يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - يو کم دېرشم باب

۱څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى. ۲کله چې صادقان حکومت کوى، نو خلق خوشحالى کوى، خو هر کله چې بدکاره حکومت کوى، نو خلق فرياد کوى. ۳کوم انسان چې د حِکمت سره مينه کوى نو هغه خپل پلار خوشحالوى، خو د کنجرو دوست خپل مال حال الوځوى. ۴په اِنصاف کولو سره يو بادشاه خپل مُلک قائموى، خو هغه څوک چې رشوت اخلى نو هغه مُلک تباه کوى. ۵څوک چې د خپل ګاونډى خوشامندى کوى، نو دے د هغۀ د پښو دپاره دام خوروى. ۶بدکاره انسان د خپلې ګناه په دام کښې راګېريږى، خو صادقان د خوشحالۍ سندرې وائى. ۷صادقان د غريبانانو د حق خيال ساتى، خو بدکاران دغه شان سوچ او فکر نۀ کوى. ۸مسخره کوونکى ښارونه راپاروى، خو هوښيار انسان غصه سړوى. ۹کۀ يو هوښيار د يو بې‌وقوف خلاف د مقدمې دپاره عدالت ته روان شى نو بې‌وقوف به غصه شى او مسخرې به کوى نو بيا به څنګه صُلح راشى؟ ۱۰د وينو تږى انسانان د نېک انسان نه نفرت کوى او په دې کوشش کښې وى چې صادقان ووژنى. ۱۱کم عقل د خپلې غصې پوره اظهار کوى، خو هوښيار خپل ځان په قابو کښې ساتى. ۱۲کۀ يو حکمران دروغو ته توجو ورکوى، نو د هغۀ ټول آفسران به بدکاران شى. ۱۳په دې کښې غريب او ظالم دواړه يو شان دى، ځکه مالِک خُدائ دواړو ته ژوندون ورکړے دے. ۱۴کۀ چرې يو بادشاه د غريبانانو سره اِنصاف کوى، د هغۀ بادشاهى به د تل دپاره قائمه وى. ۱۵د تربيت چوکه حِکمت پېدا کوى، خو چې کوم بچے چې آزاد آموخته شى نو هغه به د خپلې مور د شرمولو باعث شى. ۱۶کله چې د بدعمله حکومت راشى، نو ګناهونه عام شى، خو صادقان به د داسې خلقو خاتمه ووينى. ۱۷د خپل زوئ ښۀ تربيت وکړه هغه به تا ته سکون او خوشحالى درکړى. ۱۸چرته چې الهام نۀ وى نو هغه خلق سرکشه شى، خو بختور دى هغه څوک چې په شريعت عمل کوى. ۱۹صرف په خبرو نوکر نۀ سميږى، اګر چې هغه پوهه وى خو بيا هم ستا خبرو ته پام نۀ کوى. ۲۰څوک چې په جلدۍ کښې خبرې کوى نو هغه د کم عقل نه هم بدتر دے. ۲۱کۀ تۀ د ورکوټوالى نه خپل نوکر نيازبين آموخته کړې، نو په آخر کښې به هغه ستا پلار شى. ۲۲غصه ناک انسان جنګونه جوړوى، او تُند خويه نه ډېر ګناهونه کيږى. ۲۳د انسان غرور په دۀ باندې زوال راولى، خو د انسان عاجز خوى هغۀ ته عزت ورکوى. ۲۴د غلو ملګرے په خپله د ځان دشمن وى، هغه دا چې د قسم خوړلو نه وروستو به هم په عدالت کښې دروغ وائى. ۲۵څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى. ۲۶ډېر د دې په کوشش کښې وى چې حکمران ورسره ښۀ وى، خو دا د مالِک خُدائ د طرف نه ده چې انسان ته اِنصاف ملاويږى. ۲۷نېکان د بې‌ايمانانو نه نفرت کوى، او بدکاران د نېکانو نه نفرت کوى.