يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - نهم باب

د کم عقلو دپاره د پوهې دعوت

۱پوهې خپل کور جوړ کړے دے، او خپل ځان دپاره يې اووۀ ستنې تراشلې دى. ۲هغې خپله غوښه تياره کړې ده او مے يې يو ځائ کړى دى، او دسترخوان يې هم خور کړے دے. ۳هغې خپله وينځه ورولېږله او هغه د ښار د اوچتو ځايونو نه آوازونه کوى. ۴”څوک چې ساده ګان وى هغوئ ټول دې دلته راشى.“ او هغه هغوئ ته وينا کوى څوک چې ناپوهه وى، ۵”راشئ، زما خوراک وخورئ او هغه مے وڅښئ کوم چې ما ګډ کړى دى. ۶خپله ساده لار پرېږدئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ، او د پوهې په لار تلل وکړئ.“ ۷هر څوک چې د مسخره کوونکى اصلاح کوى نو د خپلې بې‌عزتۍ دعوت ورکوى، هر څوک چې د شرير د شرارت نه ممانعت کوى، نو خپل ځان به سپک کړى. ۸نو تۀ کله هم د مسخره کوونکى رټنه مۀ کوه هغه به ستا نه نفرت کوى، هوښيار ته تنبيه ورکړه هغه به تا سره مينه کوى. ۹هوښيار ته لارښودنه وکړه نو هغه به نور هم هوښيار شى، صادق ته تعليم ورکړه نو هغه به د دې نه نور تعليم هم زده کړى. ۱۰د مالِک خُدائ يره د حِکمت شروع ده، د مقدس ذات پېژندګلو د پوهې اصليت دے. ۱۱نو زما په وجه به ستا د ژوند ورځې ډيرې شى، او ستا د عمر سره به نور کلونه سېوا شى. ۱۲کۀ چرې تۀ حِکمت لرې نو هغه به تا له فائده درکړى، او کۀ تۀ مسخره کوونکے يې نو صرف تا ته به د هغې نقصان مِلاو شى. ۱۳کم عقله ښځه سرتېزه وى، هغه بې‌ادبه او بې‌علمه وى. ۱۴د هغې کور د ښار په لوړ ځائ کښې دے. د دروازې سره ناسته وى، ۱۵او څوک چې په خپله لاره سيدها تېريږى نو هغوئ ته آوازونه ورکوى. ۱۶”اے ساده خلقو ټول دلته راشئ.“ هغه ټولو ناپوهو ته وينا کوى، ۱۷”د غلا اوبۀ خوږې وى، هغه روټۍ چې په پټه خوړلے شى خوندوره وى.“ ۱۸خو دوئ لږ هم په دې نۀ پوهيږى چې د هغې ښځې په کور کښې صرف مرګ دے، څوک هم چې د هغې په کور کښې مېلمانۀ شوى دى نو هغوئ اوس د تورو خاورو لاندې دى.