې راورسيږى، ځکه چې هغوئ ته وئيلى شوى وُو چې هغوئ به د هغۀ سره روټۍ خورى. ۲۶چې کله يوسف کور ته راغلو، هغوئ تُحفې دننه کور ته هغۀ له يوړې او د هغۀ په مخکښې ته ټيټ شول. ۲۷هغۀ د هغوئ نه د خېر خېريت پوښتنه وکړه او بيا يې ورته ووئيل، ”تاسو ما ته د خپل ضعيف پلار په حقله وئيلى وُو، هغه څنګه دے؟ هغه ژوندے دے؟“ ۲۸هغوئ ورته ووئيل، ”زمونږ پلار ستاسو خِدمتګار تر اوسه پورې ژوندے دے او روغ جوړ دے.“ او هغوئ د هغۀ په مخکښې خپل سرونه ټيټ کړل. ۲۹چې کله يوسف د خپلې مور زوئ، خپل سکه ورور بنيامين وليدو، هغۀ وفرمائيل، ”نو دا ستاسو کشرے ورور دے، چې تاسو د هغۀ په حقله ما ته وئيلى وُو؟ زما زويه، خُدائ پاک دې په تا مِهربانه شى.“ ۳۰بيا يوسف فوراً لاړو، ځکه چې د خپل ورور په ليدو د هغۀ زړۀ نرم شو. او د ژړا نه يې سترګې ډکې شوې، نو هغه خپلې کوټې ته لاړو او وې ژړل. ۳۱د هغې نه پس چې کله هغۀ مخ ووينځلو، هغه بهر راغلو او خپل زړۀ يې کلک کړو، هغۀ حُکم وکړو چې روټۍ راوړئ. ۳۲يوسف په يو دسترخوان روټۍ ته ناست وو او په بل باندې د هغۀ وروڼه ناست وُو. او چې کومو مِصريانو هلته روټۍ خوړله، هغوئ ته يې په بل ځائ کښې روټۍ کېښودله، ځکه چې هغوئ د عبرانيانو سره روټۍ خوړل حرام ګڼل. ۳۳د هغۀ وروڼه په دسترخوان ناست وُو، د هغوئ د عُمر په حِساب سره د مشر نه کشر پورې يوسف ته مخامخ کښېنولے شوى وُو. چې کله هغوئ ته پته ولګېده چې هغوئ څنګه کښېنولے شوى دى، نو دوئ په حېرانتيا سره يو بل ته کتل. ۳۴د يوسف د دسترخوان نه هغوئ له روټۍ ورکولے شوه او د بنيامين د نورو نه يو په پينځۀ زياته مېلمستيا وشوله. نو هغوئ د يوسف سره خوړل څښل وکړل او ښۀ په سُر کښې شول.