يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - څلوېښتم باب

د مالِک خُدائ د نوى کور رويا

د حزقى‌ايل يروشلم ته بوتلل

۱زمونږ د جلاوطنۍ په پينځويشتم کال، د څوارلسم کال په شروع کېدو او د مياشتې په لسم تاريخ چې ښار راپرېوتو په هم دغه ورځ د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو او هغۀ زۀ هلته بوتلم. ۲د مالِک خُدائ په رويا کښې هغۀ زۀ د بنى اِسرائيلو مُلک ته بوتلم. او د يو ډېر اوچت غر دپاسه يې کښېنولم، د چا په جنوب طرف کښې چې يو څو عمارتونه وُو کوم چې د يو ښار په شان ښکارېدل. ۳کله چې هغۀ زۀ هلته بوتلم، نو ما يو سړے وليدو څوک چې د زېړو په شان ښکارېدو، او هغه د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او په لاس کښې يې د کتان فيته وه او د ناپ تول لرګے يې نيولے وو. ۴هغه سړى ما ته ووئيل، ”اے بنى آدمه، په خپلو سترګو وګوره او په خپلو غوږونو واوره او هر څۀ چې درته ښايم هغې ته ښۀ توجو وکړه، ځکه خو تۀ د دې دپاره راوستلے شوے يې. هر څۀ چې تۀ ووينې هغه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه.“

د مشرق طرف ته دروازه

۵ما وليدل چې هلته د مالِک خُدائ د کور نه ګېرچاپېره دېوال راتاو وو. د هغه سړى په لاس کښې د ناپ کولو لرګے لس نيم فټه وو چې دېوال يې ناپ کړو، او دېوال غټوالے لس نيم فټه پلن وو او لس نيم فټه اوچت وو. ۶نو بيا هغه د هغې دروازې خوا ته لاړو چې مخ يې د مشرق طرف ته وو. هغه په پوړو وروختو او د دروازې درشل يې ناپ کړو چې هغه لس نيم فټه وه. ۷هلته په دروازه کښې ښې طرف ته او ګس طرف ته درې د څوکيدارانو کوټې جوړې شوې وې چې د هرې يوې اوږدوالے او پلنوالے لس نيم فټه وو او د څوکيدارانو د کوټو په مينځ کښې د دېوال پلنوالے پاو کم نهۀ فټه وو. او د څوکيدارانو د کوټو شاته د تېرېدو لاره وه چې لس نيم فټه ژوره وه او د دې کمرو نه وروستو يوه بله درشل وه چې لس نيم فټه وه او د مالِک خُدائ کور ته تللې وه. ۸نو بيا هغۀ د دروازې دننه ډيوډۍ ناپ کړه، ۹نو بيا د هغې اوږدوالے څوارلس فټه وو او د هغې د ستنې پلنوالے درې نيم فټه وو. د دې ډيوډۍ آخر سر د خُدائ پاک د کور د داخلېدو دواړو خواؤ دېوالونو ته نزدې او مخامخ وو. ۱۰د مشرق خوا ته دروازه کښې په دواړو طرفونو ته درې کوټې وې، او ټولې په يو ناپ تول وې او د دې په مينځ کښې ټول دېوالونه هم يو شان پلن وُو. ۱۱نو بيا هغۀ د دروازې سره د داخلېدو د ځائ پلنوالے ناپ کړو، کوم چې اوولس نيم فټه پلن وو او د دروازې سره لاره پاو کم درويشت فټه وه. ۱۲د څوکيدارانو د هرې کوټې مخکښې يو دېوال وو چې يوويشت اِنچه وو او د هرې کمرې اوږدوالے او پلنوالے لس نيم فټه وو. ۱۳نو بيا هغۀ په دې دروازه د څوکيدار د کوټې د شا د دېوال نه واخله د مخامخ کوټې د شا د دېوال پورې فاصله ناپ کړه، هغه پاو کم څلور څلوېښت فټه وه. ۱۴هغۀ بيا د دروازې مينځنے دېوال کوم چې د خُدائ د کور دربار سره يوځائ شوے وو ناپ کړو هغه يو سل او پينځۀ فټه وو. ۱۵د دروازې د داخلېدو نه واخله د دربار تر آخر سر پورې فاصله اووۀ اتيا نيم فټه وه. ۱۶د څوکيدارانو په ټولو کوټو کښې وړې وړې کړکۍ غوندې وې، څۀ په بهرنى دېوالونو کښې وې، څۀ د کمرو په دننه دېوالونو کښې وې. او په دېوالونو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.

د مالِک خُدائ د کور بهرنے دربار

۱۷نو بيا هغۀ زۀ د دروازې په لار د خُدائ د کور بهرنى دربار ته راوستلم. هلته ما يو څو کوټې او پياده لاره وليدله چې د دربار نه ګېرچاپېره راتاو شوې وه او دې لار ته مخامخ دېرش کوټې وى. ۱۸دا پخه لار تر دروازو پورې جوړه شوې وه او د دېوالونو نه تر دربار پورې غزېدلې وه او هم دومره فاصله يې د عمومى دروازې پورې وه. ۱۹نو بيا هغۀ د دننه نه د ښکته دروازې د دربار داخل نه بهر طرف ته فاصله ناپ کړه، دا د مشرق خوا ته يو سل او پينځۀ اويا فټه او شمال خوا ته هم يو شان فاصله وه.

شمال خوا ته دروازه

۲۰نو بيا هغۀ شمال خوا ته د دروازې اوږدوالے او پلنوالے ناپ کړو، کوم چې بهر صحن طرف ته ځى. ۲۱د دروازې د داخلېدو په لار کښې دواړو خواو د څوکيدارانو درې درې کوټې وې، د هغوئ په مينځ کښې دېوالونه او د هغوئ دننه کوټې ټولې د هغې وړومبې مشرقى دروازې په اندازه وې. د دروازې ډيوډۍ اووۀ اتيا نيم فټه اوږده وه او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه. ۲۲د مشرق دروازې په شان، د هغې د داخلېدو کوټه او کړکۍ او د کجورو د ونو ګُلکارى هم هغه شان په يوه اندازه شوې وې. او اووۀ پوړۍ هم ورته ختلې وې، چې مخامخ ورته ډيوډۍ وه چې دربار ته تللې وه. ۲۳هلته دننه د دربار طرف چې د شمال خوا نه يوه دروازه وه، بلکل لکه د هغه دروازې په شان لکه څنګه چې په مشرق کښې وه. هغۀ د يوې دروازې بلې دروازې ته مخامخ فاصله ناپ کړه، هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه وه.

جنوبى دروازه

۲۴نو بيا هغه سړى زۀ د جنوب خوا ته بوتلم او ما بيا هلته يوه دروازه وليده چې د جنوب خوا ته يې مخ وو. هغۀ بيا د دې دېوالونه او کوټې ناپ کړې چې بلکل د هغه نورو دروازو په ناپ تول وې. ۲۵د دروازې او د هغې د چوکيدارانو د کوټو ګېرچاپېره وړې وړې کړکۍ وې، د هغې کړکۍ د نورو کړکو په شان وې. د تېرېدو لار اووۀ اتيا نيم فټه اوږده وه او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه. ۲۶د هغه کوټو مخامخ هغې ته د بهر نه يوه لار ورختلې وه چې اووۀ پوړۍ يې وې، او د هغې په دېوالونو باندې په دواړو خواؤ د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه. ۲۷د دننه دربار هم يوه دروازه وه چې جنوب خوا ته يې مخ وو، او هغۀ بيا د دې دروازې نه د بهر د جنوب دروازې خوا ته ناپ تول وکړو، هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه وو.

دننه دربار ته داخلى دروازه

۲۸نو بيا هغه سړى زۀ دننه دربار ته په جنوبى دروازه باندې راوستلم، او هغۀ جنوبى دروازه ناپ کړه، هغه هم د نورو دروازو په ناپ وه. ۲۹د هغې د څوکيدارانو کوټې، او مينځنى دېوالونه او ډيوډۍ د هغه نورو دروازو سره په ناپ کښې يو شان وې. دروازه او د هغې د کوټو کړکۍ ګېرچاپېره وې، هغه اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې. ۳۰د دروازې د داخلېدو د کوټې ناپ تول کومه چې دننه د دربار صحن ته ورغلې وه څوارلس فټه اوږده او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه. ۳۱د هغې د کوټې مخ بهر دربار خوا ته وو، د هغې په ستنو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه، او اتۀ پوړۍ ورته ورختلې وې.

د داخلى دربار شرقى دروازه

۳۲نو بيا هغۀ زۀ په مشرقى لار دننه دربار ته راوستلم، او هغۀ هغه دروازه ناپ کړه، د هغې ناپ هم د نورو سره يو شان وو. ۳۳د هغې د څوکيدارانو کوټې، مينځنى دېوالونه او د هغې ډيوډۍ د نورو دروازو سره يو شان په يو ناپ وې. د دروازې او د برنډې يو شان ګېرچاپېره کړکۍ وې. دا اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې وې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې. ۳۴د هغې د ډيوډۍ مخ دننه د دربار طرف ته وو، او د دواړو طرفو په ستنو يې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه، او اتۀ پوړۍ ورختلې وې.

د دربار دننه د شمال خوا ته دروازه

۳۵نو بيا هغۀ زۀ د شمال دروازې طرف ته راوستلم او هغۀ د هغې ناپ واخستو. او هغه لار هم د هغه نورو په شان په يو ناپ وه. ۳۶د هغې د څوکيدارانو کوټې، مينځنى دېوالونه او د هغې ډيوډۍ د نورو دروازو سره يو شان په يو ناپ وې. د دروازې او برنډې يو شان ګېرچاپېره کړکۍ وې. دا اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې وې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې. ۳۷ډيوډۍ بهرنى دربار ته مخامخ وه. د تېرېدو د ځائ په دېوالونو باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه. دې دروازې ته اتۀ پوړۍ ختلې وې.

د قربانو دپاره کوټې

۳۸د شمال د طرف نه دننه يوه دروازه وه چې د داخلېدو د کوټې د لارې نه دننه دربار ته تللې وه چې هلته به په هغې کښې د سوزولو قربانۍ څاروى وينځلے کېدل. ۳۹د دروازې د ډيوډۍ سره په دواړه خواو کښې دوه مېزونه وُو، په کومو به چې د سوزولو د نذرانو، د ګناه د نذرانو او د ګناه د تاوان د نذرانو څاروى حلالولے شول. ۴۰د کوټې دروازې د کوټې د بهرنى دېوال سره، د پوړو سره نزدې د شمال دروازې ته د داخلېدو په لار هلته هم دوه مېزونه وُو، او د پوړو په بل طرف هم دوه مېزونه وُو. ۴۱نو بيا د دروازې په يوې خوا کښې هم څلور مېزونه وُو او په بله خوا کښې هم څلور مېزونه وُو. دا ټول اتۀ مېزونه وُو په کومو به چې د قربانۍ څاروى حلالېدل. ۴۲نو هلته هم څلور مېزونه د تراشلے شوو کاڼو نه د سوزېدونکې قربانۍ دپاره جوړ شوى وُو چې يو دېرش نيم اِنچه اوږدۀ او پلن وُو او يوويشت اِنچه لوړ وُو. په دې مېزونو باندې د قربانۍ د څاروو د حلالېدلو دپاره د قصابانو چړې او نور څيزونه پراتۀ وُو. ۴۳په ګېرچاپېره دېوال کښې د دوو خُلو والا کُنډې راځوړندې وې چې يو څپک اوږدې وې. دا مېزونه د نذرانو د څاروو دپاره وُو. ۴۴نو بيا مونږ دننه دربار ته ننوتو، هلته د شمالى دروازې سره يوه کوټه وه چې دننه دربار طرف ته کولاو وه او د هغې مخ جنوب طرف ته وه. د جنوبى دروازې سره هم دا شان کوټه وه چې د هغې مخ شمال طرف ته وو. ۴۵هغه سړى ما ته ووئيل، د کومې کوټې چې د جنوب طرف ته يې مخه ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشران دى. ۴۶او هغه کوټه د کومې مخه چې شمال خوا ته ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د قربان‌ګاه مشران دى. او هغوئ د صدوق زامن دى، څوک چې د ليويانو د قبيلې يواځې هغه کسان دى چا ته چې د مالِک خُدائ په حضور کښې د خِدمت کولو اجازت ورکړے شوے دے.

دننه دربار او د مالِک خُدائ کور

۴۷نو بيا هغه سړى د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ناپ کړو او هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد او يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو. او قربان‌ګاه د دربار په صحن کښې د مالِک خُدائ د کور مخې ته وه. ۴۸بيا هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه کوټې ته راوستلم. او هغۀ د ډيوډۍ د ستنو ناپ واخستو، او هغه پاو کم نهۀ فټه په هرې خوا پلنې وې، او په خپله د داخلېدو د دروازې پلنوالے څليريشت فټه وو، او يو بل دېوال وو په هره خوا کښې چې پاو کم شپږ فټه وو. ۴۹د داخلېدو د کوټې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو، او اوږدوالے يې يوويشت فټه وو. او دې کوټې ته لس پوړۍ ورختلې وې، د دروازې په دواړو خواو دېوالونو کښې ستنې ولاړې وې.