يوسفزئ
د تورات شريف درېم کِتاب

د ليويانو کِتاب - درويشتم باب

مذهبى اخترونه

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲”بنى اِسرائيلو ته د مذهبى اخترونو دپاره دا اصُول وښايه چې په دې کښې هغوئ د عبادت دپاره راغونډ شى. ۳ستاسو سره شپږ ورځې شته چې خپل کار په کښې کولے شئ، خو ياد ساتئ اوومه ورځ د سبت ورځ ده، چې د آرام دپاره ده. په دې ورځ کار مۀ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. د سبت ورځ د مالِک خُدائ ده، چې تاسو چرته هم اوسېږئ. ۴د دې اخترونو اِعلان په مقرر شوو وختونو باندې کوئ.

د فسحې کولو اختر

۵د فسحې اختر، د د اولنۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې د نمرپرېواتو نه شروع کيږى. ۶په پينځلسمه ورځ د پتيرې روټۍ اختر شروع کيږى او اووۀ ورځې به تاسو خمبيره روټۍ نۀ خورئ. ۷د دې ورځو په اوله ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ. ۸اووۀ ورځې مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې پېش کړئ. په اوومه ورځ به تاسو بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ، خو هغه يو کار به هم نۀ کوئ کوم چې تاسو هره ورځ کوئ. ۹‏-۱۰کله چې تاسو هغه زمکې له ورشئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى او تاسو خپل فصل ورېبئ، نو وړومبے ګېډے اِمام له وروړئ. ۱۱هغه به دا مالِک خُدائ ته د يوې خاص نذرانې په توګه پېش کړى، تر څو چې تاسو قبول شئ. اِمام به دا د سبت پسې په بله ورځ پېش کړى. ۱۲په کومه ورځ چې تاسو د فصل نذرانه پېش کوئ، نو د يو کال ګډُورے هم د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کړئ چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۱۳تاسو د دې سره دوه کلو ښۀ اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه پېش کړئ. د دې نذرانې خوشبوئى په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. تاسو د دې سره يو ليټر د ميو نذرانه هم پېش کړئ. ۱۴ترڅو پورې چې تاسو دا نذرانه خُدائ پاک ته نۀ وى راوړې نو تر هغې د نوې غلې روټۍ، وريتې شوې يا کچه دانې مۀ خورئ. په راتلونکى ټولو وختونو کښې ستاسو ټول اولاد به دا اصُول منى.

د لَو کولو اختر

۱۵سبت پسې ورځې نه پوره اووۀ هفتې وشمېرئ يعنې د هغه ورځ نه په کومه ورځ چې تاسو د خپل فصل ګېډے مالِک خُدائ ته د پېش کېدو دپاره راوړئ. ۱۶د اوؤم سبت د ورځې نه پس، په پنځوسمه ورځ، مالِک خُدائ ته د نوى فصل يوه بله نذرانه پېش کړئ. ۱۷هر يو خاندان دې دوه دوه روټۍ راوړى او دا دې مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړى. هره يوه روټۍ دې خمبيره شوې د دوه کلو ښو اوړو نه پخه شوې وى او دا به مالِک خُدائ ته د وړومبى رېبلے شوى فصل د نذرانې په توګه پېش کيږى. ۱۸او قوم دې د دې روټۍ سره اووۀ يو کلن ګډُورى، يو غوَيے او دوه ګډان پېش کړى، چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. دا به د سوزېدونکې نذرانې په توګه، سره د غلې د نذرانې او د ميو د نذرانې سره مالِک خُدائ ته پېش کيږى. د دې نذرانې خوشبوئى په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۱۹يو چېلے د ګناه د نذرانې په توګه او دوه يو کلن ګډُورى د سلامتۍ د نذرانې په توګه هم پېش کړئ. ۲۰اِمام به روټۍ د دوو ګډورو سره د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه هم پېش کړى. دا نذرانې مقدسې دى. ۲۱په هغه ورځ هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ او د عبادت دپاره راغونډېږئ. ستاسو اولاد چې چرته هم اوسيږى دا اصُول دې په راتلونکى ټولو وختونو کښې منى. ۲۲کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ او چې کوم وَږى پاتې شى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ، دا د غريبانانو خلقو او مسافرو دپاره پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.

د نوى کال اختر

۲۳‏-۲۴د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ د آرام خاص ورځ مانځئ او چې کله بيګل وغږيږى نو د عبادت دپاره راغونډ شئ. ۲۵مالِک خُدائ ته يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ.“

د کفارې ورځ

۲۶بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲۷”د دې اوومې مياشتې لسمه ورځ د کفارې ده، دا به ستاسو دپاره يوه مقدسه اجتماع وى. تاسو به روژه نيسئ او مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ. ۲۸په هغه ورځ هيڅ کار مۀ کوئ، ځکه چې هغه د کفارې ورځ ده او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وړاندې ستاسو کفاره ادا کيږى. ۲۹هر څوک چې هم په هغه ورځ څۀ وخورى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے. ۳۰او کۀ هر چا هم په هغه ورځ څۀ کار وکړو، نو زۀ به په خپله هغه تباه کړم. ۳۱ستاسو اولاد چې چرته هم اوسيږى دا اصُول د هغوئ دپاره دى. ۳۲د هغې مياشتې د نهمې ورځې د نمرپرېواتو نه د لسمې ورځې د نمرپرېواتو پورې دا خاص ورځ مانځئ، په دې دوران کښې تاسو روژه نيسئ.

د جونګړو اختر

۳۳‏-۳۴د جونګړو اختر د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ شروع کيږى او دا به اووۀ ورځې وى. ۳۵د دې ورځو په وړومبۍ ورځ د عبادت دپاره راغونډ شئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ. ۳۶اووۀ ورځې تاسو هره ورځ يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ. په اتمه ورځ بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ او په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړئ. دا د عبادت ورځ ده او چې هيڅ کار په کښې ونۀ کړئ. ۳۷دا مذهبى اخترونه دى چې تاسو يې د مالِک خُدائ په درناوى کښې کوئ چې د عبادت دپاره په يو ځائ راغونډېږئ او په اور تيارېدونکې نذرانې، سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې، قربانۍ او د ميو نذرانې په کښې پېش کوئ، چې په خپله خپله ورځ پېش کيږى. ۳۸دا اخترونه د عامو سبت د ورځو نه علاوه دى او دا نذرانې ستاسو د عامو تُحفو نه علاوه دى، ستاسو د منښتې پوره کېدلو نذرانو او ستاسو د هغه رضاکارانه نذرانو نه چې تاسو يې مالِک خُدائ له ورکوئ. ۳۹کله چې تاسو د خپلو پټو نه فصل ورېبئ، نو اووۀ ورځې دا اختر کوئ، چې د اوومې مياشتې په پينځلسمه ورځ باندې شروع کيږى. اوله ورځ او اتمه ورځ به د آرام کولو خاص ورځې وى. ۴۰په هغه ورځ د خپلو ونو نه ډېره ښۀ مېوه وشوکوئ، د کجورو څانګې او د پاڼو والا د ونو څانګې او د سيند د غاړې نه د خاروَلو ونې واخلئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په درناوى کښې اختر وکړئ. ۴۱دا اووۀ ورځې کوئ. ستاسو اولاد به دا اصُول په راتلونکى ټولو وختونو کښې منى. ۴۲ټول اِسرائيل به اووۀ ورځې په جونګړو کښې اوسيږى، ۴۳چې ستاسو اولاد ته دا پته ولګى چې مالِک خُدائ اِسرائيليان دې ته جوړ کړل چې په جونګړو کښې اوسيږى چې کله يې هغوئ د مِصر مُلک نه راوويستل. هغه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے.“ ۴۴نو داسې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښودل چې د مالِک خُدائ په درناوى کښې مذهبى اخترونه وکړى.