يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - شپږم باب

لوئ حُکم

۱دا ټول هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما له حُکم راکړے دے چې تاسو ته يې وښايم. چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې تاسو ورننوځئ او قبضه پرې کوئ. ۲او چې تر کومې پورې تاسو، ستاسو بچى او ستاسو نمسى ژوندى وى نو د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه خامخا يرېږئ. کۀ تاسو د هغۀ په ټول قانون عمل وکړو کوم چې زۀ تاسو له درکوم نو په هغه مُلک کښې به ستاسو عُمر زيات شى. ۳اے بنى اِسرائيلو، غوږ شئ. او په دې حُکمونو باندې عمل کوئ نو ستاسو هر کار به سم وى او په هغه مُلک کښې به مو ډېر اولاد پېدا شى چې زرخيزه او آباد دے، لکه څنګه چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک، تاسو سره وعده کړې ده. ۴اے بنى اِسرائيله واوره. مالِک زمونږ مالِک خُدائ واحد ذات دے. ۵تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ. ۶کوم حُکمونه چې درکوم نو هغه په ياده ياد کړئ. ۷خپلو بچو ته دا بيا بيا وريادوئ. کۀ په کور کښې ناست يئ يا په لاره روان يئ، چې څملئ يا پاڅئ، نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ. ۸دا په خپلو مټو او په خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو دپاره د يادېدو د نښې په شان وى. ۹دا د خپلو کورونو په درشلو او د خپلو ښارونو په دروازو وليکئ.

د نافرمانۍ خبردارے

۱۰لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره لوظ کړے دے، هغه به تاسو له لوئ لوئ او ښائسته ښارونه درکړى کوم چې تاسو نۀ وى جوړ کړى. ۱۱کورونه به مو د ښو ښو څيزونو نه ډک وى چې کوم تاسو په کښې اېښى نۀ وى او هلته به کوهى وى چې تاسو کنستلى نۀ وى او د انګورو او زيتُونو باغونه به وى چې تاسو کَرلى نۀ وى. کله چې مالِک خُدائ تاسو دې مُلک ته راولى نو ستا دپاره به خوراک ډېر وى او تاسو به ماړۀ شئ، ۱۲نو پام کوئ چې مالِک خُدائ هېر نۀ کړئ کوم چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ. ۱۳مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، تش د هغۀ عبادت کوئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ. ۱۴د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ، د هغه خلقو د معبودانو کوم چې ستاسو په خوا او شا کښې وى. ۱۵ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم چې تاسو سره اوسيږى، هغه يو غېرتى خُدائ پاک دے. د هغۀ غضب به په تاسو راشى او هغه به د زمکې مخ نه تاسو ورک کړى. ۱۶تاسو په خپل مالِک خُدائ آزمېښت مۀ کوئ، لکه څنګه چې تاسو هغه په مسه کښې وآزمائيلو. ۱۷پام کوئ چې د هغۀ په ټول قانون عمل کوئ کوم چې هغۀ تاسو له درکړے دے. ۱۸د مالِک خُدائ په نظر کښې چې څۀ صحيح او ښۀ وى نو هم هغه کوئ، نو ستاسو هر يو کار به سم وى. تاسو به هغه آبادې زمکې ته ورننه وځئ او ستاسو به شى چې مالِک خُدائ ستاسو پلار نيکۀ سره د هغې وعده کړې ده، ۱۹او لکه چې هغۀ څنګه وعده کړې ده، تاسو به خپل دشمنان د هغه ځائ نه وشړئ. ۲۰په راتلونکى زمانه کښې کله چې بچى درنه تپوس کوى چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د دې ټول قانون د منلو حُکم مونږ له ولې راکړے دے؟ ۲۱نو هغوئ ته ووايئ چې مونږ په مِصر کښې د فِرعون غلامان وُو او مالِک خُدائ د خپل لوئ طاقت سره مونږ بچ کړُو. ۲۲مونږ په خپلو سترګو وليدل چې هغۀ مِصريانو، فِرعون او د هغۀ ټولو آفسرانو ته خپلې معجزې او يروونکى کارونه وښودل. ۲۳هغۀ مونږ د مِصر نه آزاد کړُو چې دلته مو راولى او دا مُلک راکړى، لکه چې څنګه هغۀ زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې وه. ۲۴بيا مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته حُکم وکړو چې د هغۀ په ټول قانون به عمل کوُو او د هغۀ درناوے به کوُو. کۀ مونږ داسې وکړل نو زمونږ قوم به همېشه د هغۀ د نظر لاندې وى او کاميابى به زمونږه وى. ۲۵کۀ مونږ په وفادارۍ سره په هغه هر څۀ عمل وکړُو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې مونږ ته حُکم کړے دے، نو هغه به زمونږ نه رضا وى.