يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - پينځلسم باب

د قربانۍ په حقله قانون

۱مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل ۲چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوى کوم يې چې هغوئ له ورکولو. ۳يو غوَيے، ګډه، يا يو چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې د پوره کولو د نذرانې، يا د رضاکارانه نذرانې يا د ستاسو په مقررو اخترونو کښې د يوې نذرانې په توګه پېش کولے شى، د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۴‏-۵هر څوک چې يو ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى نو هغه به د دې هر يو ځناور سره يو کلو اوړۀ راوړى چې يو ليټر د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا به د غلې نذرانې په توګه وى، يو ليټر مے به ورسره هم وى. ۶کله چې يو ګډ پېش کيږى، نو دوه کلو اوړۀ چې يو نيم ليټر د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا به د غلې نذرانې په توګه پېش کيږى، ۷يو نيم ليټر مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۸کله چې يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې پوره کولو د نذرانې يا د سلامتۍ د نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى، ۹د درې کلو اوړو د غلې يوه نذرانه به پېش کيږى چې دوه ليټره د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، ۱۰دوه ليټره مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۱۱دا هغه څۀ دى چې د هر يو غوَيى، ګډ، ګډُورى، يا چېلۍ سره به پېش کولے شى. ۱۲د ځناورو د شمېر په مطابق به د دې څيزونو مِقدار هم زياتولے شى. ۱۳د مُلک ټول اصلى پېدائشى خلق چې کله يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوى نو هغوئ به داسې کوى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۱۴او کۀ ستاسو په مينځ کښې د بل مُلک کس وى، کۀ هغه د لږ وخت يا د ډېر وخت دپاره اوسېدونکے وى، نو کۀ هغوئ غواړې چې په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړى، چې د چا خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى، نو ضرور به هغوئ هم هغه شان اصُول منى. ۱۵په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو او ستاسو سره اوسېدونکى د بل مُلک خلق به دا اصُول منى. تاسو او هغوئ د مالِک خُدائ په نظر کښې يو شان يئ، ۱۶ستاسو او د هغوئ دپاره به يو شان قانون او اصُول وى. ۱۷مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل ۱۸چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو. ۱۹کله چې تاسو د هغه مُلک د فصل نه خوراک کوئ، د هغې نه به څۀ برخه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کولے شى. ۲۰کله چې تاسو روټۍ پخوئ، نو د نوې غلې د وړومبۍ پېړې روټۍ به مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کولے شى. دا به هم هغه شان پېش کولے شى چې څنګه تاسو په درمند کښې صفا شوې غله د خاص برخې په توګه پېش کوئ. ۲۱په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو چې کومه روټۍ پخوئ نو دا نذرانه به مالِک خُدائ له ورکوئ. ۲۲خو کۀ څوک په غلطۍ سره په دې اصُولو باندې عمل کولو کښې ناکام شى کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړى دى، ۲۳او فرض کړئ کۀ راتلونکى نسلونه په دې هر څۀ کولو کښې ناکام شى چې مالِک خُدائ يې د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے دے، ۲۴کۀ يوه داسې غلطى شوې وى چې قوم ته پته نۀ وى لګېدلې، نو هغوئ به يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، دا به د معيارى غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره پېش کيږى. د دې نه علاوه، هغوئ به يو چېلے د ګناه نذرانې په توګه هم پېش کوى. ۲۵اِمام به د قوم دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف کړے شى، ځکه چې هغه کار په غلطۍ سره شوے وو او هغوئ خپله د ګناه نذرانه په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته راوړه. ۲۶نو د بنى اِسرائيلو ټول قوم او د هغوئ سره اوسېدونکى د پردى مُلک خلق به معاف کړے شى، ځکه چې ټول په دې غلطۍ کښې شامل وُو. ۲۷کۀ يو کس په غلطۍ سره ګناه وکړى، نو هغه به د يو کال چېلۍ د ګناه نذرانې په توګه پېش کوى. ۲۸اِمام به په قربان‌ګاه باندې د هغه کس دپاره کفاره ادا کړى، چا چې په غلطۍ سره ګناه کړې وى او هغه به معاف شى. ۲۹دا اصُول د هغه هر چا دپاره يو شان دى چې څوک په غلطۍ سره ګناه وکړى، کۀ هغه په حقيقت کښې اِسرائيلے وى يا د هغوئ سره اوسېدونکے د پردى مُلک کس وى. ۳۰خو کۀ يو کس قصداً ګناه وکړى، کۀ هغه د خپل مُلک يا د پردى مُلک وى، نو د ګناه په وجه هغۀ د مالِک خُدائ بې‌عزتى کړې ده او هغه به وژلے شى، ۳۱ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ د وېنا سپکاوے کړے دے او قصداً يې د هغۀ يو حُکم مات کړے دے. نو هغه د خپل مرګ په خپله ذمه وار دے.

د سبت ورځې د نۀ منلو دپاره سزا

۳۲کله چې اِسرائيليان لا په صحرا کښې وُو، نو يو سړے وليدے شو چې د سبت په ورځ يې خشاک راټولولو. ۳۳نو هغه موسىٰ، هارون او ټول قوم ته راوستلے شو، ۳۴او قېد کړے شو، ځکه چې دا پته نۀ وه چې د هغۀ سره څۀ وکړے شى. ۳۵نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هغه سړے دې خامخا ووژلے شى، ټول قوم به هغه د خېمو نه بهر سنګسار کړى.“ ۳۶نو ټول قوم هغه د خېمو نه بهر بوتلو او سنګسار يې کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.

په جامو د ځوړندو مزو په حقله قانون

۳۷مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل ۳۸چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، د خپلو جامو په ګوټونو باندې مزى راځوړند کړئ او په هر يو مزى باندې يې يو د آسمانى رنګ تار ولګوئ. داسې به تاسو په راتلونکى ټولو وختونو کښې کوئ. ۳۹چې هر کله هم تاسو دا مزى ګورئ نو تاسو ته به زما ټول حُکمونه درياديږى او عمل به پرې کوئ، نو تاسو به زما نه نۀ اوړئ او د خپلو سترګو او زړۀ په خواهشونه پسې به نۀ ګرځئ. ۴۰هغه مزى به تاسو ته دا دريادوى چې زما ټول حُکمونه منئ او تاسو به په پوره توګه زما يئ. ۴۱زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې ستاسو خُدائ پاک يم. زۀ مالِک خُدائ يم.“